د ښار له څنډو سرې دوړي راالوتي دي، په ښار کي د موټرونو اود خلکو ځوږ دی
د طوفان له لاسه سپينه ورځ سره او سور والی ګړی په ګړی توریږي.
وینه هم، لومړی سره اوبیا توره سي
ښاریان وارخطا اسمان ته ګوري
داد خاورو، ریګو او دوړو طوفان نه دی
داد وینو طوفان دی !!
د وینو رنګ په هواکي له دوړو سره ګډ دی
دا طوفان له کندوزه راالوتی دی.
همدااوس يې د کندوز شپېته بې ګناه هیوادوال په وینو ولمبول.
داد هغو بې ګناه شهیدانو وروستي اهونه دي
د خدای لپاره نور جنګ بس کړئ !
د خدای په خاطر جګړه مه اوږدوئ !
په جګړ کي ته وژل کېږې
په جګړ کي زه وژل کېږم
په جګړه کي «موږ» ټول وژل کیږو
همدااوس هري خواته د باروت بوی د وینو له بوی سره یوځای د انسان سږمي تخنوي
نور بس دی! یواوبل ته په کمین کي شپې نه رڼوو
د اسمان له مخه داتوره شپه د سولي په لمر رڼا کیږي
راسئ د ورور له غاړي زیندۍ وکاږو
را وړاندي سئ ، چي یواوبل ته غېږي ورکړو.
راځئ، چي وسله وغورځوو ! مسجد، مدرسې او ښوونځي ته ولاړسو.
دا د وینو خونړی طوفان هره ورځ موږ ریبي
دا طوفان د «یووالي» اوسپنیز دیوالونه مهار کولای سي
کنې موږ ټول به تباه کړي، زموږ نسلونه به تباه کړي او زموږ هرڅه به له خاورو سره خاوري کړي
هلئ راسئ ! د جګړې مورچلونه ونړوو او پرځای د پوهي هسکي ماڼۍ وداني کړو.
۰۳ – ۱۱ – ۲۰۱۶
کندهارښار، چوڼۍ
یادونه: د پنجشنبې په شپه په کندوز ولایت کي د ګډو ځواکونو په بمبار کي ۳۰ انسانان ووژل سوی او ۲۵ ټپیان دي، چي د پيښي اکثره قربانیان ښځي او کوچنیان دي.
د همدې ترڅنګ له سهار راهیسي په شمالي ولایتونو کي په لومړي ځل سخت د دوړو، خاورو او ریګو طوفان راغلی دی