پاکستان تر دغه نني حالته څنګه را ورسید؟ په بنسټیزه توګه د پاکستان د جوړیدلو موخه داوه چې د برطانوي هند د مسلمانو دپاره یو ځانته هیواد باید جوړ شې چیرته به چې دوي ځانته بیل ژوند ولري او د هندوانو له ظلم او زیاتې څخه به خوندي وی، دا خبره تر یو بریده کامیابه بریښې ولې بیا هم دغه هیواد د هند تر نیمایي هم د کمو مسلمانو دپاره جوړ شو، د شمالي هند د منځنې طبقې مسلمانانو چې دپاکستان په جوړولو کښې یې ونډه درلوده وروسته ځان له هغو مسلمانو سره یوځای ولید چې دپاکستان جوړیدلو ته یی چندان زړه نه ښه کاوه، ځېنې مسلمانان خو په ښکاره د اسلام په نامه دیوه هیواد دجوړونې مخالف وو.
د پاکستان له جوړیدني وروسته په لومړۍ لسیزه کښې د پاکستان سترمارشال ایوب خان چې له هغه وروسته دپاکستان صدر شو د پاکستان د نوي تشکیل هڅه پیل کړه،ایوب خان غوښتل چې عامه نظم پیاده کړی، لارښود جمهوریت او د ازاد بازار اقتصاد پر پښو ودروي،هغه کولای شوای چې په ضمنې توګه د سیاسي استحکام تر څنګ د ژر وده کوونکې اقتصادي چوکاټ رغونه منځ ته راوړي ولې دده دغه ټولي هڅي په ۱۹۶۵ کښې له هندوستان سره د یوه کوچني جنګ په پایله کښې په اوبو لاهو شوي، دده ځای ناستي دوهم پوځي جنرال یحی خان هم ونه کړل شول چې په هیواد کښې د مخ پر ودي انتشار مخه ونیسې، په دی حال کښې د ختیځ پاکستان (بنګلدیش) له لوري بغاوت پیل شو چې په ۱۹۷۱ کښې د هند په مرسته بنګال ازاد شو او زوړ پاکستان دوي ټوټې شو.
دپاکستان د نوي کولو دوهمه هڅه تر ډیر لږ وخت پوري غځیدلي پاته شوه، ددغه هڅې مشري د جادويي شخصیت څیښتن ذوالفقار علې بوټو په غاړه درلوده،هغه هڅه وکړه چې پوځي قوت تر خپل اختیار لاندی راولې، پاکستان په یوه اټومي قوت بدل کړی، د پاکستان دباندني او امنیتي پالیسیانې بدلې کړی،او د اسلام او سوسیالزم له ګډ تفکر څخه یوه اقتصادې تګلاره جوړه کړی، بوټو تر یحیې خان هم په ډیره بده توګه په خپل مقصد کښې ناکامه شو، بوټو د ضیاالحق د لاسه د دروغو په یوه قضیه کښې دلاس لرلو په تور په دار وځړول شو، ضیاالحق د چین او عربي نړۍ په مرسته او د امریکا د سرپرستي څخه په صرف نظر کولو سره دریمه هڅه وکړه چې په پاکستان کښې اسلامایزیشن را پیدا کړی او ژر تر ژره اتومي وسلې لاسته راوړي،د ضیا په وخت کښې د پاکستان زیاتې ښاري اداری او قضایي محکمې زیانمنې شوی، ضیا تر خپلو وړاندی تیر شویو زیات عیاره شخص وو، هغه خورا متعصبه او بنیادګر هم وو ولې هغه تر شا ډیر کلک جهاني ملاتړ درلود دغه ملاتړ ده ته د افغانستان د جهاد له کبله حاصل وو.
دضیا له مرګه وروسته له ۱۹۸۹ بیا تر ۱۹۹۹ پوری بینظیر بوټو او نواز شریف یو په بل پسی راغلل او غوښتل یې چې د جناح د افکارو سره سم یو معتدل پاکستان په وجود راوړی، په اصل کښې په ۱۹۹۰ کښې د پاکستان د ښاري او کلیوالي ژوند تر منځ توپیر مخ پر زیاتیدلو شو، په ۱۹۸۰ کښې د پاکستان د پرمختګ درجه ۶.۵ وه ولې دغه احصایه په ۱۹۹۰ کښې ۴.۶ ته را وغورځیدله.
بینظیره او نواز شریف د پوځي مداخلته پرته په حکومت کولو کښې ناکامه شول،د پاکستان پوځ انګیرله چې دهیواد د ژغورنې یواځینی ضمانت پوځ ورکولای شی او دا چې همدا پوځ دهند له لوري په متوجه خطراتو تر بل هر چا ښه پوهیږی او همدارنګه له امریکا، سعودی او چین سره ښه غوړه مالي هم دغه پاکستانې پوځ په ښه توګه کولای شی، ۱۹۹۰ کښې نواز شریف او بینظیره یوپه بل پسې څلور ځله راغلل ولاړل، په دغه دوران کښې مطبوعات د پاکستانې دولت له سانسوره ازاد کړل شول، همدارنګه د ازاد بازار د اقتصادي پالسی را منځ ته کولو هڅې وشوي، ولې له دی هر څه سره په پاکستان کښې د مخ پر زیاتیدونکی مذهبي بنیادګري او له تیرو دیرشو کلونو را پدیخوا د پاکستان د کمزورو پرزو د سره را یوځای کولو چاري سرته ونه رسیدی، په دوي دواړو کښې یو هم په دی کښې کامیاب نشو چې ملکي میدان له پوځه خالې کړی چې په دغه وخت کښې تر ټولټاکنو وړاندې د نتایجو د برابرلو او ترتیبولو په کار کښې پوځ دیوي پیچلې پرزی په توګه په کار بوخت وو.

بینظیري د تعلیم او تربیی په برخه کښې غوښتل چې سرمایه کاري وکړې ولې هیواد یې په دی ونه توانیده چې دغه چاره سرته ورسوي، نواز شریف بیا د پیریانې مکتبونو(هغه مکتبونه چې د کاغذ پر مخ موجود وو خو په حقیقت کښې یې وجود نه درلود) پر ضد په کمپاین کښې د پوځ مرستي ته اړ شو چې بینظیری دعوا درلوده چې ګواکې دی بیشمیره مکتبونه جوړ کړی دی او همدارنګه یو برنامه د پیریانې کمپیوټرانو هم وه چې ګواکې په کلیوالي سیمو کښې خلګو ته کمپیوټرونه ورکړل شوی دی چې په حقیقت کښې قیصه بل شې وه.

2 thoughts on “پاکستان په ۲۰۱۱ کال کښی/حليم شملزى”
  1. شملزی صیب، په اولو دوه پاراګرافونو کې مې تیږې ولیدې نو فکر مې وکړ چې یره قاب کې به دې وریژې نه وي. اول پاراګراف کې داسې جوړ کړه چې په هندوستان د مسلمانانو د واکمنۍ د مخنیوي له پاره د پاکستان په نامه منافقت خانه جوړه شوه او واک یې مستقیما د انګلیس تر واک لاندې د انګلیس ګوډاګیانو ته ورکول شو چې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ په شکل راڅرګند شول، که نه که همدا اوس یې هم وګورئ که ۱۸۰ میلیونه مسلمانان د پاکستان، څه باندې دوه سوه میلیونه د هندوستان او لږ تر لږه سل میلیونه د بنګله دیش مسلمانان سره یو ځای حالت کې وای کیدای شوای چې دغه شمېر څلور سوه میلیونو ته رسیدلي وای چې په هندوستان کې به په هندوانو پسې دویم لوی واک لرونکي وای. د دویم پاراګراف د لومړۍ کرښې ستر مارشال خو مونږ دی اورېدلی او هغه څاروی هم فیلډ مارشال وه چې تاسو یاد کړی دی..

  2. ګران احمد خانه دا زما خپله لیکنه نه بلکه د سټیفن پی کوهن کتاب دی چی ما ژباړلی دی، او دا ستا خبره واقعت لری چی ددیوبند علماوو لکه ننګ اسلاف مولانا حسین احمد مدنی، مولانا محمدمیا صاحب او مولانا ابوالکلام ازاد صاحب په دی اړوند لیکنی کړی دی او هغوي مقف درلود چی دپاکستان جوړونه د هند تقسیم نه بلکه د مسلمان ویش دی، انګریز هند له مسلمان نه نیولی وو او بیرته به یی مسلمان وکدار وو ولی انګریز او متعصبه هندوانو دغه پلان د پاکستان په جوړولو سره شنډ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *