تاند- د سي اې ایف مرستندویې ټولنې له یوې څېړنې سره سم، د نړۍ د دوو جنګ ځپیلو هیوادونو یعني عراق او سوریې او دغه راز برما یا میانمار خلک تر ټولو سخیان دي.

دې ټولنې دا نتیجه له پردیو سره د مرستې، بېوزلو او سوالګرو ته د پیسو د ورکړې او د خپلې خوښې د کار پر اساس اخیستې ده.

د دې ټولنې په څېړنه کې جوته شوې ده چې د عراق او لیبیا په هرو ۱۰ تنو کې ۸ له پردو سره مرسته کړې او په میانمار کې په سلو کې ۹۱ خلکو کومک کړی دی.

سي اې ایف هر کال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د خپلو څېړنو د پایلې راپور خپروي.

دا ټولنه وايي، د امریکا متحد ایالتونه، چې تر ټولو له بېوزلو هیوادونو سره زیاته مرسته کوي او په خورا سخاوت مشهور دي، په هرو ۱۰۰ تنو کې ۷۳ تنو پردیو، بېوزلو او خیریه موسسو ته پیسې ورکړي دي.

د میانمار په اړه په څېړنه کې ویل شوي چې تر ۱۵ کلونو مشرو میانماریانو نسبت نورو ته په رضاکارو فعالیتونو کې زیاته برخه اخیستې ده.

د اروپایانو په منځ کې بریتانیایان زیات سخاوتمند ښودل شوي. د متحده عربي اماراتو خلک په منځني ختیځ کې بې ساري بلل شوي، په افریقا کې د کینیا او په جنوبي امریکا کې د ګواتمالا وګړي نسبت نورو ته خلاص لاس لري.

خو د نړۍ په ۱۴۰ هیوادونو کې تر ټولو خسیس چینایان بلل شوي

One thought on “د نړۍ تر ټولو سخي خلک چیري دي؟”
  1. Salamonah;
    Amrikayan aw Inglisaan xo be-maqsada cha sara mrasta na-kawi. Scottlandyan de dunya baxiltareen xalk diey!.
    Afghanan phikr kawim tr ttolo dder MILMAPAAL diey , magar A`rabano ; Parsiyano ; & Pokistanyano le dae xa xawas saxa sui-e istefadeh wakrrh misal yi Shinwaro aw Xogyanno ki…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *