تاند- د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې په تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې د سرطان د ناروغۍ په وجه د ښځو د مړینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د دې ټولنې په وینا د سرطان په ناروغۍ به د ښځو د مړینو شمېر له۲۰۳۰میلادي کال وروسته هر کال ۵ ملیونه او ۵ لکو ته ورسېږي.

د دې معنا دا ده چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله به په ۲۰۳۰ کال کې د سرطان په ناروغیو د ښځو مړینې په سلو کې ۶۰ زیاتې شي.

د سرطاني ناروغیو د پاریس په کانګریس کې د وړاندې شویو احصاییو له مخې اکثره ښځې به په بېوزلو هیوادونو کې په دې مرګونې ناروغۍ اخته شي.

په پرمختللیو هیوادونو کې د ژوند کولو سمه شېوه، سالمه تغذیه، او د سرطان نارغي په اړه د خلکو د معلوماتو زیاتوالی د دې سبب کېږي چې په دغو هیوادونو کې د سرطان په وجه د مړینو شمېر لږ شي.

د تي یا سینې سرطان د ښځو تر ټولو لوی قاتل

په دې څېړنه کې ویل شوي چې د ښځو د سینې یا تي سرطان د زړه له ناروغیو وروسته د ښځو د مړینو تر ټولو لوی سبب دی. ورپسې د لویو کولمو، سږو، او زیلانځ یا رحم سرطان زیات عام دی.

Breast cancerښځو ته سپارښتنه شوې چې په خپله په خپلو سینو کې د سرطان نښې وپېژني او تر ډاکتر وړاندې یې تشخیص کړي.

د ښځو له لوري د سیګرېټ څکولو عام کېدو هم په ښځمنه طبقه کې سرطان ډېر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *