موږ لا کډوال و، خو هغه د خپل هیواد په لمن کي ژوند کاوه.

دلته حالا ګډوډ او نظام د یوې ډلي په لاس کي و.

مطبوعاتو دونده وده نه وه کړې، یوه راډیو، یوه ورځپاڼه او څو مجلې د یو نظام په ګټه خپرېدې.

ده به یوشمیر مضامین په همدغه رسنیو کي خپرول او یوڅه مضامین به يې له هیواد دباندي هم خپرول

د کندهار د نورو ځوانو شاعرانو او لیکوالانو مضامین به مي هم لوستل، خو دده په لیکنو او شعر کي یو ډول تاثیر نغښتی و.

په هغه وخت کي لا تنکی ځوان و، خو د شعر پر خیالي وزورونو يې لوړ الوت کاوه.

لیکني يې ترده په عمر پخې او د لوړي مطالعې پر مراندو ولاړي وې.

د لیکنو او شعر لوستلو يې دده لیدولو ته لیوال کړم.

یوه ورځ راغله، چي په بینوا فرهنګي ټولنه کي ولید.

د یوشمیر ځوانو قلموالو په خلاف ډیر خاکسار، خنديه رویه او د ورین تندي خاوند و.

د اوږې عادي پټو او سرې بلوڅۍ يې له ساده اړولو وریښتانو سره ځانګړی خوند کاوه.

په یوځل لیدولو او معرفت مو شناخت سو.

د کندهارښار په زړه کي د خاد کوڅه ډیره مشهوره ده.

ده په دغه کوڅه کي موسی خان جامع ته مخامخ د خطاطۍ کوچني دوکان درلود.

هر وخت، چي به پردغه لار تېریدم، نو یوڅو ګړیه به مو په خندا مجلس سره کاوه .

ګوتي اود کار کالی به يې په رنګونو لړلي وو.

د اطلاعات کلتور ریاست ته راتلی، په مشاعرو او ادبي ناستو کي به يې ګډون کاوه .

چي وبه پوښتل سو، خورا ښه نظر او ځوابونه يې ویل.

لیکني او شعرونه به يې راکول، موږ به په طلوع افغان ورځپاڼه کي ورته خپرول.

هغه مهال زه د ددغي ورځپاڼي مرستیال وم .

دا ۱۳۸۱ هجري لمریز کال و.

یوه ورځ مي د ځوانو شاعرانو د مرکو په لړ کي هیله ورڅخه وکړه سمدستي مرکې ته چمتو سو.

په هغه وخت کي لا داسي کمپيوټري کیمرې زموږ سره نه وې او ډیره هڅه مو کول، چي له مرکه سوې کس څخه دده عکس وغواړو.

ده هم خپل عکس راوړ، له کمپیوټر سره نژدې يې د خپلي لیکلي مرکې سره راته کښېښود، مګر نه پوهیږم چي څنګه هغه عکس راڅخه ورک سو.

مرکه کمپوز سوه ، خو دده عکس ژوندی ژړانده ورک سو او سهار مو مرکه بیله عکسه خپره کړه، خو ده څه ونه ویل، چي « هغه زما عکس مو ولي نه دی خپور کړی؟ »

نژدې یوکال مي په طلوع افغان ورځپاڼه کي دنده سرته ورسول بیا همدلته په کندهار کي لومړنۍ خپلواکي راډیو، چي هغه وخت مو «افغان ازاده» بلل تقریبا شپږکاله کاروکړ.

اوس یاده راډیو ټلویزیون هم لري اودواړه د «هیواد راډیو ټلویزیون» په نامه خپروني کوي.

هغه مهال د نورو خپرونو ترڅنګ یوه ادبي خپرونه «شپه، شپون او شپېلۍ» یوه سیاسي خپرونه « ګردی مېز» او  د«تاریخي ابدات» خپروني ماته سپارل سوي وې.

هر وخت، چي به د یادو خپرونو لپاره د مرکو له کمښت سره مخ سوم، نو دغه ځوان قلموال ته به ورتلم ، نو تاسي باور وکړی، د دوی معلومات به د هغه خپروني مهمه برخه وه.

نوموړی د خطاطۍ ترڅنګ د بېنوا فرهنګي ټولني لخوا د خپرېدونکي دوې میاشتنۍ مجلې «ښکلا» مسؤل مدیرو.

د دوی په وخت کي یادي مجلې د هیواد په کچه خورا محبوبیت درلود او په لوړ تیراژ خپریده.

د دوی د شعر ویلو او مقالې لوستلو انداز ځانګړی خوند درلود او په مجلس کي ناست کسان به ورته حیران پاته وو.

زموږ دغه ځوان د خپل خدای ورکړي استعداد پربنسټ د کندهاري فرهنګیانو لخوا د اطلاعات کلتور ریاست ته غوره سو.

د ریاست پرمهال يې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ په لسهاوو د لیکوالانو او شاعرانو ناچاپ اثار په ښه صحافت د چاپ او خپرېدو تر پولي ورسول.

له څه مودې وروسته د کندهار ولایت مقام مرستیال وټاکل سو.

په عمر کم او په استعداد پوخ ځوان تر ریاست د ولایت په مرستیالۍ کي لاهم ښه وځلیدی.

اکثره ولسوالیو ته به يې سفرونه کول او له خلکو سره داسي ږغیږیدی، لکه د هغې سیمي اوسیدونکی، چی وي.

پتیال په لږ وخت کي د پرمختګ ډېر اوږد سفر طی کړ.

عبدالقدیم پتیال لوړ جرائت، د ژبي فصاحت او ښه رنګیني ځوانۍ نورهم د همزولو او سیالانو ترمنځ مخته کړی و.

د دې دومره ښېګڼو ترڅنګ د پوهي تږی و او تررسمیاتو وروسته به کندهار پوهنتون ته د رسمي زده کړو لپاره تلی.

شپه يې پوره وه، دوه کاله ترمخه د پوهنتون په ټولګي کي د استاد درس ویلو ته غوږ و، چي ناببره د توپنچې ټکان پر وسول او ځای پرځای يې د شهادت جام نوش کړ.

پتیال یوازي  مور، پلار، میرمن، اولادونه ،ورڼه، خویندو او نورو خپلوان غمجن نه کړل، بلکي ټول کندهار او افغان فرهنګي کهول يې د غم پر ټغر کښېناوی.

له پتیال څخه دوه اولادونه او یوڅو چاپ سوي کتابونه، چي یوه شعری ټولګه ، یو ناول ، یو څېړنیز اثر او په سلهاوو خورې ورې مقالې ځیني پاته دي.

پتیال ولاړی، خو موږ يې د تل لپاره پر زړه خوږمن کړو.

۰۱ ـ نومبرـ ۲۰۱۶

محمدابراهیم سپېڅلی، کندهارښار، چوڼۍ

یادونه: د ځوانیمرګ شاعر اولیکوال عبدالقدیم ددوهم تلین په مناسبت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *