د هسپانیا ستره محکمه او په کابل کې د دغه هیواد سفیر ایمیلو دي اګریدا

تاند- د هسپانیا د سترې محکمې یوه قاضي پرون /چهارشنبه/ موافقه وکړه په افغانستان کې د هسپانیا د سفیر د بې غورۍ د تور په اړه تحقیقات وکړي.

پر سفیر تور دی چې تېر کال یې په کابل کې د هسپانیا پر سفارت د طالبانو تر حملې وړاندې امنیتي اندېښنې جدي نه وې ګڼلې.

د طالبانو په حمله کې دوه هسپانیايي پولیس ووژل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې د یوه وژل شوي پولیس کونډې او ۷ ټپي شویو پولیسو په کابل کې د هسپانیا سفیر (ایمیلو دي اګریدا) او د نوموړي پخوانی مرستیال (اوریل سولا پاردیل) د امنیتي ترتیباتو په نه غوره کولو تورن کړي دي.

په مادرید کې د سترې محکمې قاضي (سانتیاګو پیدراز) پرون /چهارشنبه/ په محکمه کې د دغو تورونو د څېړلو پرېکړه وکړه.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دا وزارت او دواړه تورن شوي دیپلوماتان یې تیار دي چې د حقایقو په څرګندېدو کې له محکمې سره همکاري وکړي.

د ۲۰۱۵ م کال په دسمبر کې وسله والو طالبانو په کابل کې د هسپانیا له سفارت سره دېوال په دېوال پر یوه مېلمستون حمله وکړه، دوه هسپانیايي ساتونکي او څلور افغان پولیس یې ووژل او ۷ نور هسپانیايي پولیس یې ژوبل کړل.

د وژل شوي پولیس کونډه او ۷ ټپیان شوي پولیس وايي، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او دوه دیپلوماتان (سفیر او مرستیال یې) په ۲۰۰۸ م کال د سفارت له جوړېدو لږ وروسته پوی شول چې امنیت یې ښه نه دی خو سفیر هیڅکله د دې نیمګړتیا د لېري کولو لپاره اقدام ونه کړ.

پر سفیر او مرستیال یې دا تور هم پوري شوی چې تر حملې مخکې د هماغې ورځې په سهار د فراسنې استخباراتو پر سفارت د حملې د خطر په باب خبرداری ورکړی و نو پکار وه چې فوق العاده امنیتي ترتیبات یې نیولي وای مګر ده داسي ونه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *