تاند- جرمني د سې شنبې په ورځ خپل داسي رېلګاډی نندارې ته وړاندې کړ چې د چاپېریال لپاره هیڅ (صفر) مضر مواد نه لري.

د دغه اورګاډي انرژي د اوبو بخار دی او ټاکل شوې ده چې په دغه هیواد کې د ۴ زره ډیزلي رېلګاډو ځای ونیسي.

د جرمني (Die Welt) ورځپاڼې د راپور له مخې د فرانسې الستوم (Alstom) کمپنۍ مخکې تر مخکې جرمني ته د ۱۴ دا ډول رېلګادو فرمایش ورکړی او ویلي یې دي چې که بریالي ول نور هم ترې اخلي.

هالنډ، ډنمارک او ناروې هم د دغه اورګاډي رانیولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

ټاکل شوې ده چې دا رېلګاډی د روان کال تر پای ته رسېدو وړاندې په دسمبر میاشت کې وازمویل شي.

دا اورګاډی لومړی پلا د سږ کال په اګست میاشت کې د برلین په (InnoTrans trade show) نندارتون کې وښودل شو او په پام کې ده چې په هایدروچن چلېدونکې د اوږده واټن لومړنۍ ترانسپورتي وسیله وي.

دا رېلګاډی په هر ساعت کې په ۸۷ مایله سرعت د ورځې ۵۰۰ مایله کچ کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *