د مرنجان غونډۍ سر ته چې ورسېدم، نېغ مې مخې ته ودرید:
– اوبه راوړم؟
– خیر یوسې، تږی نه یم!
– نه! د خپلوان پر قبر یې نه شیندې؟
– ښاااا، څو پېسې به غواړې.
– چې څو دې راکړې!
– ښه ده چې اوس خبره خلاصه کړو، که دې وروسته پنځه افغانۍ وغوښتې بیا؟
موسکی شو. کنډ کپر غاښونه یې ښايي ټول عمر نه وو پاک کړي:
– مکتب هم وایم!
– نو زه دې څه حدمت وکړم؟
– له سهار راهیسې مې هېڅ مزدوري نه ده کړې!
دوولس یا دیارلس کلن به و. د مخ پوټکی یې وچ کلک و. ژړ ویېښته څپولی پر سر پراته وو. د سترګو او خولې شاوخوا یې د ګونځو کرښې له ورایه معلومېدې. سر مې ورته وښوراوه.
چټکه منډه یې واخیسته، خو پلاستیکي چپلکو یې ځواني نه ورسره کوله. پښه نیولی روان شو. شا ته یې راکتل. ښايي باور یې نه راته، چې تر ډېره به یې انتظار وکړم.
د غونډۍ پر سر د شاهي مقبرې تر څنګ قبرونو ته ور وګرځېدم. یو وخت وايي، د دغې غونډۍ له یوې ډډې تاریخي اثار موندل شوي وو.
وروسته په کې پخوانیو حکومتونو د وسلو زېرمتونونه جوړ کړي وو او بیا یې پر سر هدیره ورجوړه کړه.
اوس یې پر شاوخوا خال-خال ونې کرل شوې، یوه پخه لاره ورختلې، چې بل لور ته خامه کوزه شوې او د بې ترتیبه ودانو شویو کورونو منځ کې چېرې ورکه شوې ده.
په اوږدو کتارونو کې ګڼ قبرونه په ترتیب سره سیمیټي جوړ شوي وو. شناختې یې له توربخونو مرمرو جوړې وې. نښانونه پرې کېندل شوي وو.
پر یوه نیم د قبر د مړه څښتن تصویر هم ټومبل شوی و. تر ځینو بیا اوسپنیزې کټارې ګرځېدلې وې. د مړي پوځي منصب به یې هم پر شناخته لیکلی و.
په منصبونو کې یې فرق و، خو پر شناختو له لیکلو عمرونو معلومېدل، چې تقریباً ټول ځوانیمرګ وو. بل ورته والی یې دا و، چې تقریباً ټولو په جګړو کې ژوند بایللی و.
اوس یې د قبرونو حال هم تقریباً یو ډول و. شناختې یې ماتې، سیمټ او مرمر یې کندکپر، نیمې کټارې یې ورکې او د ځینو خو لا بشپړ قبر واورو او بارانونو له یوه سره نړولی و.
د هدیرې یوه څنډه کې ښاري ماشومان د باډیو په الوځولو بخت وو، خندل یې، منډې یې وهلې او پر قبرونو ختل، لوېدل.
پر ځینو قبرونو بیا چرسیانو دغم غولولو په پلمه ځانونه غولول.
د اوبو والا ماشوم خبره را یاده شوه، چې وايي، له سهار راهیسې مې مزدوري نه ده کړې.
په نیمو ورانو شناختو د مړو پلرنۍ سیمې لیکل شوې وې، چې اکثر د بېلو ولایتونو وو او هغسې چې په ژوندون له خپلو، پردیو هېر وو، له مړینې وروسته یې هم ښايي پر قبرونو د اوبو یا اوښکو تویولو څوک نه درلودل.
ماشوم په ځمبېدو راورسېد. د پاکستاني پنځه کیلويي غوړیو زنګنه ډبه کې یې اوبه راوړې، نیمه یې په لاره کې په چړپېدو تشه کړې وه. څنګ ته مې ودرېد. ملا ته یې لاسونه ونیول. سترګې یې قبرونو ته نیولې وې:
د خپلوان قبر دې کوم یو دی، چې اوبه پرې وشیندم؟
شل افغانۍ مې ورته ونیوې:
– ټول مې خپلوان دي!
ترې روان شوم. څو ګامه چې لاړم، وبونګېد. شاته مې ور وکتل، حیران یې راته کتل.
وروسته یې زړه نا زړه ډبه ورپورته کړه او د قبرونو پر لور یې اوبه وشیندلې.