زموږ په کلې کې په ژمې د هوا د سړښت درجه تر منفی ۱۵ پورې رسیږي. درې څلور میاشتې هوا داسې یخه وي چې ګرد سره لاس لا س په کې نه پیژني او نه په کې خوځیږي. بختوران هغوی دي چې اوړی یې دومره ګټلي او راټول کړي وي چې د ژمې دا سړې شپې ورځې یې ورباندې تودې او مړې تیرې شي. د کلیوالو ټوله سرګرمي او بوختیا دا وي چې یو ساعت پیتاوي ته راووځي او یاهم په جومات کې سرناست او دچا خبره  هواوې سره تلي او ګزوي او یوپربل پسې  له بیکارۍ د خبرو لامونه جوړوي. څوڅو وارې په ژمي کې په دغو هوایي خبرو باندې سرونه مات شوي دي، په وارو  وارو یې سره ویلي چې دخدای په کورکې به یوه او بل پسې پښې نه رالوڅوو اونه به د یوه اوبل غیبت سره کوو. خو چا داخبره منله ، یوه  دوې ورځې به چې تیرې شوې نو بیا به هم هغه خرک و او هم هغه درک.

ددې ټولو خبرو او ستونزو اصلي علت داو چې ټول به بیکاره ول او دبیکارۍ سر به په همدغو ستونزو باندې پای ته رسیده . کله کله به یوه نه یوه کلیوال  پرې راپیدا کړې ، یو څو تنه به پرهغو بوخت شول، هغو ته به بیا ملا صاحب بلا شو او ګوزارونه به یې پرې پیل کړل چې ګواکي دا کار ناروا او د شرعې خلاف کار دی باید ونه شي. دغې بدمرغۍ  یو لړ نورې ستونزې هم  په کلي کې را بوټولې وې چې هغه یې لا د ویلو وړ نه وې، پرهغو باندې به بیا ټولو خولې پټې نیولې وي. خو کله کله به دیوه یوه  له خولې پرهغو باندې تر ژبو لاندې هلته دلته یولړ خبرې اوریدل کیدې :

ـ  پلانی له پلانۍ سره او پلانۍ بله  پلاني سره …

په زړه پورې خو لا داوه چې دا جملې هیچا هم نه بشپړولې او همداسې به یې تر ژبو لاندې سره اړولې را اړولې .   زموږ کلی سره له دې چې کوچنی و ، خو هره ورځ به یوه نوې خبره یا پیښه  په کې  رامنځ ته کیده او یا به یې سره را پیدا کوله ، کله چې هوا یخه شي  واورې  و اوری، یوه بله ستونزه هم زموږ له کلیوالو سره وي ، هغه داچې په دغه ترینګلی موسم کې زیاتره لیوان اوپړانګان هم د کلیو پرخوا راکوزشي، په شپه او ورځ چې هرڅه په مخه ورځي نو بیا مخ نه ترې اړوي ، همداوجه ده چې ټول کلیوال دشپې له کلې څخه په وتلو کې له ځان سره  خورا  زیات فکر کوي .

زه  له کوچنیوالي نه دغه ټکي ته متوجه یم ، دشپې به چې سپیو پرله پسې غپل ، نو زما انا به زما دهرې شپې د کیسې په منځ کې یو نا څاپه د سپیو له پرله پسې غپا سره په کیسه کې و دریده  او وبه یې ویل :

–  نن بیا لکه چې د کلي شاوخواته لیوان  میوان راغلي دي !

له همدې کبله ان اوس هم چې کله د شپې سپي غاپي  زما فکر ته هم هغه خبره را غبرګه شي …

زموږ د کلي سپي  د دوو شیانو ډیر میړني وو ، یو داچې کله به یې دکلي په شاوخوا  کې کوم ګوډ او ړوند را ګیر کړ نو بیا به یې بي داغ او ډاړلو نه پریښود ، بل داچې دکوم لوړ با م سرته به وختل ، نو بیا به یې پرلیوه او پړانګ له پاسه داسې غوټې ور وهلې او داسې به پرې و ر پړزیدل چې تا به ویل او فکر به دي کاوه ، پړانګ یې تر ککره نیولی او ځان نه شي تر خلاصولای، یو وخت زما ښه په یاد  دي چې دیوه یې په ډیره غپا غپا کې پښه ښویدلې وه ، له بامه مخامخ د لیوانو په منځ کې ور لویدلي و، چې تر نن پورې یې بیا موږ په مړي او ژوندي باندې سم خبرنه شو، هغه سپي زموږ دکلي د سپیو په منځ کې د زمري نوم ګټلی و او زموږ کلیوالو به هم تل پر ده باندې دچا خبره حساب کاوه. خو د بي ځایه زور وهلو پرمهال یې دپښې ښویدو وښوده او کلیوال هم په دې باوري شول چې د ده په باب یې خوش باوري غلطه وه …

په هغه ورخ چې که پړانګانو  یالیوانو زموږ د کلي دغه نامی سپي والوزاوه ، په سهار وختی يې ټول کلیوال سره را وتلي وو او دایې سپینوله چې سپی لیوانو والوزاوه که پړانګانو ؟  ټول د واورې پر سر په پلونو پسې یوه خوا او بله خوا ګرزیدل، کله به یې چې یو پل ولید نو بیا به پرې را ټول شول، او تودې تبصري اونظریي به یې پرې ورکولې ا ویوه بل ته به یې ویل :

–  وګورئ داد پړانګ پل دی، دلیوانو خو هغه ته زور نه رسیده …

له بلې خوا به بل غږ را پورت کړ :

–  نه والله د غه لوی پل د زمري دی … د پړانګانو  کله پرهغه باندې زور رسیده …

یوازې تجربه کارو او  د پاخه عمر خاوندانو به دا خبره کوله :

ـ  دومره یې هم مه پړسوئ ، هرڅومره چې نامې هم وي ، سپي، سپي دی ، کوم د لړې لیوه ته یې پښه له لوړه ور وښویده  په ګوتو ورغي او وایي الوزاوه نوش جان …

په دغه خبره هم  په کلي کې لوی جنجال جوړ شو وای ، ځکه چې یوې ډلې خو داهم د ځان لپاره کسر شان بلله چې ووایې  د دوی سپي لیوانو خوړلي ، پړانګانو نه دی خوړلی …

د سپې دا ناڅاپي ټکه زموږ په کلي کې بیا یو بل غم شو، یو خو چا پورتنۍ نه منله لکه چې ومو ویل ، بل خوا نورو بیا دا نه منله ، کوم پلونه چې د کلي په شاوخو کې زموږ باتور؟ سپي  له تري تم کیدو سم ولیدل شول ، هغه هم زموږ دکلي دسپیو پلونه وو ، په هغوکې زیاتره پلونه چې د پړانګانو او لیوانو ګمان پرې کیده ، د کلي د هغو سپیو نوي پلونه وو چې له  ملا آذان څخه وروسته د کلي پرچا رچاپیر باندې په وړه او لویه کچه ښکاریدل، هغه پلونه چې د لیوانو او پړانګانو هغه یې پټ کړي ول!

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *