ولسمشر غني په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې یو ټیم یې ګومارلی چې په دې اړه بشبړې څېړنې وکړي.
ولسمشر غني په عین حال کې د دولت مخالفان، چې ده د هیواد دښمنان بللي، د دې پېښې په خاطر ملامت کړي لاو ویلي یې دي چې دوی له عامو خلکو څخه د ډال په توګه کار اخیستی دی. (تفصیل)
ازادي رادیو: د افغانستان سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار د ارزګان ولایتي شورا او د سرې میاشتې ټولنه له وسلهوالو طالبانو سره په همکاري تورنوي او وايي چې دوی غواړي د وسلهوالو طالبانو تلفات پټ وساتي او په همدې ډول زموږ د سرتېرو مورال ضعیف کړي.
د ارزګان ولایتي شورا تورن جنرال داود شاه وفادار په کمزوري مدیرت تورنوي.
په فاریاب ولایت کې پرون پر یوه واده د راکټ د لګېدو له کبله لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي. (تفصیل)
بي بي سي: د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ ترلږه اته افغانان پرته له کوم سنده، په تېروتنې، د نا سمې ژباړې او یا هم د ځورونې پرمهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.
ارګ د وزیرانو د استیضاح په اړه د ولسي جرګې د پرېکړې په غبرګون کې وویل، د جرګې د پرېکړې هرکلی کوو.
د ولسمشر مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د وزیرانو استیضاح، د صلاحیت اخیستل او د قانوني سرغړونې په صورت کې شاه حسین مرتضوي عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوی معرفي کول د ولسي جرګې صلاحیتونه دي.
د کندوز والي بي بي سي ته وویل۳۰ تنه ملکیان تېره شپه په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.
مخکې ایراني رسنیو ویلي و چې ۳۰ ملکیان د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې وروسته له دې ووژل شول چې طالبانو ۲ امریکايي پوځیان ووژل.
ازادي راډیو: د افغانستان نوې ملي جبهه د اجرائیه رياست جوړېدل په حکومت کې دننه د اختلافاتو زیږنده ګڼي وايي چې د دغه رياست رامنځته کېدل د دې سبب شوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم رول د حکومت په جوړښت کې کمزوری کړي.
د يادې جبهې مشر انوارالحق احدي د پنجشنبې په ورځ کابل کې د يوه خبري ناستې پر مهال وویل چې د اوسني نظام د مشرانو ترمنځ د اختلافانو لامل د اجرائیه ریاست رامنځته کېدل دي.
وروسته له دې چې پاکستان په خپله خاوره کې ۸ هندي دیپلوماتان رسماً په جاسوسۍ تورن کړل، هند نن وویل چې خپل ۸ دیپلوماتان له پاکستانه باسي.
پاکستان ویلي چې په اسلام اباد کې د هند د سفارت ۸ دیپلوماتان په تروریستي او جاسوسي مسایلو کې لاس لري.
وسله وال طالبان وايي، نن یې د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالي کې د افغانستان یوه هیلي کوپتر ویشتې او غورځولې ده.
وسله وال طالبان وايي، افغان څرخکه یې د دهراوت په لبلان سیمه کې وویشته.
روسیه وايي، په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو په اړه د هېګ محکمې د پرېکړې هرکلی کوي.
د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې د هېګ محکمې څه موده وړاندې وویل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تېره بیا په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو د احتمالي جرمونو په اړه تحقیقات کوي.
د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن په قرغیزستان کې وویل، د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د کابل هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې.
عبدالله، چې د شانګهای همکارۍ ټولنې په پنځلسمه غونډه کې د ګډون لپاره بیشکیک ته تللی، په عین حال کې د دې ټولنې له غړیو وغوښتل چې افغانستان ته دایمي غړیتوب ورکړي.
ایراني رسنۍ وايي، په کندوز کې د دوو امریکايی پوځي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته امریکايي الوتکو پر ملکیانو بمباري کړې او لږترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي.
نورو سرچینو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
جاپان پرون /چهارشنبه/ ماښام د هوا پېژندنې یوه پرمختللې سپوږمکۍ په (H-2A) توغندي فضا ته ولېږله.
دا سپوږمکۍ، چې هیماواري ۹ نومېږي، له توغول کېدو ۲۸ دقیقې وروسته ۲۶۰ کیلومتره لېرۍ د مځکې مدار ته ورسېده او ټاکل شوې ده چې ۹ ورځې وروسته ۳۵ زره او ۸۰۰ کیلومتره لوړه شي.
د داعش یا اسلامي دولت مشر ابوبکر بغدادي ډاډ ښيي چې د موصل په جګړه کې به بریالي شي.
ده ویلي چې دا جګړه پر خدای پاک د ده د پلویانو د ټینګ باور ښکارندويي کوي. (تفصیل)
ویسټ انډیز نن له پاکستان څخه درېمه یا وروستۍ ټیست لوبه په ۵ ویکټونو وګټله.
د پاکستان د کرکټ ټیم کیپتان مصباح الحق په دې ماتې خوابدي ښکاره کړه، ویې ویل پکار نه وه چې پاکستان په داسي ټیم بایللې وه چې د درجه بندۍ یا رینکینګ له پلوه تر پاکستان شاته دی. (تفصیل)
د وسله والو طالبانو په برید کې نن /پنجشنبه/ دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.
امریکايي چارواکي وايي چې په کندوز کې د طالبانو په برید کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان په سند ایالت کې د دوو اورګاډو د ټکر په نتیجه کې ۲۱ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
دا پېښه د فرید ایکسپریس او زکیا ایکسپریس رېلګاډو ترمنځ د کراچۍ په قذافي ټاون کې وشوه.
قطر اییر وېز، چې د نړۍ یو مغتبر هوايي چلن دی، غواړي چې د دوحې – کابل ترمنځ الوتنې پیل کړي.
د افغانستان د هوايي چلن وزارت پرون /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د قطري هوايي شرکت له دغه وزارت سره د الوتنو د پیلولو په باب خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د قطر هوايي شرکت به کله کابل ته الوتنې پیل کړي.
پاکستان وايي، خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر به د روان نومبر له ۳۰ مې څخه د راتلونکي کال تر فبرورۍ پوري وځنډول شي.
په پاکستان کې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ وویل، په دې موده کې به یوازې هغو افغان کډوالو ته پاکستان څه نه وايي چې راجستر دي.
په افغانستان کې د ملګرومکلتو مرستندوی دفتر وايي، د کندوز لپاره نړیوال ملاتړ ضروري دی.
د هسپانیا د سترې محکمې یوه قاضي پرون /چهارشنبه/ موافقه وکړه په افغانستان کې د هسپانیا د سفیر د بې غورۍ د تور په اړه تحقیقات وکړي. (تفصیل)
دیپلومات خپرونه د افغان طالبانو په منځ کې پر درزونو تبصره کړې.
د دیپلومات په دې تازه لیکنه کې ویل شوي«د طالبانو قوماندانان له افغانستان سره په سوله کې کلیدي رول لري، خو د طالبانو په منځ کې انشعابونه د افغانستان د سولې بهیر لا پېچلی کوي.»
واشنګټن پوسټ: د افغانانو بې ځایه کېدا په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د سره پوځ له یرغله راوروسته تر ټولو ستر مهاجرت بللی دی. ورځپاڼې په کندوز او څو نورو ښارونو د طالبانو د حملو له کبله د لسګونو زرو خلکو بې ځایه کېدل او ورسره په یووخت د پاکستان له لوري خپل هیواد ته د لکونو افغانانو د بېرته ستنولو یادونه کړې ده. (تفصیل)
د پاکستان ستره محکمه نن له نوازشریف څخه د پاناما د پټو بانکي حسابونو په اړه تحقیقات کوي.
د ویست انډیز د کرکټ ټیم به نن په شارجه کې له پاکستان څخه ټیست میچ وګټي. د ویست انډیز د بري چانس ځکه حتمي ښکاري چې ۵ لوبغاړي لري او یوازې ۳۹ منډو ته اړتیا لري. (نور سپورتي خبرونه ولولئ)
اجرايي رييس عبدالله عبدالله، چې د شانګهای د همکاري ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته تللی، د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال سره وکتل.
اجرايي رييس د قزاقستان له صدراعظم سره هم ولیدل. ده قزاق صدراعظم ته وویل چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیاتو دداعش غړي افغانستان ته راوستل.