تاند- کاناډا وايي، په راتلونکي میلادي کال کې ۳ لکه مهاجر مني خو دا هیواد تر ډېره بدمرغه مهاجر نه بلکې بختور هغه مني.

د کاناډا د حکومت د اعلان له مخې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې، چې دوې میاشتې ورته پاتې دي، نیمايي داسي کسان مني چې اقتصادي پناه غوښتونکي وي یعني په کاناډا کې پانګونه وکړي.

د کاناډا د مهاجرت وزیر جان مک کلم وايي«دا اقدام به په راتلونکې کې په کاناډا کې د مهاجرت له ودې سره مرسته وکړي. زما په نظر کاناډا ته د مهاجرو راتګ د نفوسو یوه مثبته پالیسي ده.»

کاناډا (۹ ملیونه ۹۸۴۶۷۰) کیلومتر مربع مساحت او (۳۶ ملیونه او ۲۸۶۴۲۵) نفوس لري.

3د دغه هیواد ډېری اوسېدونکي د نورو پرمختللیو هیوادونو په شان نه غواړي چې ماشومان پیدا کړي، او له بلې خوا یې خلک د افغانستان او نورو وروسته پاتې هیوادونو په شان په عادي ناروغیو نه مري نو له همدې کبله د دغه هیواد د زړو یا بوډاګانو شمېر کال په کال زیاتېږي. د بوډاګانو زیاتېدا له یوې خوا پر حکومت فشار راوړي چې زیاتو خلکو ته د تقاعد معاش ورکړی او له بلې خوا د کار لپاره ځوان ځواک کمېږي.

د کاناډا حکومت ته مشوره ورکړای شوې چې د کال څلور نیم لکه مهاجر ومني څو د کاناډا اړتیاوې پوره کړي.

د کاناډا د وګړو په سلو کې ۷۶ له توکمیز پلوه اروپایان، ۱۴ اسیایان، ۴ اعشاریه ۳ مختلط یا میکس، ۲ اعشاریه ۹ تورپوستي، او ۱ اعشاریه ۲ د لاتینې امریکا دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *