د هنر د يوې څانګې غوندې په ادب کې ناشوني کارونه ممکن شي. دلته دېوالونه خبرې کوي، شپه غېږ لري، سپوږمۍ د ګرد مخ مېرمن ده او شبنم د ګل پر پستو اننګو پروت دى او ژاړي. دا هم د عادي ژبې ناعادي کول دي.
په لرغوني اسطوري جهان کې هر څيز روح لاره. انګرېز عالم ايډورډ ټېلر(1832-١٩١٧)- چې د دينونو پر پرتله يې کار کړى، د لرغوني انسان دې ذهنيت ته انيميسم (animism) وايي. په دې توګه په لرغوني پېر کې غره، اوبه، باران او…ژوندي شيان ګڼل کېدل.
د لرغوني زمان دا خصوصيت تراوسه زموږ په ژبه کې شته؛ خو دومره ورسره عادي شوي يو، چې ورپام کېږي مو نه. موږ وايو: باران يا سيلاب راغى. تياره خپره شوه، لمر راوخوت، ستوري پړکېږي، اسمان غورېږي، غر راوښويېد، د لمر سترګه، د غره لمن، د سيند غاړه او په لسګونه داسې نور مثالونه.
په لرغوني زمان کې انسانان فکر کاوه، چې سيلاب له کوم لوري راځي، وبا هم پر ښار راشي، ښار تباه کړي، بيا لاړه شي. زلزله هم داسې، باران هم ژوندى موجود دى، راورېږي. ښايي، په لرغوني پېر کې، چې خلکو په اعتقاد کې انيميسم لاره، د همدې ژوندي ګڼلو له امله دا شيان مقدس ګڼل کېدل. زموږ په کلچر کې تراوسه دا خبره شته، چې مړي ګرځي يا روحونه ګرځي. ارواوې موږ ته تقدس لري.
لرغوني انسان ته جهان د متحرکو ژوندي موجوداتو ټاټوبى ښکارېده. په دې جهان کې هر څه متحرک و، سيورى چې په وجود پسې روان وي، ده څرنګه ساکن بللى واى او دا د ده لپاره د تعجب خبره وه، چې سيورى دى څاري او ورپسې روان وي. له لرغوني پېر نه خپل سيوري د انسان پر روان اغېز لاره. اوس هم چې په شاعرۍ کې د سيوري يا سايې مستقيمه او مجازي کارونه وينو، مرموز خوند پکې احساسوو.
اوس چې موږ د ساينس او ټولنيز علومو په برکت د ساکښ او بې سا څيزونو په توپير پوه شوي يو، فکرونه مو معقول شوي. اوس جهان د ساکښو او بې سا دواړو ځاى دى. اوس دا د ژوندي کولو او سا پوکولو کار هنر کوي. ښايي هنر د ټولنيز لاشعور د پومبي هغه تار وي، چې موږ له اسطوري جهان سره تړي. اسطورې او هنر دواړه د تخيل بچوړي دي. دا د اسطورې او هنر مشترکه وجه ښيي.
موږ اوس په هنر کې شعوري هڅه کوو، چې په مړو شيانو کې سا وپوکو. په ادبياتو کې تشخيص او انطاق هغه صنعت دى، چې مړه شيان راژوندي کوي او انساني کوي.
په پخوانۍ بديع کې دا صنعت نه وينو؛ خو د بديع اوسنيو کتابونو له لويديځه پور کړى دى. په دې توپير چې په ادبي تيوري کې personificationته د پاراډوکسي بيان غوندې د يوه مستقل بيان په سترګه کتل کېږي.
د پښتو بديع په اوسنيو کتابونو کې دا صنعت چې څومره ارزېده، هغومره پام نه دى شوى، ځکه تشخيص لکه د پارډاکس او انځور غوندې پر ټول ادب اغېز لري.
تشخيص مجازي او حقيقي دواړه بڼې لري. پيرمحمد کاروان وايي:
زمونږ له برکلي راوړي اباسين مړي
په سپينه ورځ ګرځي په تور کفن کې سپين مړي
د بلبلانو په ويرنو کې ژوندي پايي
د ګلابونو، د نرګسو، د نسرين مړي
خداى ته ورغلي، خداى زده ولې خداى بښلي نه دي
زمونږ د ستړيو دعاګانو د اۤمين مړي
په دې درو بيتو کې وينو، چې (اباسين) تشخيص دى، چې د ساکښ د وړلو صفت ورته منسوب شوى دى. په بله مسره کې بلبل د انسان غوندې وير کوي او ګلابونه، نرګس او نسرين جسدونه لري او د انسان غوندې مري. په وروستۍ مسره کې اۤمين هم د ساکښ صفت ترلاسه کړى او مړ شوى دى. د دې شعر له ټول جوړښته برداشت کولى شو، چې دا څيزونه په اصلي ماناوو کارېدلي دي. تشخيص دلته دا شيان راته د ساکښو او انسان غوندې معرفي کوي.
د شېخ اسعد سوري د قصيدې څو بيته دي:
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
د واکمن له سره خول پرېباسي، مړ سي
د بېوزلو وينې توى کاندي خونخوار
کله غورځوې واکمن له پلازونو
کله کښېنوي په خاورو کې بادار
نه هغه زرغا د غرونو د بېديا ده
نه د زرکو په مسا دى کټهار
نه غټول بيا زرغونېږي په لاښونو
نه بامي بيا مسېده کا په کهسار
د بوللې په دې بيتونو کې وينو، چې فلک، زرکې، غاټول او بامي ته انساني صفتونه او فعلونه منسوب شوي او د انسانانو په توګه راڅرګند شوي دي؛ خو دلته فلک، زرکه، غاټول او بامي حقيقي مانا لري.
د پير محمد کاروان (چنار خبرې کوي) د مجازي تشخيص دقيق مثال دى. دوه بيته يې نور دي:
نرګس رنځور دى، د شبنم طبيبه لاس يې نيسه
مرګى ترې وباسه يو دم د زيړې تبې په شان
سړيخواره پرې چارچاپېر لکه غاښونه ولاړ
جانان مې وساتې مولا پکې د ژبې په شان
په دې مسرو کې نرګس رنځور دى، شبنم طبيب دى، مرګى ايستل کېږي او غاښونه ولاړ دي. د بيت وروستۍ مسره او د نرګس رنځورتيا راته وايي، چې دا په مجازي مانا کارېدلى استعاري بيان دى، چې اجزا يې تشبيهي اړيکه لري. دې ډول تشخيص ته مجازي تشخصي وىلى شو.
د کاروان شاعري له تشخيصونو مالامل ده. د نوموړي په شاعرۍ کې د لرغوني انيميسم غوندې ژوندى طبيعت وينو. دلته نرګس، غاټول، نښتر، باز او … انسانان شوي دي.
يواځې دا نه چې تشبيه، استعاره، سمبول او کنايه تشخيص پيدا کوي، بلکې کله تشخيص د استعارې په کار هم راځي. کله چې زه ووايم، چې ګل راته وويل، دلته وينو، چې ګل ته د (ويلو) د فعل په منسبولو مو د استعارې د پيدا کولو هڅه کړې. ښايي، د فعلونو په وسيله جوړېدونکي تشخيصونه همداسې د استعارې په پيدا کولو کې مرسته وکړي.
پر تشخيص سربېره د ادبياتو په معاصره تيورۍ کې بل مهم بحث تصوير دى. د ادبي تيوري اوسني پوهان د هنر د يوې څانګې په توګه ادبيات د انځورونو د ايجاد ډګر ګڼي. د تصوير په ايجاد کې تشخيص ونډه لري. د (سروه راروانه ده) په مثال کې يو متحرک تصوير وينو. (چنار خبرې کوي) کې يو ديو قامتى چنار وينه، چې ګويانه دى. کاروان وايي:
ظالمه شپه ده، زړه سوى لږ شان هم شمال نه لري
زمونږ غريبه ډيوګۍ د شيشې شال نه لري
د دې بيت په اورېدو مو سترګو ته يو کلي تصوير وردرېږي. شپه ظالمه ده: دا خالي يو تشخيص دى؛ خو له شماله د زړه سوي توقع په ورته وخت کې هم تشخيص دى او هم راته د شمال د تېزوالي تصوير ښيي. د ډيوې د غربت انساني صفت او د شيشې شال هم تصويرونه دي. فکر کوم دويمې مسرې کمپوزيټ يا ګډوله تصوير جوړ کړى. يوې خوا نه شاعر هڅه کوي، چې زموږ سترګو ته زړه او غربت ځپلې جونګړه ودروي او دا کار د شيشې د شال په ذريعه کوي، ځکه چې شيشه راته د شيش محل او شال راته د شتمنو ګرانبيه جامې رايادوي؛ خو بل طرف ته راته پخپله د ډيوې تصوير راکوي. ښايي د دې تصويرونو په ګډولو کې شاعر ډېر نه وي بريالى شوى او دواړه ترې همغسې بېل پاتې وي؛ خو له دوو تصويرونو نه پکې د يوه تصوير د جوړولو زبردسته هڅه وينو.
په (شپه مې خوري) او د(وخت غاښونه زما په وينو سره دي) کې هم تصويرونه وينو، چې د تشخيص په مټ رامنځته شي؛ خو په لومړۍ بېلګه کې تصوير متحرک او په دويمه کې ساکن دى. له دې نه ښکاري، چې کله يوې مبتدا ته تشخيص پيداکوونکى ناعادي فعل(چې په عادي ژبه کې موجود نه وي؛ لکه شپې ته د خوړلو د فعل نسبت) وکاروو، متحرک تصوير جوړوي او که د انسان غړي يا صفات ورته منسوب کړو، ساکن تصويرونه پيدا کېږي. دا خبره هېرول نه دي پکار، چې تصويرونه بې له تشخصيه هم پيدا کېږي.
پروفيسور محمد حسين يمين د (تشخيص از ديدګاه زبان شناسى) په نامه پر تشخيص ليکنه کړې ده.
نوموړى د تشخيص اووه ډوله راپېژني: لومړى ډول يې دا دى، چې د انسان صفتونه ورته منسوب شي. د رحمان بابا په لاندې بيت کې بخت ته د (بيدارۍ) صفت منسوب شوى دى:
د هغو چې بخت بيدار وي ، غم يې نشته
که هيچېرې بيداري و شبګير نه کا
دويم ډول يې هغه تشخيص دى، چې انساني غړي(سترګې، پوزه، خوله او…)ورته منسوب شي. لکه: د غربت لاسونه، د ګل اننګي او….د کاروان په لاندې بيت کې څېړۍ او نښتر زړونه لري، چې زموږ په فرهنګ کې د عاطفې او مينې مرکز ګڼل کېږي:
د وطن څېړۍ، نښتر په زړه زخمي دي
د مرهم پر ځاى نغمې به پکې وړمه
درېيم ډول يې هغه تشخيص دى، چې له مکالمې نه پيدا کېږي. د خوشال په يوه بوللـه کې د شپې او ورځې مکالمه راغلې:
شپې ووې چې اى ورځې زما فضل تر تا زيات دى
په دا سبب چې زه يم په ازل تر تا قدمه
دوستان د خداى طاعت او بندګي ډېره په شپه کا
د شپې سجده په قدر وي د ورځې له قيمه
موسى و کوه طور و ته له قومه تله په شپه کړل
هم لوط په شپه جدا شو د بېداد او له ستمه
زه شپه يم سترپوښه عيب فاشه مې ته ورځ يې
راحت مومي له ما نه ته مې ډکه يې له غمه
چې ورځې مې له شپې نه دا د مدحې ويل غوږ کړل
په ورو يې ورته ووې چې خوله چپه کړه له ذمه
لږ وار و ماته راکړه چې زه هم درته ووايم
څو ته هسې ګډېږې په خبرو نامحکمه
دا د هغې بوللې څو بيته دي. په لومړۍ مسره کې د (اى) ندايي نښه وينو. د يوه څيز منادي کول هم د تشخيص وسيله ده. دا يې څلورم ډول دى. له انسان پرته که بل څه ته ورغږ کړو، مطلب دا چې شخصيت ورکوو. لنډۍ ده:
د مازيګر زيړيه لمره!
په روغو وايه د رنځورو سلامونه
په دې لنډۍ کې وينو، چې يوه زيړمخي رنځور خپل انساني صفتونه لمر ته منسوب کړي. مازىګر په افق کې سور شفق وينو، چې د لمر ګونه پکې زيړه زبېښلې معلومېږي. پر رنځورتيا سربېره لمر ته د سلام رسولو انساني فعل منسوب شوى او غږ ورته شوى.
د ناعادي فعل په نسبت سره هم تشخيص جوړېږي، چې فعلي تشخيص ورته وايي. په (شپه مې خوري) کې وينو، چې شپې ته شخصيت ورکړ شوى. د شهنواز باقر په لاندې مسره کې وينو، چې تنهايي د (کېناستلو) د فعل په مټ تشخيص شوې ده، ځکه په ادبياتو کې ناعادي فعل ته د عادي فعل ځاى ورکول هنر ګڼل کېږي:
له تنهايۍ سره ډېر نه کېنم شيشکه نه شي
تمثيل د تشخيص د پيدا کولو بل بيان دى. په تمثيل (Fable) کې بالعموم د حيواناتو کيسې راځي، چې د انسانانو غوندې کارونه او خبرې کوي. د (کليه او دمنه) کيسې يې ښې بېلګې دي. په دې تمثيلي کيسو کې د سمبولونو تجمع وينو، چې ګيدړ پکې د چلناک او بې زړه انسان، زمرى پکې د زړور، غويى پکې د منونکي او ساده انسان او داسې نور حيوانات په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي.
په تمثيلي کيسوکې وينو، چې تشخيص د سمبول په لوښي کې راڅرګندېږي. دلته تشخيص د لفظي قرينې کار نه ترسره کوي، بلکې د کيسې له چاپېريال سره نااشنا نه ښکاري، ځکه نو په پرېکړه کې تلولي کېږو، چې دا زمرى دى که زړور انسان. البته دا سمبول چې په فرهنګ کې عام دي او موږ ورسره د اجتماعي سمبولونو په توګه عادي شوي يو، د مانا له پلوه اسانه سمبولونه دي او په اسانه پرې پوهېږو.
د تشخيص وروستى ډول رواني دى. کله چې د يوه څيز تفصيلي تشخيص ووينو، چې څو تشخيصي لوازم ورته کارېدلي، له دې نه د هغه تشخيص څيز په اړه د لوستونکي په ذهن کې رواني برداشت پيدا کېږي. د نازو انا څلوريزه يې ښه بېلګه ده:
سحرګاه وه، د نرګس لېمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده
ما ويل، څه دي، ښکليه ګله ولې ژاړې
ده ويل، ژوند مې دى يوه خوله خندېده
په دې څلوريزه کې نرګس لېمې لري، ژاړي، خاندي، غږ ورته شوى او خبرې کوي. په دې تشخيص کې تفصيل وينو، چې عاطفه ورسره پيدا شوې ده. تشخيص بالعموم عاطفه پيدا کوي. د لمر ته د رنځور مين د صفت او د سلام رسولو فعل منسوبول عاطفه رامنځته کړې؛ خو د تشخيص په دې وروستي ډول کې عواطف راټول شوي دي، ځکه يې نو اغېز ډېر دى.
تشخيص د ادبي کولو ښه وسيله ده؛ خو د نورو ادبي وسايلو غوندې يې د ژر کليشه کېدو امکان ډېر دى. د خپلې پخوانۍ شاعرۍ له تشخيصونو سره عادي شوي يو، اوس مو خيال نه راپاروي، ځکه نو هر شاعر ته د تشخيص کولو نوې هڅې پکار دي.
په تاند کې د استاد ښکلي ټولې لیکنې