تاند- ساینسپوهان وايي، په شمسي منظومه کې د یوې پدیدې له پېښېدو وروسته نن (د نومبر په ۱۴مه – لړم۲۴) سپوږمۍ مځکې ته دومره نژدې کېږي چې تر دې مخکې به مو کله سپوږمۍ په دې اندازه لویه نه وي لیدلې.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان سپارښتنه کوي چې د نومبر په ۱۴ مه دې څوک د سپوږمۍ لیدل نه هېروي ځکه چې په دې اندازه لویه سپوږمۍ به بیا تر ۲۰۳۴ م کال پوري څوک ونه ویني.
په یوویشتمه پېړۍ کې به تراوسه پوري سپوږمۍ مځکې ته دومره نه وي نژدې شوې.
ویل شوي چې د سپوږمۍ دا حالت سهار وختي، تر لمر ختو وړاندې په شمالي امریکا یعني متحدو ایالتونو او کاناډا او د ارام سمندر په ختیځو ټاپوګانو کې واضح لیدل کېږي.