شربت ګله

تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال نن وویل چې پاکستان بالاخره شربت ګله له محبسه خوشي کړه.

شربت ګله د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ /اکتوبر۲۶/ د پېښور په نوتیه کې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو له لوري ونیول شوه.

ډاکتر زاخېوال وايي، شربت ګله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ خپل هیواد ته ستنه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له لوري په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د سفیر په قول ویل شوي« په ‌‌‌‌‌‌ډیری خوښۍ سره اعلانوم چی د افغانستان زړه راکښونکی معصومه څیره شربت ګله له خواشینوونکی وضعیت راخلاصه او د وعدی مطابق به راتلونکی دوشنبه هیواد ته بیرته ستنه شی. کابل ته د رسیدو سره سم به یی ولمشر هرکلی وکړی او شخصی میلمنه به یی وی او هیواد کی د بیرته ځای په ځای کیدو کی به ورته خاصه پاملرنه وکړی.»

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو (ایف آی اې) ادارې تېره اوونۍ شربت ګله په پېښور کې ونیوله. وړمه ورځ د پېښور یوې محکمې د شربت ګلې د ضمانت غوښتنه رد کړه. دا یې په ۱۵ ورځو بند محکوم کړه، ۱۱ ورځې یې په بند کې تېرې کړې، او ۳ ورځې به په په روغتون کې تېروي.

شربت ګله، چې د ننګرهار په پچر او اګام ولسوالي کې زېږېدلې، لا شپږ کلنه وه چې مور و پلار یې د پخواني شوروي اتحاد د الوتکو په بمباري کې ووژل شول.

دا له خپل ورور او درو خویندو سره پېښور ته کډواله شوه.

شربت ګله اوس درې لوڼې لري چې روبینه، زاهده او عالیه نومېږي.

ویل کېږي چې یوازې شربت ګله نه ده چې پاکستاني تذکره یا شناختي کارد یې اخیستی، بلکې تر ۵ لکه زیات نور افغانان هم شته چې پاکستاني تذکرې یې ترلاسه کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي چې شربت ګلې او نورو ته د پاکستان د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې په خپله تذکرې ورکړي او له دې پروسې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ښه خبر دی.

د شربت ګلې د نیول کېدو خبر یو وار بیا په درسته نړۍ کې د هغې نوم تازه کړ.

4 thoughts on “افغان سفیر وايي، شربت ګله د پاکستان له جېله خوشي شوه”
  1. زاخیل وال صاحب کامیاب او سرلوړی اوسی، د شربت ګلی خورپه خلاصون کی به ستاسی بی دریغه هلی ځلی او زحمتونه افغانان هیڅکله دیاده ونه وباسی.

    آلله دیی ډیر زیات آجرونه اوعزتونه درکړی

    په درناوی

  2. السلام علیکم تولو هیواد والو ته سلامونه وړاندی کوم زه هم له داکتر زاخیلوال صاحب څخه دیره مننه کوم خدای ج دی اجرونه ورکړی دشربت ګلی په راخوشی کولو کی ډیر کوشش وکړ ژوندی دی وی ډکتر عمر زاخیلوال صاحب

  3. جناب حضرت عمر زاخیل وال د افغانستان د ښکلا و حیا سمبول آغلی شربت ګلی خور په خلاصون سره ثابته کړه چې د هیواد تکړه سیاسی شخصیت او هوښیار دیپلومات دی. دوی ته له الله ج نه په دواړو جهانو کې اجرونه ، په ورسپارل شویو دندو او ګران هیواد ته د خدمت په لار کې لا بریالیتوبونه اوروغ صورت غواړو.

  4. زاخیلوال صاحب د افغانستان لوی سفیر پہ پاکستان کی ! تل ستاسی صحت او د زوند پہ چارو کی بریالیتوب غواڑم۔ د پاکستان لہ جیل نہ د معصومی پشتنے شربت گلی د خلاصون پہ برخہ کی ستاسی جدی اقدام او کلک عزم ھیواد او ھیوادوالو سرہ ستاسی د مینی او صادقانہ خدمت مظھر بولم ۔ ستاسی د نورو بریالیتوبونو او شہ صحت پہ ھیلہ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *