تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، د شربت ګلې د نه ایستلو په اړه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د پرېکړې هرکلی کوي خو شربت ګله نور نه غواړي چې دلته پاتې شي.
پرون /شنبه/ د تحریک انصاف مشر عمران خان، چې ګوند یې په خیبر پښتونخوا کې حکومت په لاس کې لري، د دغه ایالت له حکومته وغوښتل چې شربت ګله له پاکستانه ونه باسي.
عمران خان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا پیغام یې د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر پروېزخټک ته لېږلی دی.
ده ویلي چې شربت ګله باید د انساني خواخوږۍ او ترحم په خاطر ونه ایستل شي.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي چې شربت ګله به سبا له روغتونه خپل هیواد ته ولېږدوي. ده همداراز وویل، شربت ګله په پيښور کې نه پاتي کيږي او د دې د ستنولو لپاره ترتیبات نیول شوي دي. حضرت عمر زاخېلوال دا هم وویل چې کابل ته د شربت ګلې له رسېدو وروسته به لومړی تصوير له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره واخلي.
شربت کله، چې په نړۍ کې د افغانستان د مثبت تصویر سمبول معرفي شوې، ۱۵ ورځې وړاندې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیسو د پېښور په نوتیه سیمه کې ونیوله.
د پېښور محکمې په ۱۵ ورځو بند محکومه کړه چې ۱۱ ورځې یې په جېل او پاتې وخت یې په روغتون کې تېر کړ. دا د ځیکر یا هیپاتیت په ناروغۍ اخته ده. خاوند او مشره لور یې هم په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.
په همدې حال کې ویل کېږي چې د نشنل جوګرافیک مجلې د عکاس ستیف مک مکوري له لوري شربت ګلې ته استول شوي پیسې مشهور خبریال رحیم الله یوسفزي خپل جېب ته اچولي دي.
مک مکوري لومړنی عکاس و چې شربت کله یې په اتیایمه لسیزه کې د پېښور د ناصرباغ په کمپ کې وموندله او د دې عکس یې واخیست. دغه عکس په عکاسۍ کې د مونالیزیا د انځور (رسم) په شان شهرت ترلاسه کړی دی.
ډاکترعمر زاخېلوال ویلي چې له ولسمشره یې غوښتي چې شربت ګلې ته سرپناه ورکړي. د شربت ګلې د ملاتړ په برخه کې د افغان سفیر هلې ځلې افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ستایلي دي.