یو شمیر پرديپالو کړیو اوازه خپره کړې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر ترمنځ اختلافات جوړ شوي او د دې په پایله کې اتمر پر غني د ناکامې کودتا هڅه هم کړې ده.

له دغې اوازې څخه وروسته د ولسمشر او ملي امنیت شورا ویاندویانو دا اوازه د خندا وړ او په بشپړ ډول د واقعیتونو خلاف وباله. دا چې واقعیتونه په ریښتیا څه دي، په دې مقاله کې به لنډه رڼا ورباندې واچوو:

اتمر ولې  د تبلیغاتو هدف دی؟

اتمر د ولسمشر غني د حکومت ستون فقرات ګنل کیږي، علت یې دا دی چې هغه د دې حکومت د بقا او د افغانستان د ملي ګټو د تحقق لپاره له بل هرچا څخه ډير ځان په کار کولو او ملي تعهد مکلف وباله.

حنیف اتمر د دې لپاره چې د افغانستان لپاره اساسي خدمت وکړی شي، د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره د ټولو حکومت کې دخیلو سیاستوالو برعکس د واک، صلاحیت، امتیاز او خپل ګوند د حق غوښتلو له ټولو ځاني غوښتو څخه تیر شو او د ملي امنیت د مشاور په حیث یې کار پیل کړ.

د ملي امنیت مشاوریت ټولو ته ښکاره ده چې یو پالیسي سازه او د همغږۍ ارګان دی، اجرایوی صلاحیت نه لري، محدود تشکیل یې دی خو له دې کبله چې مهم مسوولیتونه ورپه غاړه دي او د بهرني او امیتي سیاست همهغږي کوي، اتمر یې دروند او وله سرګرداني ډک مسوولیت ته چمتو شو.

اتمر وکړی شول په ډیره کمه موده کې د ولسمشر غني د تحول او تداوم ټاکنیز منشور د پنځه حلقه یي بهرني سیاست د تحقق لپاره،، چې دی یې هم د تیوریسنانو له جملې څخه و، په پوره بریالیتوب سره کار وکړي.

حنیف اتمر د ملي امنیت د مخکینیو سلاکارانو: زلمي رسول او رنګین سپنیتا برعکس د ارګ په چهاردیوالۍ کې کرار نه کیناست، ده د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د نظام د قوي حمایت لپاره پوره زمینه سازي وکړه، همدا شان یې د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې بې سابقه توازن رامنځته او له روسیې او وهند څخه د پوځي مرستو ترلاسه کولو ابتکار وکړ ده د سولې پروسه کې تاریخي رول ولوباوه او د حزب اسلامي له امیر سره یې د سولې پروسه د خورا کورنیو او بهرنیو ننګونکو او تخریبي هڅو په موجودیت کې خورا ښه رهبري کړه.

د ملي امنیت سلاکار همدا شان د ترهګرو ډلو د ځپلو، سولې ته د طالباو د یو شمیر مشرانو په راضي کولو، په کور دننه د غوره امنیتي پالیسیو د جوړولو او له مافیایي ډلو او د واک له قبضه ګرو سره په مقابله کې هم خپل نبوغ، جرات او د مقابلې وړتیا په ځلونو څرګنده او د دغو ډلو ملاوې یې ماتې کړې هغه پر دې سربیره په کور دنه د نظام د ملاتړ لپاره وخت په وخت لویې تخریبي هڅې چې حکومت ضدو سیاستوالو پلانولې، له هغوی سره د تفاهم او تقابل په وسیله ناکامې او کمزورې کړې.

دې ټولو ته په کتو سره د نظام کورني او بهرني مخالفین دې نتیجې ته ورسیدل، چې د نظام د تخریب لپاره اساسي هدف حنیف اتمر کیدای شي.

دوی د خپلو استخباراتي لارښوونکو په دستور له پیله تر اوسه په مختلفو شکلونو سره غواړي د افغانستان دغه کم ساری ستراتیژیست، پیاوړی رهبر او اوسپنیز سړی د تبلیغاتي بریدونو هدف وګرځوي او په دې ډول سره د نظام ملا ماته کړي.

وروستۍ شرمونکې اوازه چې له هیواده بهر یوه اجیر او استخباراتي لاسپوڅې اچولې او د ده هم نظره یې په تبلیغ کې همکاره شوي، هیڅکله ریښتیا کیدای نه شي. ځکه هغه نظام چې بقا او دوام یې تر ډيره د همدغه حنیف اتمر د شپو او ورځو کار، خواریو او سرګردانیو نتیجه وي او هغه ولسمشر چې د همدغه اتمر په بې سارې قربانۍ او ملاتړ دغه مقام ته رسیدلی هیڅکله به یې اتمر د پښو وهونکی نه شي. دغه نظام او ولسمشر به هم هیڅکله د دغه اتمر د خدمت او قربانیو احسان هیر او د ده په ضد تبلیغاتو ته لبیک ونه وایي.

پښتو متل دی، چې: بارداره ونه په تیږو لګیږي.

اتمر د افغانستان د یوه واقعي بچي او خدمتګار په حیث به خامخا بیا، بیا د داسې تبلیغاتو هدف ګرځیږي خو ولس ته واقعیتونه معلوم دي، نظام هم خپلې اساسي ستنې او مدافعان ښه پیژني.

One thought on “غني او اتمر رښتیا سره وران دي؟ نسیم ځاځی”
  1. پخوا به نظار شورا د بازي کلوخک په نامه په اصطلاح خپل جهاد ته تبلیغي رنګ ور کاوه او خلکو ته به یې ځانونه ډېرور ښوول ، خو کله چې معلومه شوه دوی ډېر کم خلک او یوه کوچینۍ ترورېستي ډله وه ، او یوازې د هغو مجاهدینو د ترور له پاره جوړه او روزل شوې وه چې په سیمه کې ددوی د پر مختګ او په سالنګونو کې د روسي کتارونو د تېرېدو خنډ ګرځيدل . ځکه روسان ددوی سترا تیژیک ملګري ، تمویلوونکي او ملاتړي وو . خو او س یې په سیاست کې همغه زړه بازي کلوخک پیل کړې ده ، هره ورځ درواغ او دوړې بادوي ، باټې ولي ، خو په حقیقت کې دوی هېڅ شی هم نه دي . ددوی د استخباراتي درواغو جوړولو ټول لابراتوارونه په کابل او نورو هېوادو کې د روسیې ، فرانسې ، انګلیس ، ایران او ځینو نورو هېوادو سفارتونه دي چې د نړۍ تر ټولو ستر درواغجن یې ور ته جوړوي ، همدغه منافقین یې تیتوي او د افغانستان د خلکو ذهنونه ور باندې مغشوشوي . خو اوس دغه ددرواغو ګوډي ټولو افغانانو ښه پېژندلي ، او هېڅو ک یې په خبرو باور نه کوي او یوازې خپل ځان نور هم شرموي . که څه هم په دوی کې شرم له سره وجود نه لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *