زه د صاحبزاده نوستالژی ځکه لیکم چې د(مکتبۍ ) شعرتقریباٌ اتیا سلنه واقعیت ته ورنږدې دی په دې خاطر چې دا اثر اوس د نامتوسندربول فرهاد دریا په غږکې موسیقال شوی هم دی، د واقعیتونو له اړخه هم وپیژندل شی.

دا نوستالوژي هغه کلونو ته ورګرځی چې  (غفورجان ) لیوال د کابل ولایت د موسهی ولسوالۍ د چینو غونډۍ په کلي کې لاماشوم وو.

په سرکې دلیوال د زوکړې د ځای پیژندنه :

موسهی ولسوالۍ هغه سمسوره سیمه ده چې دکابل ښارجنوب ختیځ ته په ۳۰کیلو مترۍ کې پرته ده ، موسهي په دوه برخو (کوزه ) او (بره) موسهی ویشل شوې ، دبرې موسهی په جنوب کې یوه غونډۍ ده چې له ګرد چاپیر نه یې دپاکواوبوچینې راوځی اوله همدې امله یې د(چینو غونډۍ ) بولی، اودغفورجان زوکړه هم همدلته شوې .

د موسهی صاحب زاده ګان:

د موسهی نامتو صاحب زاده (فیضمحمد صاحبزاده ) چې شخصیت ته یې دغبارپه تاریخ کې نغوته شوې دحسین خیلوپه قوم پورې اړه لري ، موږهم له آره حسین خیل یواوپه حسین خیلو کې هم په ملاخیلو ورګډیږو چې دصاحبزادګانو یوه پښه ده .

دبرې او کوزې موسهی په مینځ کې یو لوی کلی دی چې د(حاجی ملنګیانو) په کلی مشهور دی ، ددې کلی اوسیدونکی هغه روحانی صاحب زادګان دی چې په لوګر ، لویه پکتیا اودشمال ناقیلینو په منځ کې یې ډیر مریدان درلودل .

د صاحبزاده آس:

 حاجی ملنګیانو ګلې ، ګلې آسونه درلودل داآسونه به دموسهی په شین اوپراخ چمن کې چې یو لوی څړ ځای وو ،   له سهاره تر مازیګره څریدل ، دماذیګرله خوا به ځوان ملنګان په دې آسو سپاره او په (شڼه هار) سره به دادآسونولښکر په کلی راننوت، ددې کلی پاخه ملنګان به د کلنګ ټولو لپاره په دې آسونو لوګر ، لویې پکتیا آن شمال ته سفر کاوه .

د دوهۍ بلیدل چې په شعرکې ورته نغوته شوې:

برکلی ته څیرمه دیوې غونډۍ په سر دلوی حاجی ملنګ بابا زیارت دی چې هلته کله کله دعملیانوله خوا په کې دوهۍ بلیږی ، حتی ځینې وختونه به  اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په خپل ( امپالا) موټر کې   ددوهۍ بلولولپاره دې زیارت ته راپیداشو ، ددې لپاره چې ظاهرشاه په خپل شوورلیټ موټر کې آزار نه شی ، نوصاحبزادګانو (شیرآغااوشاه آغا) به دسړک رغولو لپاره خلک په بیګار راټولول (پیر خانې ته نغوته ).

بیګار ته خلک  به هم دنامتو ډولچی ( محراب لالا) دډول په غږولوسره راټول شول ، بیا به دبیګار خلکوسرک اوپلونه ورغول ددې په خاطر چې   پاچا (ظاهرشاه) دصاحب زاده صاحب زیارت ته راځی

دموسهي داوبوژرندې چې اوس یې یوه روغه پاتې ده ، دچینو غونډۍ دعربانودکلی بره اوکوزه ژرنده – دآلوخیلوژرنده – دزړې کلا ژرنده – دخانان خیلو (احمدزیو) ژرنده اودمینخیلوژرنده ، داژرندې مې ځکه یادي کړې چې یوژرند ګړی چې نعیم جان نومیده ډیر ښه رباب واهه ، کله به چې ددوبی موسم راغی او کلیوال به دبامو په سر بیده وو- اودشپې چوپتیا به هم خوره شوه ، ددې رباب انګازې په دچینو غونډی اودسلطان صاحب دغره تر مینځ دره کې هسې خوند کاوه چې اوس هیڅ موسیقی هغه خوند نه لری .

ددې ژرند ګړی درناوی خلکو ځکه کاوه چې یو خوهنرمند و اوبل دغلې داوړو کولو لپاره ژرنوبت ورکړی ، دژرندو خاوندان خانان وو اوژرند ګړی به دهغوی اوړه شوې غله په خپله دخانصاحب کورته وروړه .

د مکتبۍ په اړه:

دموسهی خواږه توتان ، دچینو غونډۍ سړې اوبه (دپوټکي دناروغتیالپاره علاج ) اوشنه ښکلې سیمه دکابل ښار هغه خپلوان او آشنایان چې عصری اوښاری شوی وو په دوبی کې ځان ته راکاږل لکه چې اوس خلک پغمان اوصیادو ته ځی ، او کله به چې دا ښاری خلک  چینو غونډۍ ته راغلل ( نودسیمې میلمانه ول) دښکلو ښاری نجونوسیل ته به کلیوال ځوانان په غلچکی بڼه څاروول ، په ځانکړې توګه دپنجشنبې او جمعې په ورځو ، زه چې هغه وخت دکابل دحبیبیې عالی لیسې زدکوونکی وم ، نو زه هم پنجشنبه اوجمعه به موسهی ته تلم .

د تاویزونو په هکله:

دموسهی صاحبزادګانو ډیری خلکو ته ددرملنې او نوروعلاجونو لپاره درمل ، تعویذونه ، شویستونه – تاریز بندونه او حتی دم کړل شوې لوټې ورکولې ، زما نیکه چې یو روحانی سړی و، دافغانستان له ډیرو سیمو نه به خلک د(زیړی ) ددرملنې لپاره زموږ کوچنی کلی ته چې دزیړی دم په نوم یادیده راتلل ، زموږ په کورکې دشکرانې له امله دومره دچرګوهګۍ وې چې غیر له خوړوتل دهګیوجنګ دوام درلود په ژمی کې وچ توت ، سنځلې او غوزان پریمانه وو.

صاحبزادګانوته خلکو ددرملنې اوعلاج په بدل کې اوبدلی شیان لکه دستمال ،ممیز ـ هګۍ ، توت ، غوزان آن بډایوخلکو پسه (وری) هم ورکول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *