تاند- د وسله والو طالبانو په برید کې دوه امریکايي پوځي روزونکي یا ترینران ووژل شول.

د امریکا پوځ وايي چې دا دوه پوځیان نن /پنجشنبه/ په کندوز وژل شول او دوه نور ژوبل شول.

د امریکا پوځ د وژل شویو او ټپي پوځیانو نومونه نه دي اعلان کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل«نننۍ پېښه کې بوږنوونکې ده، موږ د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګندوو. له دې پېښې سره سره موږ د خپل هیواد د دفاع لپاره د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ او مرستې پر ژمنې کلک ولاړ یوو.»

جنرال نیکلسن وايي، پر امریکايی پوځیانو هغه مهال برید وشو چې دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره د کندوز ولایت په یوه سیمه کې د طالبانو مورچې تصفیه کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *