تاند- په هلمند کې د اریانا تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر نن /جمعه/ د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
شاهدان وايي، زهیر له نورو خبریالانو سره د جنګي وضعیت په اړه د راپور جوړولو لپاره روان و چې له لشکرګاه ښاره لږ دباندې یې پر موټر ډزې وشوې. پولیسو ورته وویل چې موټر له لویې لارې چپ کړي، کله چې موټر خامه ته شوو ماین پرې وچاودېده.
اریانا تلویزیون د زهیر وژل کېدا تایید کړه.
سږ کال له زهیره پرته ۱۱ افغان خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.
د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټې له شمېرنو سره سم په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ټولټال ۶۰ ژورنالیستان وژل شوي دي.
په دغو کسانو کې هغه ټول ژونالیستان شامل دي چې په جګړه کې وژل شوي یا د نامعلومو وسله والو له لوري ویشتل شوي دي.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ژورنالیستانو د وژنو په وړاندې بې تفاوتي پای ته ورسوي کنې د رسنیو رسا ږغ به غلی شي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان یوه لویه بریا ګڼل کېږي.