افغان دیپلوماتان د پېښور په جېل کې له شربت ګلې سره

تاند- پاکستاني محکمې په ضمانت د شربت ګلې له خلاصون سره مخالفت وکړ.

شربت ګلې پر ځان لګېدلی تور رد کړ، ویې ویل چې پاکستانی اسناد یې په جعلکارۍ نه دي ترلاسه کړي بلکې ورکړای شوي دي.

څارنوال محسن دوړ وویل، محکمې نن د شربت ګلې د خوشي کېدو غوښتنه رد کړه، ویې ویل چې شربت ګلې داسي شواهد وړاندې نه کړای شول چې د دې پاکستاني تابعیت ثابت کړي.

دا په داسي حال کې ده چې شربت ګله وايي، د پاکستان تذکره په خپله پاکستانیانو ورکړې ده. که دا کار جرم وي، هماغه کسان دې محاکمه کړي چې دې ته یې پاکستاني اسناد ورکړي دي.

مدافع وکیلانو، لطیف اپریدي او مُبشیر نظر محکمې ته وویل، په داسي حال کې چې چا د شربت ګلې خلاف د پاکستاني اسنادو د لرلو په اړه شکایت نه دی کړی، ولي باید دا نیول شوی وای او بل دا چې نوموړې تیاري نیوله چې افغانستان ته لاړه شي.

دوی دغه راز وویل، د ایف آی اې یا د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې پولیسو بې له دې چې د چا د نیولو او کور ته د ننوتلو قانوني مراحل پوره کړي، د شربت ګلې کور ته ننوتي او هغه یې په غیرقانوني ډول نیولې ده.

له ټولو شواهدو داسي ښکاري چې پاکستان په سیاسي انګېزه شربت ګله، چې په نړۍ کې یې د افغانستان د مثبت تصویر له وړاندې کولو سره مرسته کړې، نیولې ده.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ژمنه کړې وه چې شربت ګله به په ضمانت خوشي کړي.

One thought on “پاکستانۍ محکمې په ضمانت د شربت ګلې له خلاصون سره مخالفت وکړ”
  1. یا الله پا کستان ته داسی جزا ورکړی چی د شربت ګلی له حاله خبر شی یا الله زمونږ نه یی حال بد تر کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *