محمد الله شېرزی

۱۳۹۵/د لړم/۱۴مه

د انسان خلقت د عقل او شعور سره غبرګ شوی، په هر موجود برتري يې له همدې لارې ترلاسه کړیده، دانسان د ژوند هره کړنه د یو لړ تحلیل او تفکر وروسته ترسره کیږي.

د انسان زده کړییزه دوره له کور، د کلي له جومات او زخمي ښوونځي څخه پیلیږي، هر څومره چې د پوهې په بې پولې سمندر کې سړی مزل کوي، د ډېرو نااشنا پدیدو او مواردو سره مخ کیږي او دژوند د پړاو د لوړلو لپاره ځېنې کار اخلي.

په ټولنه کې څو ډوله وګړي استوګن دي؟

لومړی: هغه وګړي چې څښتن تعالی ډېر څه پرې لورولي دي، ذهني خزانه یې ډکه ده، خو د نورو له خولې ډېر څه اوریدل غواړي، د خپلې پوهې سره – سره له نورو ډېرې تجربې او مشورې غواړي، دا ډول وګړي د خپلې بریا ترڅنګ د نورو په بریا هم باور لري، دې ډلې ته موږ د عقل ماړه او د نظرونو تږي ویلی شو.

دویم: هغه ډله وګړي، چې خپلې وړې پوهې یې د بري سترګې ړندې کړیدي، خپله بریا په خپل عقل کې لټوي، د  ورسره عقل ترڅنګ شیطاني پوهه یې ديته نه پریږي، چې د نورو نه څه واوري، تل ورته د نورو نظرونه ماشومانه کیسې او بې ارزښته خبرې ښکاري، مغروریت او په ځان حساب کونه یې د ژوند لویه لاره نشي طی کولی، دې ډلې ته عاقل متکبر ویلی شو.

دریم: هغه ګروپ وګړي، چې د خپل ذهن د کمې روښنایۍ د نه درک ترڅنګ د نورو له تجربو هم کار نشي اخېستلی، دا ډله د ژوند له ټولو بدترینه او بې هدفه ډله ده، ځکه دوی تل هغه لارویان دي، چې د ژوند په توره شپه کې په بې تېله ډېوې باوري دي او په تمه یې عمرونه تېروي.

دا د ژوند د کولو تر ټولو کمزوري او دوه قدمه وګړي دي، چې د بري هېڅ څرک یې د ذهن په نړۍ کې نه تر سترګو کیږي، دې وګړو ته ټولنیز او ذهني ناروغان ویلی شو او د ژوند هره برخه به یې د ستونزو یوه ستره کنده وي.

پدې لړۍ کې وینو، چې د لومړي کتار وګړي د ژوند د هرې صحنې او غوره پایلې ګټونکي وګړي دي، په اسلامي ارشاداتو کې هم د خپلې پوهې ترڅنګ د نورو نظرونو ته په اوریدو، احترام او مشوره کولو صریحاً ټینګار کوي او بریالي وګړي یې بولي.

دویمه کتګوري وګړي بریالي وګړي دي، خو د هرې کړنې پایله به یې بې زیانه او پوره نه وي، ځکه په قران کریم کې راغلي: چې انسان په ضعیف حالت پیدا شویدی. یو ذهن دومره پیاوړی نشي کیدلی، چې د ژوند هرې پدیدې ته یې نظر ورسیږي، دا وګړی باید د خودخواهۍ نه تېر او د نورو له زده کړو زده کړه وکړي.

په دریم کتار کې راغلي وګړي، کاملاً نیمګړي، بې برخلیکه او بې هنره وګړي دي، ځکه د ورسره عقل دکمزورۍ ترڅنګ له نورو هم څه نه غواړي او په ذهني وړتیا او هنر یې باور نه راځي، دا ذهني ناروغان دي او ژوند یې یوازې د خېټې مړول او بې پلانه وخت تېرول دي.

ژوند د عقل په ذریعه او د نورو په مشوره تر اوږدو لارو پورې پرمخ بوځئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *