زموږ په سمیه کې متل دی چې د سپي غاښ په خپله څرمن ځي، زه چې د پاکستان اوسنی شيندلی حالت ګورم دا متل را یاد شي، په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله امریکا په افغانستان یرغل وکړټولو ته ښه معلومه ده، چې همدې پاکستان امریکا ته هډې ورکړې ترڅو افغانستان ته راشي، زه داسې نه وایم که پاکستان امریکا ته هډې نه وای ورکړي امریکا افغانستان ته نشوه را تللی. امریکا قوي اراده درلوده چې افغانستان لاندې کړي هغه که د هرې لارې وي. خو پاکستان خپل رزالت موږ ته دلته هم وښود او ځان یې خپلې مور (امریکا) ته نور هم ورنږدې کړ.
هر کله چې تالبانو په افغانستان کې په بشپړه توګه سقوط وکړ، نو همدې پاکستاني استخباراتي ادارې (ای اس ای) په وزیرستان کې هغه تالبانو ته دمدرسې او روزنځایونه جوړ کړل چې په امریکا یې له افغانستان نه ځغلولي وو. تښتيدلي تالبان همالته په مدرسو او د (ای ایس ای) په پوځي ځایونو کې دیره شول، او خپل ځانونه یې د تل په څیر د پاکستان لاسپوڅي کړل هغه د چا خبره په خپله یې ځانونه د ښامار پنجوته ورکړل، له هغه وخت نه ورو ورو د پاکستان ناولي ادارې (ای ایس ای) په افغانستان کې د تالبانو په لاس خپل ترهګريز فعالیتونه پیل کړل؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه وخت څو واره پاکستان ته سفر وکړ تر څو پاکستاني چاروکو سره په افغانستان کې په روان ناورین خبر اترې وکړي، خو هیڅ نتيجه یې ورنه کړه. دا سفرونه هغه وخت کرزي وکړل چې پا کستان د وزیرستان نه داسې زخم جوړ کړي و، چې د نړۍ هر رقم مکروب او د شراوفساد عناصرین یې پکې راټول کړي وو، او هر وخت به د افغانستان جګړې ته ډلې ډلې را روان وو. لنډه دا چې پاکستان ته ښه غوا لنګه وه، د یوې خوا یې د همدې ترهګرو ځپلو په پلمه د امریکا نه په میلونونه ډالر وهل او له بلې خوا یې په افغانستان کې خپلو ناوړو اهدافو ته په همدې وسيله ځان نږدې کاوه لکه څنګه چې پوهیږو نن هم په افغانستان کې پاکستان خپلو ناوړه اهدافو ته د رسيدلو لپاره په تپو تلاش کې دی.
کله چې پاکستان په ۲۰۱۵ م کال کې په وزیرستان کې د تالبانو ځپلو په موخه عملیات پیل کړل، هغه تالبان چې افغانستان کې یې جنګ روا بللو ټول یې د پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته په موټرو او چورلکو کې خوندي سیمو ته نقل کړل، خو هغه تالبان چې د پاکستان په ضد یې جهاد کاوه ټول یې وځپل او د وزیرستان عام خلک یې په ډير وحشي ډول له خپلې سیمې خوست او پکتيکا ته را کډه کړل. په همدې عملیاتو پاکستان د امریکا نه په میلونونه ډالر تر لاسه کړل، کله چې اشرف غني د واک واګې تر لاسه کړې د پاکستان سره یې داسې سیاست غوره کړ، چې په څو میاشتو کې یې لار ګودر ترې ورک کړل، د ولسمشر د تاند سیاست له امله امریکا هغه پیسې په پاکستان بندې کړې چې نور وختونه به امریکا یاد هیواد ته د ترهګرو ځپلو په موخه ور کولي، او ښاغلي غني د سیمې او نړۍ هیوادونو ته دا قناعت ور کړ چې همدا پاکستان چې ځان سپین سپین چرګ کوي د تروریستانو او ترهګرو اصلي پلار دي، او همدې سیاست پاکستان د خپل موجودیت په تاریخ کې په لومړۍ ځل انزوا ته کش کړ.
کله چې په پاکستان دا توپان راغی نو کرار نشو بلكه په افغانستان کې یې ټول زور ولګوو د هلمند، کندهار، غزني، او کندوز جګړې یې ښې بیلګې کیدای شي، په خپله د پاکستان په داخل کې یې هم ځينې کارونه په لار واچول ( ای ایس ای) د تحریک انصاف ګوندیې د نواز شریف په ضد را جګ کړ، تر څو له همدې لارې حکومت بدل کړي او خپل تور داغ د لمنې نه په همدا ډول لرې کړي او له دې انزوا نه ځان په څه ټګۍ برګۍ وباسي.
همدا اوس په پاکستان کې پراخ لاریونونه روان دي، تر څو د نواز شریف ناکام سیاست ته د پای ټکی کیږدي لا روښانه نه ده چې وړاندې به څه کیږي خو (ای ایس ای) ټول زور لګولی دی، چې نواز شریف مات کړي او خپل هیواد د نننۍ انزوا نه خلاص کړي. خو دا هڅې به چندان نتجه ور نه کړي پاکستان د خپلې لمنې نه اور اخیستي دی، ( ټي ټي پي ) ډله چې پاکستان په خپله د افغانستان ورانولو لپاره جوړه کړي وه، اوس هغه پاکستان ته خپله سترسرخوږی ګرځیدلى دى پاکستان اوس په ټول قوت سره هڅې کوي چې ځان د هراړخیزې انزوا نه خلاص کړي.
په کوټه کې په پوځي پوهنتون برید هم د پاکستان خپل کار و، هغه برید پاکستان ځکه وکړ چې په یو غشي څو مرغان ښکار کړي او ځان نړیوالو ته داسې وښیي چې زه اوس هم د ترهګرۍ قرباني یم دوهم دا چې پاکستان وویل: دا برید د افغانستان له خاورې پلان شوى و، دوی ځکه د افغانستان نوم واخیست چې په همدې رنګ د افغانانو او بلوڅو د ورورولۍ اړیکې خرابې کړي ځکه هغه پوهنتون کې ټول وژل شوي، افسران د بلوڅي ټبر څخه وو، په دې برید کې یې هم په بلوڅو باندې زړه یخ کړ، او هم یې ځان نړۍ ته داسې وښود چې ترهګر سرحد نه لري بلكه زموږ په پوځي ځایونو هم بریدونه کوي. دې ټولو حالاتو ته په کتو سره ویلی شم چې د پاکستان خپل غاښ په خپله څرمن تللی دى.
الله ج دې زموږ ګران هیواد له داسې ذلیلې او بدې ورځ د تل لپاره وساتي…. امین ثم امین