د پوهنتونو او ښوونځيو د درسي کيفيت او ارزونې په برخه کې به ځآنګړي اقدامات تر سره کړي. |
دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د الفلاح خصوصي پوهنتون د درېيمې دورې محصلينو فراغت غونډې پر مهال وکړې. دغه غونډه، چې د لړم په ۱۲مه شيرزي لوبغالي کې تر سره شوه پکې د سلاکار وزير او ننګرهار والي سربيره د ايران قونسل، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، د الفلاح او ننګرهار پوهنتونو مسولينو او استادانو او د محصلينو والدينو او دوستانو برخه لرله. سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل فارغو محصلينو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ لارښوونه وکړه، چې له خپلې زده کړې څخه سالمه ګټه پورته او هېواد او خلکو ته په صداقت سره خدمت وکړي. نوموړي محصلينو ته سپارښتنه وکړه، چې پر ليسانس کولو بسنه ونه کړي او تر دې نورې لوړې زده کړې هم وکړي. ده د ټولو خصوصي پوهنتونو پر مسئولينو غږ وکړ، چې سالم رقابت وکړي او ځوانانو ته د پرمختګ لپاره لا زمينه برابره کړي. هغه وويل، چې د ښوونځيو او پوهنتونو تدريسي بهير ته به ځانګړې پاملرنه وکړي او د پوهنتونونو د ارزونې او درسي کيفيت څارلو په برخه کې به ځانګړي اقدامات تر سره کړي. د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکتر سيد معشوق سادات وويل، چې په درېيمه دوره کې يې له څلورو پوهنځيو انجينري، اقتصاد، حقوق او ژورناليزم پوهنځيو څخه څلور سوه تنه فارغ او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کړل. معشوق وويل، چې تر دې وړاندې يو زر او څلور ديرش تنه د پنځو پوهنځيو څخه فارغ کړي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندي کړي دي. نوموړي وويل، چې د معياري تدريس، ښه کيفيت او لوړو زده کړو وزارت تر ارزونې وروسته الفلاح د پوهنتون کچې ته لوړ شو. هغه وويل، چې اوسمهال په الفلاح پوهنتون کې درې سوه استادان او مامورين په دنده او زرګونه محصلين په زده کړو بوخت دي، چې د پراخه ځای نه شتون له امله ستونزو سره مخ دي. ده له ننګرهار والي څخه يې غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون ودانۍ جوړولو لپاره ورته د قانون له مخې ځمکه په واک کې ورکړي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي انجينر سيد اکرام له فارغو ځوانانو وغوښتل، چې د خپلو والدينو درناوی او د خپلې خاورې خدمت وکړي. نوموړي پر ټولو شتمنو خلکو غږ وکړ، چې ځوانانو ته د لوړو زده کړو په برابرولو کې مرسته وکړي. د ولایتي شورا منشي ډاکتر لعل محمد دراني په ملي شورا کې د ننګرهار پر استازو نيوکه وکړه، چې په مرکز کې يې د ولسونو پر سر معاملې کوي او ننګرهار ځوانانو ته يې د لوړو زده کړو په برخه کې هيڅ ډول خدمت ندی کړی. په پای کې د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او ور سره مسؤلينو له لوري په څلور سوه تنو فارغو محصلينو تصديق پاڼې وويشل شوې. د يادونې وړ ده، چې الفلاح پوهنتون په ۲۰۱۱ کال کې رامنځته شو او تر دې دمه يې په دريو دورو کې ۱۴۳۵ تنه له ژورناليزم، انجينري، اقتصاد، حقوق او شريعاتو پوهنځيو څخه فارغ او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندي کړي دي. |
په ننګرهار کې له شپږ څلوېښت داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه. |
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزی وايي:له اچين،کوټ ،چپرهار او سره رود ولسواليو څخه له را بې ځايه شويو شپږڅلوېښتو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه. فقيرزی وايي:هره کورنۍ له څوارلس زره افغانيو نغدي مرستې برخمنه شوه ،چې دوه کورنيو ته له نغدي مرستې سربېره دسرپناه دستونزې دحل په موخه يوه – يوه خېمه هم ورکړل شوه. د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئيس زياتوي په روان لمريزکال کې دوی ته يوولس زره کورنۍ عارض شوي ،چې نږدې نيمايي برخه يې پچيراګام ولسوالۍ بې ځايه شوي جوړوي. نوموړی وايي:له يادو يوولس زرو شپږ زرو سره يې نغدي او خوراکي توکو مرستې ترسره شوي. دی وايي: سروې يې په بېلابېلو سيموکې روانې دي، څوټولې داخلي بې ځايه شوې کورنۍ سروې او ورته لازمې مرستې برابرې کړی. |
د پنځو ولسوالیو یو شمېر جګړه ځپلو کورنیو سره د غواګانو مرسته وشوه. |
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ادارې په هلو ځلو او د یو این مکي ادارې په مالي مرسته د پنځه ولسوالیو پنځو جګړه ځپلو کورنیو سره د یوې ـ یوې غوا مرسته وشوه. د یادې ادارې رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي یادې غواګانې د دولس زره امریکایي ډالرو په لګښت پېرل شوې وې،چې ورسره د درې میاشتو خوراکه هم ورکړل شوه . |
د ماشوم ساتنې تر سرلیک لاندې پیل شوی دوه ورځنی ورکشاپ نن پای ته رسیږي . |
د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د ماشومانو تر سرلیک لاندې تېره ورځ پیل شوی دوه ورځنی ورکشاپ به نن پای ته ورسیږي. د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالحکيم شيرزاد وايي: پدغه ورکشاپ کې پنځوس تنه رضاکاره نارينه او ميرمنې ګډون لري ، چې د يونيسف ادارې په مالي همکارۍ ورته دماشوم ساتنې او روزنې په اړه معلومات ورکول کیږي . نوموړي زياته کړه دغه روزل شوي کسان به په ټولنه کې په رضاکاره توګه زده کړي معلومات نورو وګړو سره شريکوي ، چې پرمټ به يې ماشومان له شاقه کارونو وژغورل شي او زده کړې ته به وهڅيږي |
په ننګرهار کې لسګونه ځوانانو د يوه کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه ، چې د فساد او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ به سولې ټينګښت ته کار وکړي. |
د سولې پروسې ګړنديتوب ، د نشه يي توکو استعمال مخنيوي او د امنيت په ټينګښت کې د ځوانانو ونډې تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګڼ شمېر ځوانانو او د يو شمېر بېلا بېلو ادارو مسوولينو ګډون کړی و. راټولو شويو ځوانانو ژمنه وکړه ، چې د فساد او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ به سولې ټينګښت ته کار وکړي. جوړ شوي کنفرانس ته د ځوانانو چارو معين کمال سادات د ټليفون له لارې خپله وينا واوروله . سادات په ځوانانو غږ وکړ ،چې د سولې پروسې پياوړتيا ته کار وکړي ، د فساد او نشه يي توکو استعمال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل راليږل شوی پيغام د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم ولوست . د ننګرهار والي په پيغام کې ځوانانو ته ډاډ ورکړل شوی و ،چې ددې ولايت د ځوانانو پرمختګ لپاره به په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي. په دغه پيغام کې هم له ځوانانو غوښتل شوي و ، چې د فساد مخنيوي او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي. په جوړ شوي کنفرانس کې د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني، د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم ، د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي،د ننګرهار پوهنتون استاد عبدالطيف مل شينواري ، مدني فعالانو عبدالرحمن معاون ، عزيز خوږياڼي او يو شمېر نورو په ځوانانو غږ وکړ ،چې خپل ځانونه د علم په ګاڼه سمبال کړي او د هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. د ځوانانو چارو معينيت د هماهنګۍ د برنامو امر مطع الرحمن کريمي ژمنه وکړه ،چې د ځوانانو د پرمختګ په موخه دوی ته تعليمي برنامې زياتې کړي. |
د ښاروالۍ منسوبینو هم د شفافیت په موخه خپله لایحه د مراجعینو لپاره پخپل دفتر کې وځړوله . |
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عایداتي ادارو مسؤلینو سره د ناستې پر مهال لارښوونه کړې وه،چې د شفافیت او فساد د مخنیوي په موخه مراجعینو ته خپلې لایحې د دفترونو مخې ته وځړوي. د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلینو هم تېره ورځ د خپلو دفترونو مخې ته خپلې لایحې د فساد د مخنیوي او شفافیت لپاره د مراجعینو لپاره وځړولې . تر دې وړاندې د ګمرک او ترافیکو ادارې هم خپلې لایحې د خپلو دفترونو مخې ته ځړولې وې . |
ټولې ادارې په قانوني کړنو کې خپلواکه؛ خو د چارو د ښه ترسره کیدو په موخه مسؤلینو ته د جدي همغږۍ لارښوو نه وشوه . |
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عدلیي او قضایي ارګانونو د همغږۍ په غونډه کې ټولو منسوبینو ته د چارو د ښه ترسره کیدو په موخه د جدي همغږۍ لارښوونه وکړه،خو ډاډ یې ورکړ،چې ټولې ادارې په قانوني کړنو کې په بشپړ ډول خپلواکه دي . د عدلیي او قضایي ارګانونو د همغږۍ میاشتنۍ غونډه چې د لړم په ۱۲مه د استیناف محکمه کې جوړه شوې وه، چې په کې د یادې ادارې د رئیس قضاوتمند عبدالوالي قاضي زاده او د بېلابېلو څانګو مسؤلینو سربېره، سلاکار وزیر او ننګرهار والي،امنیه قوماندان، ولایتي شورا غړې او د ګڼو نورو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و. د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتمندعبدالولي قاضي زاده وویل، عدليي او قضايي ارګانونه د خلکو د حقوقو ترلاسه کولو يوازينۍ مرجعه ده، نو له همدې امله باید اړونده ارګانونه ورسره خپله همکاري لا زياته کړي . په دغه غونډه کې د قضاتو د کورني او بهرني امنيت ټېنګښت ، د روږدو مجرمینو د درملنې او دوسیو د څېړنې ستونزې، برېښنا او نوي جوړ شوي عصري سیسټم ته د قضیو د داخلیدو ، عدلي او قضايي ارګانونو سره د کاري اړيکو ټېنګښت ، د سپین جومات د چارو بیا پيل کیدو،بهسودو پل دواړو لارو د ځمکو او يو شمېر نورو موضوعاتو اړوند بحثونه وشول . دغه راز د (قضيو ثبتول په ډېټابېس کې ) موضوع هم تربحث لاندې ونيول شوه او د سپين جومات په شوي قرارداد ،چې د مسولينو په وينا قانوني اسناد يې شتون نه لري خبرې وشوې . د ننګرهار استيناف محکمې مسولين وايي ، د سپين جومات حقوقي موضوع استيناف محکمې ته نه ده استول شوې او جزايې بخش موضوع يې د څارنوالۍ له لورې د روانې په مياشتې په درېمه نېټه د استيناف محکمې اړوند ابتدايه محکمې ته سپارل شوې، چې په وينايي په قانوني موده کې به وڅېړل شي. همدارنګه په غونډه کې په جلال اباد ښار کې د شته ښارګوټو د قانوني اسنادو ،وثايقو او اسنادو د ثبت په برخه کې هم د شته ستونزو يادونه وشوه. دغه راز يو شمېر نور موضوعات هم تر بحث لاندې ونيول شول ، چې په ځېنو کې يې د رايو په يوالي سره لازمې پرېکړې ،لارښوونې او ژمنې وشوې . سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قضایي او عدلیي ارګانونو د همغږۍ غونډې د جوړېدو له امله خوښي ښکاره کړه او ټینګار یې وکړ،چې راتلوونکې غونډه کې به ټول ګډونوال حاضر ووسیږي . نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې ټولې ادارې په قانوني چارو کې خپلواکه دي،خو د چارو د ښه والې په موخه یې د ولایت مقام په مشرۍ د ټولو ادارو ترمنځ د جدي همغږۍ د رامنځته کېدو لارښوونه وکړه . هغه ډاډ ورکړ،چې د یو شمېر ښارګوټو ستونزه به ډیر ژر د ځمکو خپلواکې ادارې سره تعقیب کړي،همدا راز یې امنیتي منسوبینو ته د قضاوو د هر ډول امنیت ساتلو لارښوونه وکړه . ننګرهار والي ټینګار وکړ،چې د سپين جومات ستونزه دې د روانې میاشتې تر وروستیو پورې حل شي ترڅو له اوږده ځنډ وروسته یې یو ځل بیا چارې پيل شي . همدا راز یې د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې د بهسودو نوي پل اړونده دواړه لورې د سړک لپاره په نښه شوې سیمې په چارو بشپړیدو کې هم ولایت مقام سره همکاري وکړي . د دغه غونډې په ترڅ کې امنیه قوماندان سیدګل اقا روحاني، جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال، د بند خونې مدیر میرحضرت ستانکزي او یو شمېر نورو مسؤلینو پخپلو برخو کې ستونزې شریکې او یو شمیر نورو کې د حل ژمنه وکړه . |
ننګرهار والي د پچير اګام ولسوالۍ پاتې بې ځايه شوو کورنيو ته د مرستو رسولو لارښوونه وکړه. |
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اضطرار کمېټې په فوق العاده غونډه کې د ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پچير اګام پاتې بې ځايه شوو کورنيو ته مرستې ورسوي. نوموړي د اضطرار کمېټې غړو څخه مننه وکړه، چې ولایت مقام سره اوږه په اوږه يې د طبيعي پېښو او جګړه ځپلو خلکو سره مرستې کوي. د امنيت شورا غړي او په هېواد کې د اضطرار کمېټې د همغږۍ مسئول ډاکتر فريد ماموندزي د ننګرهار ولايتي ادارې او اضطرار کمېټې پر فعاليتونو خوښي څرګنده کړه، چې د اچين، کوټ، هسکې مېنې او پچير اګام جګړه ځپلو او بې ځايه شوو کورنيو ته يې په خپل وخت مرستې رسولي دي. مامندزي وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د هېواد په داخل کې يو سل او درې زره کورنۍ بې ځايه شوي دي، چې د داخلي بې ځايه شوو او نورو کډوالو لپاره يې له نړيوالو مرستندویه ادارو څخه د يوسل او څلور پنځوس ميليونو ډالرو مرستې غوښتنه کړېده. نوموړي وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه داده؛ ترڅو معلومه کړي، چې په دغه ولايت کې څومره مرسته ويشل شوې او څومره نورې مرستې ته اړتيا ده. پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رئيس عبدالبصير سباوون وويل، چې په تورخم کې د بېرته را ستنيدونکو غير را جستر شوو کډوالو لپاره د مرستې په موخه بانکي اکاونټ پرانیسته، چې په منظم ډول به غير راجستر شوو کډوالو ته مرستې ترې ورکول کيږي. د کډوالو چارو رئيس غلام حیدر فقیرزي وویل، چې د پچير اګام څلور زره او لس بې ځایه شوو کورنيو دوی ته عرضپاڼې ورکړي، چې د يادې ادارې د سروې له مخې دوه زره او يو شپيته کورنۍ مستحقې ګڼل شويدي. ده وويل، چې ۵۹۹ کورنيو ته يې مرسته وېشلې او پاتې نورو کورنيو ته به هم په نوبت سره مرستې ورکړل شي. د اضطرار کمېټې رئيس وويل، چې په ګودامونو کې کافي خوراکي او غير خوراکي توکي لري او د منظمې سروې وروسته په نوبت سره ټولو بې ځايه شوو کورنيو ته مرستې ورسوي. |
سلاکار وزیر او ننګرهار والي د مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د چارو د ښه والې په موخه د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز جوړ کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۱۲مه د دغه ولایت د بېلابېلو مدني ټولنو مسؤلینو او غړو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې ټولې مدني ټولنې د همغږۍ مرکز پرانیزي او د ټاکنو له لارې دې د دغه مرکز مشر او غړي وټاکي .
د دغه لیدنې پر مهال د مدني ټولنو غړو د مرکز او ولسوالیو امنیتي وضعیت د ښه والې، په ادارو کې د سالمو اصلاحاتو د رامنځته کولو، سپین جومات چارو د پيل کیدو، ټولو لارو د پرانستلو، په ټولو د یو ډول قانون او عدالت پلې کولو،ښاري نظم برابرولو،تازه را ستنې شوو کورنیو او یو شمېر نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه .
دوی همدا راز د امنیت د تامین او امنیتي منسوبینو سره د مرستې په توګه په ښاري کوڅو کې د قانون په چوکاټ کې د څوکیدارانو د ګمارلو ژمنه هم وکړه او وړاندیز یې وکړ،چې په دغه برخه کې دې ولایتي اداره ورسره وروستی نظر څرګند کړي .
مدني فعالانو د ننګرهار پوهنتون کې کې د قومي، نژادي او نورو ډلو د شتون له حرکتونو څخه هم خبر ورکړ او د دې ترڅنګ یې د پوهنې په اداره کې د اساسي او ځآنګړو اصلاحاتو غوښتنه وکړه .
دوی د معلولینو د ښارګوټې ستونزه د حل ترڅنګ غوښتنه وکړه،چې د هغه کسانو مخنیوی وکړي،ترڅو په نظام کې د دندې پر مهال د نظام تخریب کوي.
مدني فعالانو د سلاکار وزیر او ننګرهار والي له لورې ترسره شوي وروستي فعالیتونه هم وستایل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مدني ټولنو ټولو مسؤلینو او غړو څخه مننه وکړه،چې نوموړي ته یې په ګڼ شمېر برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ .
نوموړي زیاته کړه، د سپين جومات او ګڼ شمېر نورو ستونزو حل یې د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې نیولي او ډاډ یې څرګند کړ،چې د ولسونو، مخورو، ځوانانو، علماؤ کرامو او نورو په همکارۍ به ستونزو ته د حل لارې چارې موندل کیږي .
هغه د مدني ټولنو د چارو د ښه والې په موخه غوښتنه وکړه،چې د دغه ټولنو د همغږۍ مرکز دي جوړ شي او د ټاکنو له لارې دې ورته د رهبرۍ غړي وټاکل شي،ترڅو په ښه توګه د ادارو سره د کړنو پر مهال همغږي هم ترسره شي.
هغه د مدني ټولنو ترڅنګ د ولسونو څخه غوښتنه وکړه،چې په نیمګړو کارونو یې هر مهال د اصلاح په موخه سالم انتقادونه وکړي،ترڅو په ګډه د دغه ولایت ستونزو ته د حل لارې وموندل شي .
د جمهور رئیس د ځآنګړې لورینې له مخې د پچیراګام ولسوالۍ وروستیو پېښو شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو دولس شهیدانو کورنیو او اته دیرش ټپيانو سره د جمهور رئیس د ځآنګړې لورینې له مخې درې میلیونه او سل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه .
د دغه مرستې د ورکړې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي، د ولسمشر ستر سلاکار، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ رئیس، د سولې ولایتي کمیټې مشر او د پچیراګام ولسوالۍ د وروستیو پېښو شهیدانو کورنیو او ټپیانو ګډون درلود .
مسؤلینو د شهیدانو کورنیو ته لومړی د فاتحې مراسم ترسره کړل،شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولسمشر څخه د دغه ولایت د ولسونو په استازیتوب مننه وکړه،چې هر مهال یې د پچیراګام ولسوالۍ وروستی وضعیت له نږدې څځه تعقیبولو او د حل په موخه یې مسؤلینو ته د لازم اجراتو امر وکړ.
هغه ډاډ څرګند کړ،چې د پچیراګام ولسوالۍ وروستی وضعیت به ډیر ژر په مثبت لورې بدل او په یاده ولسوالۍ کې به د داعش وسله وال ډله په ښه توګه وځپل شي .
د ولسمشر ستر سلاکار او د یاد پلاوي مشر مولوی قمرالدین شینواري د ولسمشر د تسلیت او غمشریکۍ مراتب د ننګرهار ولسونو په ځانګړي ډول د پچیراګام غمځپلو کورنیو سره شریک کړل.
هغه زیاته کړه، جمهور رئیس د ځآنګړې لورینې له مخې د ننګرهار ولایت مقام سره په همغږۍ د پچیراګام ولسوالۍ د وروستیو پېښو ۱۲ شهیدانو کورنیو ته سل، سل زره او اته دیرش ټپیان سره پنځوس،پنځوس زره افغانۍ مرسته وکړه .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ رئیس عبدالمقتدر ناصري په بشري او امنيتي برخه کې دولايتي ادارې هڅې وستايلې.
د دغه مرستې پر مهال مسؤلینو ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو د قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره نورې مرستې هم ترسره شي .