تاند- د هند (ټایمز اف انډیا) ورځپاڼې نن ولیکل، یو افغان سوداګر د ډیلي په چاندني چوک کې ولوټل شو.
ورځپاڼه وايي، څلور غله د یوه افغان سوداګر کور ته ننوتل او نه یوازې د دغه سوداګر بلکې د هغه د ورور او دوه مېلمنو پیسې یې هم غلا کړې.
دا پېښه د جمعې په ورځ د چاندني چوک په ګڼه ګوڼه سیمه کې وشوه.
دغه سوداګر شېر افضل نومېږي او له ۱۲ کلونو راهیسي په کلکته کې اوسي.
شېرافضل ویلي چې غله د شپې په ۱۵ کمې نهه بجې کور ته ورننوتل.
دی وايي«ورور مې وحید خان له مېلمنو سره خبرې کولې او په عین حال کې یې د شپې ډوډۍ تیارله چې دروازه وټکول شوه، ګومان مو وکړ چې کوم مشتري به وي، خو کله چې وحید دروازه خلاصه کړه، ۴ تنه له وسلو سره په زور راننوتل، ۳ یې مولونه وهلي ول. یوه ماسک نه درلود. څلور واړو په اردو ژبه خبرې کولې.»
شېرافضل همداراز وویل«غلو راته وویل، کابلي والا قیمتي شیان مو راکړئ.»
د شېرافضل په وینا غله په دې پوهېدل چې موږ ډېرې نغدې پیسې لرو.
«دوی زموږ لاسونه وتړل، ۸۰ زره روپۍ، ساعتونه، د سپینو زرو ګوتې او موبایلونه یې راڅخه یووړل.»
دوی پولیسو ته شکایت کړی او پولیس وايي چې د قضیې په اړه څېړنه کوي.
دا خو ښه دي غله دي، په پاکستان کې په میلیونونو ځلې پولیسو له خلکو نه پیسې وهلې دي. هېڅ افغان به نه وي چې پاکستاني پولیسو ترې پیسې نه وي وهلې. زما چې یادېږي یو ځل یې را نه په کفراباد (اسلام اباد) کې ۱۳ سوه روپۍ له جیب نه واېستې او بل ځل یې په کراچۍ کې را نه څو سوه ډالر واخیستل.