تاند- د ملګرو ملتو کارپوهان وايي، په افغانستان کې القاعده ته وفادار شاوخوا ۴۵ زره وسله وال یاغیان فعال دي چې د هغو په منځ کې له ۲۰ زره تر ۲۵ زره بهرنیان دي.

ملګروملتو په دې اړه په خپور راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، په عین حال کې ویلي چې د القاعده پلوي ډلو د افغانستان په روانو جګړو کې تر پخوا د طالبانو زیات ملاتړ کړی، خو د اسلامي دولت یا داعش ډله کمزورې شوې ده.

د راپور پر اساس، د افغانستان د حکومت او څو نورو هیوادونو د اټکلونو له مخې، په دې هیواد کې شاوخوا ۴۵ زره وسله وال مخالفان شته چې له ۲۰ زره تر ۲۵ زره یې بهرني جګړه مار دي.

کارپوهانو د جګپوړو چارواکو په قول، چې نومونه یې په راپور کې نه دي یاد شوي، ویلي«دا شریر عناصر د یو بل ملاتړ کوي او نه یوازې افغانستان بلکې نړیوالې ټولنې ته یې خورا زیات تروریستي چلینجونه پېښ کړي دي.»

وسله واله والو طالبانو د خپل رژیم له پرزېدو وروسته د افغانستان د نوي حکومت پر ضد جګړه پیل کړه. خو په وروستیو څو میاشتو کې یې تر بل هر وخت جګړه زیاته پراخه کړه او حتي ځینو ښارونو ته یې ورسوله.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو د بلوا ترڅنګ د داعش یا اسلامی دولت د سختدریځې ډلې بلوا هم پیل شوه. دې ډلې په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت بد ځپلی دی.

د ملګروملتو کارپوهان وايي، یو شمېر هیوادونه باور لري چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې د ملا عمر له مړینې وروسته د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ په موده کې پراخې شوې او همدې وضعیت د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د مشرۍ په دوره کې دوام کړی دی.

د ملګروملتو کارپوهانو ته د څو هیوادونو له لوري ویل شوي چې د القاعده جګړه مار د طالبانو د لارښوونکو او ماهرانو په توګه کار کوي، په تېره بیا د چاودېدونکو وسیلو په جوړولو کې له دې ډلې سره مرسته کوي.

دغو کارپوهانو، چې د طالبانو پر ضد لګېدلي بندیزونه څاري، د ملګروملتو امنیت شورا ته ویلي چې داعش سیمې له لاسه ورکړي، خو لا هم د دې ډلې له لوري د ستونزو زېږول پای ته نه دي رسېدلي.

د دوی په وینا په ۲۰۱۵ کې، چې داعش په ننګرهار کې په زیات قوت کې و، د دغه ولایت ۹ ولسوالۍ یې په کنټرول کې وې خو اوس د دې ډلې نفوذ په ۳ یا درې نیمو ولسوالیو پوري محدود دی.

د ملګروملتو کارپوهان وايي، د داعش نفوذ د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې کم شوی دی.

په راپو رکې دا هم ویل شوي چې اوس د داعش زور د طالبانو په وړاندې په جګړه کې هم لږ شوی دی.

په افغانستان کې د بهرنیو جګړه مارو په اړه په راپور کې ویل شوي چې له ۷۵۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ له پاکستان څخه د دغه هیواد د پوځ د عملیاتو له کبله افغانستان ته تښتېدلي.

د بهرنیو جګړه مارو دوهمه ډله د چین، روسيې او منځنۍ اسیا د هیوادونو د اتباعو ده.

په راپور کې د وسله والو طالبانو د عوایدو په اړه ویل شوي چې دا ډله د مخدرو موادو له کاروبار، د ماینونو له کیندنو او د اختطافونو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *