تاند- په فاریاب ولایت کې پر یوه واده د راکټ د لګېدو له کبله لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، په دې حمله کې، چې د خواجه سبز پوش ولسوالي په کوسه قلعه کلي کې پرون /پنجشنبه/ وشوه، ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کې ۵ ماشومان او ۶ ښځې دي.

ویل شوي چې د پېښې ټول قربانیان عام خلک دي.

دولتي چارواکي وايي، راکټ د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ویشتل شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه وايي چې په دې سیمه کې له ۴ ورځو راهیسي د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *