نن دهلمند مدني ټولني او ولایتی شوراپه ګډه خبری ناسته کي وویل چی دمعارف وزارت هلمندکی د معارف ودي ته پاملرنه نه ده کړي او هلمندکی ورځ تربلی ښوونځی تړل کیږی.

دهلمند مدنی تولنی مشرسردارمحمدهمدرد وایی له تیریوه کال راهیسی شاوخوا۱۵ ځله ددی ریاست په مرستیالی او بیلابیلو برخو باندی یو او بل مکتوبونه وړي او راوړي هغه وایی دمعارف وزارت دهلمند معارف ته ژمن نه دي ترڅو پدی برخه کي هغوي خپله دنده په سمه توګه سره ترسره کړي.

دوی وایی د معارف وزارت دنوی وزیر بلخي په راتګ سره پدی ولایت کی لسګونه ښوونځی تړل سوی ددوی په وینا چی ددغه وزارت مشر نه غواړي چی هلمندکی دی دمعارف په برخه کی پرمختګ ترسره سي

ددوي په خبره چی یوشمیر وکیلان او خپله دمعارف وزارت ځینی کسان پدی برخه کی ښکیل دي او هغوی نه غواړی چی هلمند کی د معارف په برخه کی اصلاحات راسي .

بل پلود هلمندولایت دولایتی شوراغړي بشیراحمدشاکروایی: خپله هلمند دمعارف ریس هم پدی برخه کي کارنه کوي هغه وایی نوموړی غواړي پرخپلی چوکي پاته وه اوسي.

دشاکرپه خبره چی پدي ولایت کي دمعارف ریاست دهمدی کشالی له امله لسګونه ښوونځي تړلي دي.

هلمندکی له تیرو څو میاشتوراهیسی پدی ولایت کی تر۲۰۰ زیاتی ښوونځی تړلی او پدی وروستیوکي په لښکرګاه ښارکي درسي کیفیت هم لمنځه تللي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *