محمد رفیق افغان

د خلکو مینه ده، دنګ خیال مې بولې، دنګ مې بولي

ګنې جلانه زه خو خاورې یمه، دنګ هم نه یم؟!

تېره پنجشنبه (د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې په ۱۳ مه نېټه) د کابل په کتاب ښار کې د نن ځوانانو ټولنې له خوا د ځوان شاعر او لیکوال سېد جیلاني جلان نمانځغونډه جوړه شوې وه چې ګڼو چارواکو، شاعرانو، لیکوالو، ژورنالېستانو، لوبغاړو او د جلان د هنر مینه والو په کې برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې پرانیسته د نن ځوانانو ټولنې مشر وکړه او ورپسې مصطفی باور د محمد اکبر کرګر هغه لیکنه ولوسته چې د جلان پر شاعرۍ یې لیکلې وه. ښاغلي کرګر په خپله مقاله کې ویلي و، کله چې د جلان شعر لولم، د هغه د زړه درزا محسوسوم او دهغه د احساس،عاطف ېاو د خيال دهلېزونو ته داخليږم. د کرګر په خبره، جلان یو مصنوعي شاعر نه دی، بلکې د ده شعر دا راته وايي، چې دی په وچ زور شعر نه لیکي، جلان په کلیماتو جادو کوي او ځان ته یوه داسې دنیاګۍ جوړوي چې خپله په کې ژوند کوي.

ځوان شاعر صفی الله عمر خیل وویل، جلان جادوګر او نوښتګر هنرمند دی چې دا خبره د پښتو ادب سرلاري هم تائیدوي. نوموړې زیاته کړه د جلان په شعرونو کې داسې نوي او زړه راښکونکي تصویرونه، ترکیبونه، تشبېهات، استعاري او ګڼې نورې ادبي ښکلاوې شته چې په نورو شاعرانو کې یا نشته یا بیخي کمې پیدا کېږي.

د هېواد وتلې لوبغاړي احمد ولي هوتک په خپلو خبرو کې جلان یو ښه انسان وباله او وې ویل، که څه هم زه لوبغاړی یم، خو بیا هم د جلان شعرونه لولم او خوند ترې اخلم.

ځوان سندرغاړي جاوېد امیرخېل بیا جلان خپل استاد وباله، هغه وویل، کله چې د هنر نړۍ ته راغی، جلان هغه کس و چې د ده لاسنیوی یې وکړ او نن چې دی په کوم موقف کې دی، دا د جلان برکت دی. امیرخېل زیاته کړه، ویاړم چې داسې یو هنرمند او شاعر دوست لرم. د جاوېد امیرخېل له خبرو وروسته بشیر احمد دریځ د فرید احمد تسکین هغه شعر ولوست چې جلان ته یې لیکلی و:

په تکه توره شپه کي رڼايي کوي جلانه

دا ته کوم رنګ او نور ته شاعري کوي جلانه؟

په سترګو کي دې وړکیه یو دریاب ښکلا بهیږي

په سترګو کي یو چاته بنده ګي کوې جلانه

یوعذاب او یوه درد ته دې په زړه کې سکون ورکړ

په اصل کې خوته د ژوند یاري کوې جلانه

د شعر پرتخییل دې جمالیاتو کوډې کړي

واه کوم لیوني جام سره مستي کوې جلانه؟

تسکین دې د زړګي شمه ته څومره عاطفي شو

دا څه زورور پیر ته مریدي کوې جلانه؟!

له دې شعر وروسته د هیواد پیاوړي ممثل ممنون مقصودي د جلان د (شاعر او تيږې) نظم په تمثیلي بڼه ډېکلمه کړهچې د ګډونوالو له خوا په ګرمو احساساتو بدرګه شو.

لیکوال او سیاستوال ډاکټر فیض محمد ځلاند وویل، جلان له ‌ډېرو کمو شیانو سره ښار ته راغلی و، خو نن ډېر څه لري او دا ټول د ده په هڅو پورې اړه لري. هغه نورو ځوانانو ته جلان د یوې بېلګې په توګه کړ او سپارښتنه یې وکړه، که دوی هم د ده لاره تعقیب کړي، یوه ورځ به یې لاسونه ډک وي.

د دري ژبې تکړه شاعرې اورنوس غزل د جلان په اړه وویل، جلان مې ډېره موده همکار پاتې شوی او دا ویلی شم چې دی یو ښه انسان او یو ښه شاعر دی.

د درې ژبې بلې پیغلې شاعرې عادلې آذین نظري هم د جلان د شاعرۍ ستاینه وکړه، هغې وویل، د جلان شاعري یوازې پښتانه نه لولي، بلکې نور هغه کسان چې په پښتو څه ناڅه پوهېږي او له شعر سره یې مینه وه، د جلان شاعري لولي. هغې له جلان هیله وکړه، که امکان یې وي، له دې وروسته دې په دري ژبه هم شاعري وکړي.

د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقیقت سانین هم پر جلان خوږې او هیله بښوونکې خبرې وکړې، هغه وویل که جلان خپلو پنځونو ته همداسې ادامه ورکړي، خپلې ژبې، فرهنګ، ولس او هیواد  ته به یې ډېر څه ورکړي وي.

ډاکتر لطیف بهاند په خپلو خبرو کې د جلان په شاعرۍ کې نوښتونو ته اشارې وکړې، هغه وویل، جلان نوي تشبېهات، استعارې، سېمبولونه او ترکیبونه رامنځ ته کوي، ځکه خو یې په شاعرۍ کې ښکلاوې موجودې دي. ډاکتر بهاند دا د جلان ښګېڼه وبلله چې په نوښتونو پسې ګرځي او هر وخت هڅه کوي، د نوښت نوې تجربې وکړي.

عطاالله حیران د جلان پر شاعرۍ مقاله لیکلې وه، هغه د جلان د شاعرۍ فلسفي رنګونه راټول کړي و او پر هغو یې خبرې وکړې. حیران جلان ازادي غوښتونکی، مینه ناک او باغي شاعر وباله او د هغه په ځینو بیتونه یې خپلې خبرې سمې ثابتې کړې.

عنایت الله دیدار د غونډې د ارزولو ترڅنګ وویل، د جلان شاعري له طبیعت سره ژورې اړیکې لري. د دیدار په خبرهجلان یوازې د تشبېهاتو او استعارو شاعر نه دی، بلکې د طبعیت سره د اړیکو ترڅنګ د جلان په شاعرۍ کې تصوفي اړخ هم ښه پوخ موجود دی خو په دې برخه باید کار وشي او راوسپړل شي، دیدار د بېلګې په ډول د جلان دې بیت ته اشاره وکړه:

راځئ په مینه مینه واورو نورنۍ خبرې

زما د جانان په طلايي تندي کې رب غږېږي

او بیا یې وویل، که پر همدې بېت څېړنه وشي، کتابونه پرې لیکل کېدای شي. هغه زیاته کړه، دغسې ډېرې بېلګې د جلان په شاعرۍ کې شته.

د غونډې په وروستۍ برخه کې سېد جیلاني جلان د ګډونوالو په مینه ناکې بدرګې سټېج ته وبلل شو. هغه د غونډې له جوړونکو، ویناوالو او ګډونوالو مننه وکړه او بیا یې د خپل ژوند او هنر پر لوړو ژورو خبرې وکړې. جلان وویل،په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی یم، خو کله مې هم ځان نه دی بایللی او په مبارزو مې ځان تر دې ځایه رارسولی دی.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د قلم نړیوالې ټولنې له خواسېد جیلاني جلان ته د نوښتګر او ښه شاعر ستاینلیک هم ورکړل شو.

د دې غونډې ویاندويي چې سایرې اکاخېل کوله، ماسپښین یوه نیمه بجه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *