وګړي هغه دي چې ښه يې پاتې شي او دوی لاړ شي نه هغه چې له مرګ وروسته يې هم څوک د نوم اورېدو مينه نه لري. په ټولنه کې وګړي بېلابېل خويونه، فکرونه او تګلارې لري، خو لږ پیداکېږي چې د مجيبالرحمن محمودي په څېر د ټولنې د پرمختګ له پاره کار وکړي او د سر په بیه هر کلي او بانډې ته لاړ شي، خلکو ته کتابونه يوسي او خلک له پوهې سره اشنا کړي.
محمودي د خپلو تېرو کتابتونونو د جوړولو په لړ کې دا دی، د روان ۱۳۹۵لمریز کال د لړم میاشتې په ۸مه د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې په انبوخاک عالي ليسه کې، (انبوخاک عامه کتابتون) پرانيست.
د دې کتابتون په پرانیست غوڼده کې، د انبوخاک عالي ليسې د ښوونکو په شمول، د سیمې ځینو علماوو، مخورو، مشرانو، د چک کثیرالرشتوي انستیتوت آمر او ښوونکو، د چک ولسوالۍ د پوهنې امریت استازي، د وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي او د سيمې يو شمېر نورو مخورو ګډون کړی و.
په همدې اړه د انبوخاک په عالي لېسه کې د نوموړي کتابتون پرانست غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د نوموړي کتابتون بنسټ اېښودونکي مجیبالرحمن محمودي د غونډې ګډون والو ته د کتابتون د څرنګوالي او شرایطو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل.
نوموړي په لومړي سر کې د کتاب او مطالعې د ارزښت او په ټولنه کې د هغې د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې، ورپسې یې له هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دغه کتابتون په جوړولو کې یې نغدي، د کتابونو او هر اړخیزې مرستې کړې دي او د هغو کسانو نومونه یې یاد کړل، چې له دغه کتابتون سره یې د کتابونو مرسته کړې ده چې په ځانګړي ډول، د دغه عامه کتابتون په جوړولو کې د سیمې لوی عالم او تکړه لیکوال دوکتور کفایتالله وردګ مالي مرسته د هېرېدو وړ نه ده.
د ښاغلي دوکتور کفايتالله وردګ په نغدي مرسته په سلګونه کتابونه اخیستل شوي دي، وردګ صیب نه یوازې له دې کتابتون سره مرسته کړې ده، بلکې له دې مخکې یې هم په سلګونو ګټور کتابونه عامه کتابتونونو ته ډالۍ کړي دي.
ښاغلي محمودي د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه: “انبوخاک کتابتون هم د جلګه، ابوحنیفه، چک کثیرالرشتوي انستیتيوت، سیدآباد او نورو کتابتونونو په شان یو عام المنفعه کتابتون دی چې د علم دوستو او خیر غوښتونکو کسانو په مرستو سره جوړ شوی دی او دغه کتابتون په هېڅ ګوند، ټولنې، حکومت او یا بل چا پورې نه دی تړلی او نه څوک حق لري چې کوم چا ته یې منسوب کړي.”
محمودي د خپلو خبرو په پای کې د کتابتون په ټولو شرایطو رڼا واچوله او دا یې ټولو ته څرګنده کړه چې له دې کتابتون څخه د سیمې هر وګړی ګټه اخیستلای شي او که د کتابتون د ځای په اړه او یا بله کومه برخه کې څه ستونزه را پیدا کېږي، نو د سیمې د خلکو په هوکړې سره به کتابتون یو بل ځای ته انتقالېږي. محمودي د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د کتابتون په غني کېدو کې خپله مرسته ونه سپموي.
د غونډې په ترڅ کې د سیمې تکړه دیني عالم، ښاغلي مولوي محمد درود د غونډې برخه والو ته د کتابتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د کتابتون له بنسټ اېښودونکي او مرسته کوونکو څخه يې مننه وکړه، د سیمې خلکو ته یې د کتابتون مبارکی ویله.
هغه زیاته کړه: “زموږ نوی نسل کتابونو ته ډېره اړتیا لري، ځکه یوازې کتاب دی چې ټولنه له تیارو څخه را باسي، خو داسې نه چې کتاب په الماریو کې وساتل شي، بلکې کتاب باید مطالعه شي او ګټه ترې واخیستل شي.”
نوموړي همداراز وويل چې نن په نړۍ کې کوم پرمختګونه شوي دي، هغه که په ساینسي برخه او يا هم په نورو برخو کې دي، هغه ټول د کتاب او علم له برکته دي، نو د عامه کتابتونونو جوړول يې داسې یو لوی خدمت وباله چې ثاني يې نه لیدل کېږي.
ور پسې د انبوخاک عالي ليسې ښوونکي ښاغلي استاد ګلالرحمن هم لنډې خبرې وکړې، د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه یې رڼا واچوله او خوښي یې څرګنده کړه چې نن په داسې یوه سیمه کې یو عامه کتابتون پرانیستل کېږي چې هغه ټولنه ډېره کړېدلې ده او له هر ډول نیکمرغیو څخه بې برخې ده.
استاد ګلالرحمن زیاته کړه: “د کتابتون له بنسټ اېښودونکي او له ټولو مرسته کوونکو څخه مننه کوو، که موږ له کتاب او مطالعې سره خپله مینه زیاته کړو، نو خامخا به له سیالانو سره سیال شو او له نوموړي کتابتون سره یې هر ډول مرستې او همکارۍ ته ژمن يو.”
د غونډې په ترڅ کې د وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازیتوب، ښاغلي احمد جاویدکلیوال خپل پیغام د غونډې ګډون والو ته واوراوه، د کتابتون مبارکي یې ورکړه، له مرسته کوونکو څخه یې مننه وکړه او ویې ویل: “زه په دې کتابونو کې داسې کتابونه وينم چې د یوه انسان فکر ته خامخا مثبت بدلون ورکوي، له تیارو څخه یې را باسي او هر مطالعه کوونکی به ګټورې لاسته راوړنې ترې ولري.”
ورپسې د معارف په استازیتوب، محمد حامدبها هم خپلې لنډې خبرې وکړې او خلک یې د کتابتون د غني کولو له پاره را وبلل او له بنسټ اېښودونکي او مرسته کوونکو څخه یې مننه وکړه.
د غونډې په پای کې د سیمې مخور ملک محمدنصیر احمدي هم د غونډې برخه والو ته د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د کتابتون له جوړونکو او مرسته کوونکو څخه یې مننه وکړه او خپله یې هم وعده وکړه چې په نږدې وخت کې به تر ۵۰۰ټوکه پورې ګټور کتابونه کتابتون ته وسپاري.
د يادولو وړ ده چې ياد کتابتون ته د (۱۰۰۰)په شاوخوا کې کتابونه او له ۱۵۰ډېرې مجلې وسپارل شوې. د سیمې یوه بل مخور مشر هم ۷ټوکه بېلابېل کتابونه د نوموړي کتابتون له پاره ډالۍ کړل. همدا شان د انبوخاک عالي لېسې مسؤلینو هم وویل چې له دوی سره هم ۵۵۰ټوکه کتابونه شته، هغه به هم د انبوخاک عامه کتابتون په واک کې ورکړي.
ښاغلي مجيبالرحمن محمودي د ملګرو په مرستو، له ۱۳۹۱لمریز کال راهیسې د عامه کتابتونونو په جوړولو پیل کړی، دا یې اووم عامه کتابتون دی چې په کلیوالي سیمو کې پرانستل کېږي. نوموړي کتابتونونه به په خپله اړونده سیمه کې د وخت په تېرېدو او دوستانو په مرستو سره نورې څانګې هم پرانیزي. همدا شان په څو نورو کتابتونونو هم کار روان دی. په پام کې نیول شوې ده چې د شرایطو په برابرېدو سره به په نږدې وخت کې د جغتو عامه کتابتون بنسټ هم کېښودل شي.
د غونډې په پای کې څو تنو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول او دغه پرانیست غونډه د ګډون والو له خوا له نوموړي کتابتون سره د مرستې په وعدې او لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.