تاند- په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي پرون /جمعه/ وویل، تروریزم په ځانګړي ډول د افغانستان او هند لپاره لوی ګواښ دی نو اوس هغه وخت راغلی چې په سیمه کې د دایمي سولې او ثبات په خاطر د تروریزم د ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.
ابدالي اې این آی خبري اژانس ته په مرکه کې وویل«تروریزم زموږ دښمن دی او ترهګري له ملاتړه پرته دوام نه شي کولی. ترهګر ملاتړي لري او زموږ له خلکو په دې وسیله د خپلو سیاسي او نورو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.»
د افغانستان سفیر په دې باندې په تاکید چې تروریزم د افغانستان لپاره چلینج دی، وویل، ترهګري زموږ ولسواکي او پرمختګ اغېزمنوي.
«تروریزم لوی ګواښ دی په تېره بیا افغانستان او هند ته. اوس مهم وخت دی چې دا ستونزه په سیمه کې د سولې او ثبات په خاطر د تل لپاره ختمه کړای شي. زموږ هیوادونه باید د دې ستونزې په وړاندې مقابله وکړي ځکه چې د دواړو هیوادونو ملتونو ته کړاوونه جوړوي.»
افغانستان په ځلونو پاکستان د تروریزم په ملاتړ تورن کړی او وايي چې پاکستان د تروریستانو د ملاتړ په وسیله په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکوي. دا هغه څه دي چې پاکستاني شنونکي او حتي ځیني دولتي چارواکي هم ورڅخه انکار نه کوي.
ښاغلي ابدالي په عین حال کې د افغانستان او هند دوستي او دوستانه اړیکې د سیمې د نورو هیوادونو لپاره مثالي وبللې.