د فلیپین ولسمشر رادریګو دوتیرتې

تاند- د فلیپین ولسمشر، چې تازه یې له ښکنځلو او بد ویلو توبه ایستلې وه، بیا ښکنځلې وکړې.

د فلیپین ولسمشر رادریګو دوتیرتې نن /چهارشنبه/ امریکايی چارواکي احمقه او بیزوګان وبلل ځکه چې پر فلیپین یې د ۲۶ زره میله وسلو له خرڅولو ډډه کړې ده.

دوتیرتې وویل، چا چې پر فلیپین د وسلو د خرڅلاو مخه نیولې، احمق او ښادو دی.

د فلیپین ولسمشر د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له جاپان څخه تر راستنېدو وروسته وویل، خدای پاک په الوتکه کې ورسره خبرې کړي دي.

ده وویل«په الوتکه کې مې شاوخوا ناست کسان ویده ول چې یو ږغ مې واورېد، راته ویې ویل: که دې ښکنخلې بس نه کړې، دا الوتکه غورځوم.»

ده زیاته کړه«کله چې مې ورته وویل، له ما سره خبرې کوئ، هغه وویل هو خدای یم تا ته وایم.»

د فلیپین ولسمشر همداراز وویل چې له خدای پاک سره یې ژمنه وکړه چې نور به ښکنځلي نه کوي.

«له خدای پاک سره زما ژمنه د فلیپین له خلکو سره ژمنه ده.»

د فلیپین ولسمشر تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول د بېلابېلو هیوادونو مشرانو ته سپکې سپورې ویلي دي.

One thought on “د فلیپین ولسمشر توبه ماته کړه”
  1. ما خو توبه وکړه که زړه هم راسره مل شی««»»عشق دۍ چی همیش په توبه باندی یرغل شی. او د عادت پریښودل مرض شی، او بله دا چی وایی: توبه د لیوه لپاره مرګ دۍ! نو څه پوه شوۍ؟!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *