شريف الله دوست سرواني
دوهمه برخه
د ګرشاسپ بابا نوم ايښودنه په اسلامي دوره کي:
داچي ډير ځايونه دګرشاسپ بابا دشجرې په اړه څه ناڅه توپيرونه سته خو کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني په خپل کتاب (تاريخ سيستان قبل از اسلام) کي ليکي چي سام ، نريمان هم دګرشاسپ بابا نومونه دي ، استاد کهزاد په خپله بډايه څېړنه کي نوموړی د پښتنو له درې ګونو نيکه ګانو څخه يو يې همدا (غرغښت) بللی دی .
د سام دنامه څرک د هلمند په شمالي برخه کي په شپږمه هجري پيړۍ کي تر سترګو کيږي لکه بهاء الدين (سام) ، شهاب الدين (سام) غياث الدين سام ([1])او داسي نور … .
د دوی امپراتوري لرو کاشغر (= اوس دچين په ښکيلاک کي دی ) بنګال او سويلي هند پوري غځېدلې وه .
ګرشاسپ بابا په هکله د برهان قاطع تيرونته :
برهان قاطع لغات نامه ډيره مشهوره ده هلته کاږي . ژباړه :
(( ګرشاسپ د رستم اوزال د نيکونو څخه دی او نوموړی د اترد (اترت، اترط) زوی دی او د پلار په ژوند کي پاچاه سو او په همدې وخت د پلار په ژوند کي د اسفنديار په جګړه کي و وژل سو . ([2])
پورته روايت ته په کتو سره له وړاندي د وروستۍ برخي تيروتنه څرګنديږي هغه داچي اسفنديار د (ګرشاسپ) زوی و او دپلار لخوا رستم ته راواستول سو ترڅو زرتښټي دين ته له لمر لمانځني څخه را واړوي ، خو رستم ورسره ونه منل ، اسنفديار د رستم لخوا په سترګه کي و ويشتل سو او مړسو .چي دا داستان فردوسي په شاهنامه کي په تفصيل سره راوړي دی او بل داچي ګرشاسپ د رستم د نيکونو څخه ؤ بيانو ګرشاسپ څنګه د رستم وخت ته راستون کړو او د اسفند يار په لاس به وژل کيږي چي داله ورايه تيروتنه ده .
د دې روايت روښانتيا په تاريخ سيستان کي ښه څرګنديږي هلته کاږي ، ژباړه : ((ګرشاسپ او دهغه اولادونه تر فرامرز بن رستم پوري دوی د زوال په وخت او ماښام لمر لوېده لمانځه کول ([3])
ګرشاسپ بابا په اويستاکي :
دهغه او ډون له مخي چي د (آبان يشت او رام يشت) د پاچاهانو دنومونو په يادولو کي نيولی دی ، تر تريتونا (فريدون) وروسته (ګرشاسپ) پاچهۍ ته رسېدلی دی او په اويستاکي د (ګرشاسپه) په نوم ياد سوی دی .
چي مانا يې استاد کهزاد غښتلی او کفچه آس ياد کړی دی . ([4])
د ګرشاسپ بابا پاچهۍ په هلمند کي :
د اسلامي دورې د داستاني روايتونو له مخي چي يو زيات شمېر يې د هلمند نومورکي نوميالي ليکوال ، په تاريخ سيستان کي د ګرشاسپ بابا په اړه راټول کړي دي وايې؛ ژباړه : ((… اوله هغه ځايه ګرشاسپ د افريدون درګاه ته راغی او د هغه ځايه څخه سيستان ( = هلمند) ته راغی او نهه سوه کاله د سيستان (يا اوسني هلمند دلرغوني حوضې)پاچاه ؤ او ضحاک (= ساک) د نوموړی په وخت کي په سيستان کی هيڅ واک نه درلود ). ([5])
دبل روايت له مخي چي ګرشاسپ بابا (۷۳۳) کاله ژوندی ؤ هو کېدای سي د ژوند اوعمر په ډېروالې او لږوالي کې مبالغه سوې وي خو پر ټول تاريخي حقيقت سترګې نه سې پټېدای .
ګرشاسپ بابا په فردوسي په شاهنامه کي :
ګرشاسپ بابا د فردوسي په شاهنامه کي تر يو دوه ځايه نور نه دی ذکر سوی ، ګرشاسپ د (ک) په زور او (س) په سکون دپشيدا د يانو (فراداتا) دکورنۍ له پاچاهانو څخه ، د زاب زوی چي د ده ترمړيني وروسته د پيشيداديانو لړۍ له منځه ولاړه ([6]) په دې روايت کي هم تيروتنه ښکاري ، ځکه اصل يې ګرشاسپ بابا (غرغښت) د اترت (= ثريت ؛ دبندهش : اثرت ، طبري ، اثرط ) زوی دی.
د ګرشاسپ (= غرغښت بابا) برياوي :
ګرشاسپ بابا دپښتون ټبر يو له هغو هوښيارو او غښتلو نيکونو څخه دی چي پخپل مېړانه او جسماني ځواک يې هېښنده لاس ته راوړي درلودلې دي اونړۍ يې په خپل غښتلتوب حيرانه کړې ده ، که څه هم د نوموړي برياوو ځينې ځايونو داستاني او کيسيېزه بڼه موندلې ، بياهم ريښتني حقايق له يوه مخه پټ نه دي .
ګرشاسپ بابا پر ((کامک ([7]) ) نومي الوتونکې مرغه باندي برلاسی سو او هغه يې له پښو وغور ځاوه ، د داستاني روايتونو له مخي چي نوموړی الوتونکی مرغه به پرخپلو وزرونو د لمر د وړانګو مخه نيول او هغه به ده ورښت د نه کېدو وړ وګرځېد ترڅو سيندونه ټول وچ سوه ، په بل ځای کښې ګرشاسپ (غرغښت بابا) سروبو واره ([8]) اژدها هغه چي سړي او اسونه به يې ژوندي ترستوني تېرول د هغه وژل او ختمول دي .
په وروستيو کي ګرشاسپ بابا دلوی او قوي ځان لرونکي ګرګ د (کپور ([9]) په نوم وواژه او نړۍ يې د دې ډول وژونکو او څېرونکو ژويو له شره څخه خلاصه کړه.
د اويستا په بيلابيلو يشتونو او پهلوي متونو کي وينو چي ګرشاسپ بابا د سمندري ژوي غندروا (= ارغنداو ، ارغنداب؟) سره جنګېدلی په پای کي توانيږي چي يا ژوی له پښو وغور ځوي او پوست يې وکاږي هغه چي په وروکشه سيند (= هلمند سيند ) کي دنړيوالود ويري سبب ګرځېدلی ؤ .([10])
دلته به د ګرشاسپ بابا د داستان يوه برخه د (کيانيان) له کتاب څخه را وژباړو چي (۱۸۷۰ ــ ۱۹۴۵م) په منځ کي ډنمارکي عالم (آرتو کريستن سن په (۲۴۲) مخونو کي ليکلي دي :
د ګرشاسپ ([11]) ( غرغښت بابا ) د داستان يو اړخ :
کله چي د کيانيانو د ديني رواياتو په اړه ږغيږو اړيو چي د کرساسپ (= ګرشاسپ = غرغښت بابا) له داستان څخه هم وږغيږو داجوته ده چي نوموړی پهلوان ، غښتلي او کروړ د کياني کورنۍ سره تړاو نه لري ، خو د نوموړي د داستانونو شتون دملي رواياتو له مخي د کياني تاريخ سره نږدي اړيکي لري .
په (اويستا) کي کرساسپ (غرغښت) د څو لويو پيښو سره مخ سوی دی .
نوموړی د ثريت ( = د کهزاد د څېړني له مخي بيټ نيکه) ، د پېچلو وريښتانو او ګرز لرونکو او د ډيرو غښتلو خلکو څخه ؤ دې غښتلې پهلوان په او سپنيز لوښي کي د سرو ور ([12]) (ښکرور) ښامار پر شا غذا پخول کله چي نوموړی ښامار د اور له تاوښ څخه امان وموند، ګرشاسپ (= غرغښت بابا) د هلمند سيند پرغاړه .
له ځايه و خوځېد ولاړ سو د خوکر ساسپ (= غرغښت) خښمېدلی ښامار له پښو وغورځاوه او ويې واژه . ([13])
کرشاسپ (غرغښت بابا) د ور ورکش (= هلمند سيند) پرغاړه (ګندرِو) ديو (=ديب) چی زريني پنجي او اوږد اور بوز ( = اور پوز) يې درلود او خلک يې تهديدول له پښو وغور ځاوه . ([14])
کرساسپ (= غرغښت ) دکندرو) يو لوی کور علم وکړه او دخپل ورور (اورواخشی) غچ يې ورڅخه واخيست .([15])
او (هيتاسپ زرين تاج) يې و واژه او پرخپل ګاډۍپوري يې وتاړه . ([16])
په دقيق ډول د اويستاکرشاسپ (غرغښت) يوله ډيرو لرغونو غښتلو پهلوانانو څخه شمېرل کيږي چي په ملي او ټولنيزو کيسو يې يادونه سوې ده ، دنوموړي له غښتلتوب څخه د اژدها و وژل او د دښمن په وړاندي د نوموړي سپيڅلې جګړې شمېرل کيږي .
سام ، هم هغه کرشاسپ او دهغه کورنۍ نوم دی چي په وروستيو روايتونو کي د يوه شخص په نوم بدل سوی دی .
د غرغښت بابا ځای په تاريخ کي :
د هغو کسانو په شتون سوه چي نومونه يې د (ثرات ان) او (کساسپ) د پاچهيوپه منځ کي ياد سوی دی ، دکرشاسپ (غرغښت) دنامه پيښېدل د داستاني پاچهانو په لړۍ کي تر يو ځايه پټ ښودل کيږي .
د (دينکر) په اتم کتاب ، ۱۳ څپرکي ۱۲ بند (اتم کتاب۱۲ څپرکی ۱۲بند دپشتوتن (پښتون) سنجاب چاپ دچهر داد نسل په نقل او دمينوګ خرت کتاب (۲۷څپرکی ۴۹ بند) د کرشاسپ (غرغښت) نوم د کياني لړۍلومړنی پاچا کي کوات (کي قباد) وروسته راغلی دی او په او وم کتاب (اڅپرکي ۳۲بند) دنوموړي نوم وروسته ترمنو چهر او نا ب او مخکي د کيقباد ترنامه چي د کياني لړۍ لومړنی پاچاه دی ياد سوی دی . ([17])
اسدي طوسي د ګرشاسپ ( = غرغښت بابا) لومړنی کارنامه دلوی ښامار وژل دی چي په اويستاکي يې هم يادونه سوې وه او بېلګه يې مخکي راوړل سوه :
چون تاريک غاری د هن پهن وباز
دوبشکش چوشاخ کو زنان دراز
زبان ونفس دود و آتش بهم
دمان کوره آتش وسينه دم
رتف دهانش دل خاره موم
ز زهر دمش بادګيتي سموم
همه سرش چون خار مويې دشت
ګره در ګره خم دم تابه يشت
چو برکوه سودی تن سنګ رنګ
به فرسنګ رفتي چکاکاک سنګ.([18])
د ګرشاسپ بابا د پښت لړۍ په بيلابېلو پهلوي او عربي دورو کي :
الف : ([19])
فريتون (فريدون).
توچ (تور) .([20])
دروشاسپ ([21]) (بندهش ؛ طبري : ارو شب).
سپ انياسپ ([22]) بندهش ؛ طبري : شيراسب ).
تورګ (بندهش ؛ طبري ، طورک ).
وزيمان ( دبندهش په لړليک کي نه دی ياد سوی ).
سام (طبري (= تريت ؛ بند هش : اثرت . طبري اترط ، کهزاد ، بيټ نيکه ). ګرشاسپ (= ګرشاسپ = غرغښت ).
ب : ([23])
ــ منو شچهو (منوچهر) .
ــ د ورو سرو ([24](
(طبري : د وروسرو ، بيروني ، دور سر ، مسعودي ، يادونه نه کوي).
رچن ([25]) (ياراګ([26])، طبري ، رحر ، مسعودي ، ارج ، بيروني يې هغه نوم نه اخلي ).
نرسي (؟؛ مسعودي : فرسيس ، بيروني ، نوش ، طبري ، ببرس ، اشک .
طهماسب (بيروني ؛ طبري : اساس ، مسعودي ، يمار).
ګرشاسپ ( اويستا ، غرغښت بابا دعلامه کهزاد د څېړنو له مخي ).
بيروني په دې اړه سم او صحيح روايت راوړی چي کرشاسپ او سام دوه نومونه د يوه تن دي (= ګرشاسپ = غرغښت بابا).
پورتنۍ لړۍ چي راوړل سوه ارزښتناکه ده ، دالړۍ په لاندي ماخذکي په دې توګه راوړل سوې ده :
رستم پهلوان ، دګرشاسپ (= سام) زوی دی .
ــ مسعودي : په مروج الذهب (ج ۲ ص ۱۱۸) کښې ليکي : رستم د دستان زوی دی .
ــ طبري (ص ۵۹۸) کښي ليکي رستم بن دستان ، بن نريمان ، بن اپر انګ([27] ، بن ګرشاسپ (= غرغښت) دی .
ــ ثعالبی ليکي : (غر) (ګر) اخبار ملوک الفرس تر ۶۸ مخ وروسته ) رستم د زال زوی هغه دشام او هغه د نريمان زوی دی .
ــ فردوسي (شاهنامه مخ ۱۶۶۷ بيت ۳۳۵ وروسته ) ليکي : رستم دزال دستان زوی هغه دسام هغه دنريمان هغه د کريمان([28]) او هغه د ګرشاسپ (غرغښت بابا) زوی دی .
ګرشاسپ ياغرغښت بابا دهلمندي اميرانو پلار :
د ثريت (بيټنی) له زوی يعني کرشاسپ د سام له کورنۍ څخه ملقب په نئيرمنه (= نرمبړه = دغښتلوموټانو ؟ مش ) لرونکی په ملي داستانو کي د رې ته رامنځ ته کړي دي . (کرشاسپ ، سام او نريمان) فردوسي د درو تنو پرځای پنځه تنه ياد کړي دي په دې ترتيب :
۱ ــ ګرشاسپ د (اوزو) زوی چي د ثريت (بيټ نيکه) له نژاده وتلی دی .
۲ــ ګرشاسپ دسيستان (هلمندي زينداور اميرانو)پلار .
۳ــ سام ۴ نريمان ، کريمان چي نوم يې د دوو کلمو په ګډيدو سره نريمان او ګرشاسپ څخه جوړ سوی دی .
خو ساده ترينه دنسب لړۍ هماغه ده چي بيروني راوړې ده چي له ګرشاسپ (= سام ) څخه د ستان (زوال) او له دستان څخه رستم نړۍ ته راغلی دی ، او دلرغونتيا له مخي نومړی روايت د ټولو روايتونو په منځ کي لرغونی روايت دی.
تر ګرشاسپ وروسته دوه نومونه ياتيږي چي د دې پهلوانانو له ديني القابو څخه نه دي رامنځ ته سوي هغه يو يې دستان چي په زال هم بلل سوی دی او بل يې رستم . بايد وګورو چي د دې دوو نومونو زيږنځای او د دې دوو پهلوانانو داستان چي د ټول روحي او جسماني ځواک دسيستان د اميرانو نمايندګان دي نور څه دي ؟
مخکي مو و ويل چي ګرشاسپ (= غرغښت ) وزير، مشاور او يا د (زاب) ځای ناستی وو او بل داچي ګرشاسپ د هلمند (سيستان) (زينداور) د پهلوانانو اير پولاد ، امير کروړ له نيکونو څخه و .
د د ستان يازال په هکله هم په (بندهش) کي يادونه سوې ده چي د سيستان (= هلمند = زينداور) د امارت له کورنۍ څخه شمېرل کيږي . ([29])
نور بيا …
اخځليک او لمنليک :
[1]ــ طبقات ناصري ، د علامه حبيبي تصحيح ، کابل چاپ ، ۳۲۲مخ د غوريانو برخه
[1]ــ برهان قاطع ، دايران چاپ .
[1]ــ تاريخ سيستان ، ۴۴۵ حدود ليکنه دبهار چاپ ، ۱۳۶۶، مخ ۳۳ .
[1]ــ استاد کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، لومړی ټوک ،کابل چاپ ۱۳۳۴، حوت ،مخ ۲۸۱ .
[1]ــ تاريخ سيستان د بهار چاپ ، مخکنی اثر ، ۶ مخ .
[1]ــ فرهنګ عميد يک جلدي ، د امير کبير چاپ ، ۱۳۸۱ ، مخ ، ۱۲۴۸.
[1]ــ Kamak .
[1]ــ Srobovar .
[1]ــ Kapor .
[1]ــ جي . سي . کويا جي ماندګي ، اسطورهای ايران وچين مترجم ، دکتور طاري ، صفحه ۲۷ .
[1]ــ Keresasp.
[1]ــ سرو ور : دانوم اصلي پښتو ښکره ور دی د وخت په تيرېدو او ژباړوسره (سرو ور) سوی . په يو شمېر پښتني لهجو کي کټ مټ په همدې بڼه هم تر سترګو کيږي . خو ځيني ځايونه سرو ور اصطلاحي مانا خپل کړې او د برداره (عرض) لرونکي په مانا کاريږي .
[1]ــ سينا ۹ ، بند ۱۰–۱۱. يشت ۱۹ بند ۴۰ .
[1]ــ يشت ۵ بند ۳۸ ، يشت ۱۰ بند ۲۸، يشت ۱۹ بند ۴۱ .
[1]ــ يشت ۱۵ بند ۲۸ .
[1]ــ يشت ۱۵بند ۲۸ ؛ يشت ۱۹ بند ۴۱ هيتاسپ غالبًا د غرغښت بابا د ورور (واخشي) قاتل و .
[1]ــ کيانيان ، آرتور کريستن سن ، ترجمه ذبيح الله صفا، ۱۳۱۸ صفحه ۱۵۲ .
[1]ــ ګرشاسپ نامه ، اسدي طوسي ، مخ ۲۲۷ وروسته .
[1]ــ طبري ، ۵۲۳ــ ۵۳۳ . دطبري روايت تر يو ځايه د انطباق وړ دبند هشن له ايراني (اريايې) نسخې سره ( د انکساريا چاپ ۲۳۲مخ او د وست چاپ ۳۱ څپرکی ۲۶ــ ۲۷بندونه ) دي .
[1]ــ وګورئ تحقيق د مزديسنا په اړه ايران کهن ( = اريانای کهن) ، ۲۴ مخ .
[1]ــ Durusasp .
[1]ــ Spaenyasp .
[1]ــ تاريخ طبري ، مخ ۵۳۳، مسعودي مروج الذهب ج ۲ ، مخ ۱۳۰ ، بيروني ، مخ ۱۰۴ .
[1]ــ Durosrav .
[1]ــ Racan .
[1]ــ Ray . (= دتاريخ کيانيان په حواله مخونه ۱۸۸ ــ ۱۸۹ ).
[1]ـــ اپرنګ ياخورنګ Xvaynag .
[1]ــ د وولر س ويناته دمول په وينا چی هوشنګ يې د کريمان پلار بللی دی غوره ښو دلی دی .
[1]ــ کيانيان همدا اثر متن لمنليک ۱۹۵ مخ .
[29]ــ کيانيان همدا اثر متن لمنليک ۱۹۵ مخ .