شراب په عربي کي خُمر بولي او پوهنیز نوم یې اېتایل الکهول یا اېتانول دی. لومړی ځل انسانان د خوسا شویو مېوو په ځانګړې توګه ورستو اینځرو تر خوړلو روسته په الکهولو (شرابو) روږدي شول. تر تاریخ وړاندي وختونو کي انسانانو خوسا شوي اینځر په خولو کي نیول؛ له خواږه او ترخه خوند سره سره یې په خوله کي الکهول هم ازاد او ویني ته جزبېدل. جذب شویو الکهولو پر مغزو اغېږه کوله او انسان یې د نورو خوسا اینځرو خوړلو/نشې کولو ته اړیسټ.
کابو ۹۰۰۰ کاله وړاندي چینایانو له عسلو څه ۱۰ فیصده الکهول چي په انګرېزي کي (Mead) او په جرمني کي (Met) باله شي؛ جوړ کړل. په پخواني فارس کي چي کله نا کله به زموږ د ټاټوبي یوه او نیمه برخه پوري تړلې وه؛ ۵۵۰۰ کاله وړاندي له انګورو الکهولي څښاکونه جوړېدل. دا چي نن سبا الکهول د نړۍ په اکثره هیوادونو/کلتورنو کي ورځنی څښاک ګرځېدلی او زموږ ځیني هیوادوال یې هم څښي؛ نو اړینه بولم چي د الکهولو په ماهیت، اغېږو، زیانونو/ګټو او د تسمم پر مهال یې په درمنله څو کرښي وکاږم.
جرمني څېړونکي وایي چي د الکهولو مفرط او دوامدار څښاک د نسل تولید اغېزمنوي. امریکایي ډاکټر؛ سالین وایي چي ناروږدی کس حتی تر ۱۱ زیات بچي لرلی شي خو روږدي کس ته ۳ بچي زېږول ستونزمن دي. دا هم پوه شئ چي دا ۳ به هم له سکتې، مېرګي، عصبانیت او حتی له لېونتوبه په امن نه وي. لومړی دي په څښاک کي افراط نه کېږي، که د کنټرول وړ نه وي؛ بیا دي د بچیو تر تولد وروسته وشي.
د الکهولو زیات او تل څښاک د مغري وړو رګونو د چودنګ، په مغز کي د ویني د پړنیزو ټوټو (لختو) پنځون، مغزي سکتې، د مغزو پړسوب او په پایله کي د بدن د غړو فلج را منځ ته کوي.
د الکهولو ډېر او دوامدار څښاک د یني غټېدا، د یني پړسوب او د ینیزو ژونکو مرګ (سیروزیس) را منځ ته کوي.که ژېړی او یا د ځیګر نوري ورویوني (مزمني) ناروغۍ موجودي وي؛ په څښاک کي دي افراط او تلواله نه کېږي.
د الکهولو ډېر او تل څښاک پر زړه د وازدو د را ټولېدا لامل کېږي چي پدې سره یې حجم زیات او ممکن د زړه غورځن کمښت ومومي. څربو او زړو خلګو ته په څښاک کي افراط او تلواله د مرګ دویم نوم دی.
دا هم د یادولو وړه ده چي د الکهولو ډېر او دوامدار څښاک د ناړو تولید کموي او خولې د وچېدا لامل کېږي.
د الکهولو ډېر او دوامدار څښاک د ګېډي (معدې) او کولمو پاړسوب او ګرښېدني، د ګېډي ټپ، د پانکراټایټس او اسهال را منځ ته کوي. د ګېډي او کولمو د ناروغیو پر مهال ډېر او دوامدار څښاک زښت زیات روغتیا ګواښونکی دی.
یو ګرام خواږه (کاربو هایډرېټ) کابو ۳،۵ کالوري انرژي لري مګر یو ګرام الکهول ۷ کالوري انرژي پنځوي مانا تر غوړو روسته؛ د انرژي بډایه منبع.
الکهول/اېتانول پر عصبي غونډال (سیسټم) اغېز کوي؛ د سکون لامل کېږي او تر یوه بریده درد له منځه وړي.
د الکهولو او سیګرېټو یوځايي کارونګ پر چنګاښ (سرطان) د اخته کېدا ګواښ په ځلونو ډېروي. پایله دا چي تر وسه وسه دي د دواو له کارونګه ډډه وشي؛ که نه کېږي؛ ګډه ګټنه دي ترې نه کېږي.
الکهول/اېتانول پر عصبي غونډال اغېز کوي؛ وېره له منځه وړي.
الکهول/اېتانول د مغرو پر پیغام رسونکو ژونکو (نېورو ـ ټرانسمېټرز) اغېز کوي؛ د ‘تړونکو’ او ‘لمسونکو’ نېرو ـ ټرانسمېټرونو تر منځ ګډوډي را منځ ته کوي پدې سره په څښونکي کي د ‘مستۍ’ او ‘خوند اخیستني’ احساس پیدا کېږي.
د الکهولو ډېر څښنګ کېدای د ناخوندي جنسي اړیکي لامل شي. تر جنسي اړیکي وړاندي دي مفرط څښاک نه کېږي.
د امېندوارۍ پر مهال د الکهولو ډېر او دوامدار څښاک کېدای شي د ماشوم د سقط یا ناروغ/نیمګړی ماشوم د زېږد لامل شي. مېرمني دي د امېندوارۍ پر مهال تر وسه وسه له څښاکه ځان وژغوري.
که چا په تېروتنه د اېتانول الکهولو پر ځای مېتانول (د پېچکارۍ الکهول چي د ړندېدا او مرګ لامل کېږي) وڅښل؛ یواځي او یواځي یې د اېتانولو په څښلو درملنه شونې ده. یاني د څښونکي د ژغور لپاره دي پرې اېتایل الکهول (شراب) وڅښئ.
په ماړه نس د ډېرو الکهول څښل د درنې نشې/تسمم لامل کېږي. الکهول تر څښلو روسته؛ ۲۰% په ګېډه او ۸۰% په وړو کولمو کي جذبېږي. نو که ګېډه له خوړو ډکه وي؛ الکهول وړو کولمو ته نه ځي او جذب او نشه یې ځنډېږي.
هغه کسان چي وزن یې ډېر وي یاني په بدن کي یې اوبه زیاتي (۷۵%) وي ژر نه نشه/مسموم کېږي ځکه الکهول د ویني جریان ته تر ننوتلو روسته د بدن په اوبو کي حل او بیا توزېع کېږي.
دا چي الکهول په غوړو/شحمو کي نه حلېږي؛ څومره چي کس څرب وي په هغومره یې ژر الکهول نشه/مسموموي.
دا چې د ښځو بدن د نرانو په پرتله ډېر غوړ/شحم لري او الکهول په غوړو کي نه حلېږي ځکه خو ښځي ژر نشه کېږي/مسمومېږي.
د الکهولو جذب له الکهولو سره په ګډېدونکي څښاک پوري هم تړلی دی. که له ګاز لرونکي څښاک لکه کوک او پیپسي سره ګډ وڅښل شي؛ ژر جذبېږي او اغېزه یې پیاوړې وي.
نارمل انسان د یوه ساعت په ترځ کي ۱۵ ملي لېټر الکهول اطراح کوي چي ۵% سلنه یې د متیازو په مټه، همدومره د سږو له لاري، لیږ اندازه له خولو سره باسي او ستره برخه یې د ځیګر د انزایمونو په واسطه په اسیټیک اسید (انرژي)، اوبو او کاربن ډای اوکسایډ بدلېږي. هغه کسان چي د پښتورګو او یني ناروغۍ/عدم کفایه لري؛ د الکهولو له ډېره څښاکه دي لري ګرځي.
یادونه: دا لیکنه یواځي د شراب څښونکو د ژوند/روغتیا خوندیتوب په موخه لیکل شوې؛ د ناڅښونکو لپاره نده!