د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

پاکستان هیواد په افغانستان کې د پراختیایې پروژو د طبیق او تمویل ډاډ وکړ

11عقرب 1395

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لړم میاشتې په ۱۰مه نیټه د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ښاغلي سید ابرار حسین سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوولسمې اقتصادي او تجارتي ناستې، د پراختیایې پروژو پر طبیق په ځانګړې توګه د رحمن بابا روغتون، د جناح ۲۰۰ بستریز روغتون، د نایب امین الله خان لوګري ۱۰۰ بستریز روغتون، د دواړو هیوادونو تر منځ د ریل پټلۍ او د جلال ابادـ تورخم سړک په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

مالیې وزیر په بروکسل کنفرانس کې د پاکستان له لورې د راتلوونکو څلورو کلونو لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له هوکړې څخه مننه وکړه.

د پاکستان سفیر یو ځل بیا د پراختیایې پروژو د طبیق په برخه کې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ډاډ ورکړ.


مالیې وزیر د زابل له والي سره لیدنه وکړه

10 عقرب 1395

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د لړم میاشتې په ۱۰مه نیټه د خپل کار په دفتر کې د زابل له والي ښاغلي بسم الله افغانمل سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د زابل ولایت د ولایتی شورا یو شمیر استازو او قومي مخورو هم ګډوندرلود، دواړو لوریو د یاد ولایت د سړکونو پر جوړولو، د بودجې پر لګښت، د پراختیایې پروژو پر تطبیق  او په یاد ولایت کې د ګمرکي ادارې په رامنځته کیدو بحث او خبرې وکړې.

مالیې وزیر د زابل له والي څخه وغوښتل چې په بیلابیلو برخو کې د یاد ولایت اړوتیاوې او لومړیتوبه په ګوته کړي او له اړوندو ادارو څخه له تعقیب وروسته یې له مالیې وزارت سره شریک کړي تر څو د روان کال په ملي بودجه کې ورته مالي امکانات وکتل شي.

همدا راز مالیې وزیر د زابل والي ته  ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلوونکې کې به  یاد ولایت ته د انکشافي پروژو او اقتصادي وضعیت د څیړلو په موخه سفر وکړي.

د بیلابیلو ولایتونو له والیانو، قومي مخورو، ملي سوداګرو او ولایتي چارواکو سره له لیدنو څخه موخه د هغوی ستونزې معلومول او د حل له پاره یې لارې چارې پیدا کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *