تاند- په هلمند کې د کوکنارو کروندګر وايي، د کوکنارو حاصل یې له دې کبله زیات شوی چې اوس دا بوټی دوه فصله کري.
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د افغانستان د مخدرو موادو په اړه په خپل وروستي راپور کې وویل چې په دغه هیواد کې د وسله والو طالبانو د نفوذ د ساحو له پراختیا سره د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید هم تر ټولو لوړ حد ته زیات شوی دی.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د سروې له مخې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه په سلو کې ۱۰ زیاته شوې یعني پر ۲۰۱۰۰۰ هکتاره مځکه کرل شوي دي.
د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت هم تاییدوي چې سږ کال په هیواد کې د کوکنارو کروندې په سلو کې ۱۰ او د مخدرو موادو تولید په سلو کې ۴۳ زیات شوی دی.
د ملګروملتو د راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي یوې خبري غونډې ته وویل چې په څه باندې ۲ لکه هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي چې ۴۸۰۰ ټنه مخدر مواد ورڅخه جوړ شوي دي.
دې همداراز وویل«د مخدرو موادو پدېده یوه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ده او له دې ویجاړوونکې پدیدې سره مبارزه سیمه ییزو او نړیوالو هلوځلو ته اړتیا لري نو د سیمې او نړۍ له هیوادونو غواړو چې له افغانستان سره د مخدرو موادو په له منځه تګ کې هر اړخیزه مرسته وکړي.»
له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتو د ادارې اجرايي رييس یوري فیدوتوف بیا وايي، حکومت په ډېرو سیمو کې، چې کوکنار پکې زیات کرل شوي یا کرل کېږي کنټرول له لاسه ورکړی دی.
ده همداراز وویل چې د کوکنارو د کښت ساحه پراخه شوې او اوس په یو شمېر نویو سیمو کې کرل کېږي.
ملګري ملتونه د کوکنارو د ساحې د پراخوالي ترڅنګ د هوا مساعد والی د کوکنارو د حاصل د ډېرېدو عامل بولي خو د هلمند کروندګر د نورو عواملو یادونه کوي.
د کجکي اوسېدونکی نعمت الله وايي«پخوا به موږ یو فصل کوکنار کرل، خو اوس یې درې فصله کرو.»
ده همداراز وویل« په هلمند کې جګړې ډېرې دي، هلمند ډېرې مځکې لري خو کار نشته، د جګړې لپاره له طالبانو سره له یوځای کېدو پرته د عاید یوازینی منبع کوکنار دي چې ټول کال یې مصروف ساتلي یوو.»
د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې غړې ایلینا بیلیکا وايي، د اقلیمي شرایطو د مساعدوالي له کبله د هلمند په ځینو سیمو کې دوه فصله کوکنار کرل کېږي، خو د کوکنارو د تخم د اصلاح کېدو له کبله په یو شمېر سیمو کې درې فصله کرل کېږي.
دا وايي، باور کېږي چې دا تخم اصلاً په چین کې اصلاح شوی. په دغه هیواد کې د درمل جوړونې لپاره په قانوني ډول تریاک تولیدېږي.
خو دا څرګنده نه ده چې دا تخم افغانستان ته چا راوړی دی.
هغه پښتو متل دۍ کوم چی وایی: وښوییدی پښي،ګرم کناټي شول!، پخوایی هلته په هلمند کی ویل چی د جلال آباد آشه ګلۍ تخم ښه حاصل لری دا د ۱۹۹۱ کال خبره ده او اوس په ۲۰۱۶ کی وایی چی چینایی اصلاح شوی تخم یی حاصلات دری فصله او ډیر کړیدی. داڅرنګه،دولت، وزارت ، بهرنی مشاورین او پالیسی جوړوونکی دی چی هیڅ هم نشی کولۍ مګر ساده ، نالوستی او کلیوال هلمندیان بیا له چین څخه اصلاح شوی تخم راوړی او تریاکو کښت او حاصل دری ځله زیاتوی! او حکومت یی هم ګناه په چینایی اصلاح شوی تخم وراچوی!