کوچیان د لرغوني افغانستان په روښانه تاریخ کې د دې هېواد سره د تړاو او مینې ځانګړي بابونه لري کله چې پنځه زره کلن تاریخ خبره کیږي نو د دې ټاټوبی اصلي بومي کوچیان د تاریخ په هره موضوع او برخه کې ښکاره کیږي دکوچي قشر ژورې ريښې ددې خاورې سره هغه څه دي لکه د لمر ،چې انکار ترې ناشونی دی ، که په نړۍ کې دکوچیانو په شتون باندې لږ تم شو او تاریخي مخینه یي تر نظر لاندې ونیول شي نو دغه ولس د دنیا تمدونونو په لیږد او رالیږد کې خورا اغیزمنه برخه لرلې ددوی دکوچونو او لیږدیدنو په پایله کې دتمدونونه انتقال شوي نو ویلای شي ،چې نه یوازې کوچیان دمالداری په برخه کې اغیزمن دي بلکې د تمدونونو په لیږد کې یې تر هرچا ستر رول ادا کړی .
کوچیان د افغانستان په هررنګه حالاتو کې ددې خاورې او ولس پرننګه لکه دغرونو په څیر مستحکم اومقاوم واقع شوي ،که دهېواد معاصر تاریخ ته کتنه وشي کله ،چې سترې ملي موضوعګانې راپورته شوي همدې قشر یې په میړانه دنورو ولسونو ترڅنګ ځواب ویلی کله ،چې هېواد ستر خطر سره مخامخ شوی یا که پولې یې دګواښ سره مخ شوي نو همدغه قشر په خپلو ساده قدیمي وسایلو ترې ننګه کړې کله ، چې سترې ملي جرګې رامنځته شوي نو دنورو ولسونو ترڅنګ کوچیانو دجرګو په ډیر ښه ډول مظاهره کړې دجرګو ريښه او مخینه هم دکوچیاني ژوند خورا دپام وړ برخه ده په اقتصاد کې یې دپام وړ نقش لرلای څلور لسیزې وړاندې دشهید داودخان دواکمنی پرمهال ،چې کومه اقتصادي سروې شوې وه دکوچیانو دمالونو محصولاتو داقتصاد ( ۲۵٪) جوړوله نو داقتصاد په برخه کې ددوی ونډه دپام وړ وه پدې وروستیو څلورولسیزو کې په ګران هېواد کې دجنګونو او ناخوالو په پایله کې ترنورو ولسونو زیات زیان کوچیانو ته رسیدلی کوچیان پدې وروستیوکې دڅلورو سترو ننګونو سره مخامخ شوي ،چې ددوی دمالداری برخه یې خورا ځپلې ،چې په لنډ ډول یې یادونه کیږي .
لومړي : جګړه په هيواد کې تاوتریخوالي بد امني دزمکنیو ماینونو شتوالی .
دوهم : وچکالي او دچاپیریال نامساعد شرایط
دریم : څړځایونوغصب اوتګ راتګ کې شته خنډونه او منازعې
څلورم : ددولتونو لږه پاملرنه حتی تیرو نظامونوکې ورته هیڅ پام ندی شوي .
داهغه خنډونه دي ،چې ددوی پروړاندې پرته دي خو له نیکمرغه د لنډمهالې ادارې ، چې مشري یې محترم پخواني ولسمشر جناب حامد کرزي کوله او (۱۳۸۲) کال اساسي قانون کې کوچیانو ته پاملرنه او په موادوکې یادونه هغه څه دي ،چې دنړۍ په نورو قوانینوکې ډير لږ ساری لیدل کیږي او ددافغانستان کوچیانو له پاره خورا ارزښتمنه او بنسټیزه پاملرنه ده ، چې په ملي وثیقه کې ورته شوې پدې منظور شاید ځیني پوښتنې ولري ،چې کوچیانو یادونه په اساسي قانون څنګه ؟ په ځواب کې که دکوچیانو تاریخي مخینه په اقتصادي ، فرهنګي ، سیاسي او دفاعي ډګرونوکې تر مطالعې لاندې ونیول شي مناسب ځواب ترلاسه کولای شو .
داساسي قانون مواد ،چې دکوچیانو په اړوند پکې یادونه شوې ( ۱۴) ماده دولت دکوچیانو میشتولو او ددوی دژوند دسمون له پاره پلانونه پلي کړي . (۴۴) دښوونې اوروزنې په برخه کې دکوچیانو اولادونو له پاره د زده کړې وړ شرایط په برابرولوکې دولت دنده لري (۸۴) ماده . دمشرانو جرګې کې به دوه کسه د کوچیانو له منځه دجمهور ریېس له لوري ټاکل کیږي . یاد موارد هغه دقوت موارد دي ،چې دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي نه یوازې دولت بلکې ټول رسمي غیررسمي ارګانونه او ولس داځکه ،چې د اساسي قانون رعایت د افغانستان دجغرافیې په محدوده کې دټولو وجیبه ده ،چې داساسي قانون احکام عملي او درنښت ورته وکړي ، که موږوګورو، دنړۍ دهېوادونو په اساسي قوانینو کې مجموعي موضوعات په عام ډول د مملکت په سطحه یادونه کيږي لارښود قواعد دي ډیر لږ داسې کیږي ،چې په ځانګړو موضوعاتو باندې تمرکز وشي خو دافغانستان په اساسي قانون کې دهغه تاریخي اهمیت او ارزښت له مخې ،چې کوچیان یې لري ترې یادونه شوې ،یولوري دکوچیانو په حقونوتاکید دی له بل لوري دکوچیانو له پاره یوه ځانګړنه ده همدارنګه کوچیانوپه اړوند په عادي قوانینوکې بیلا بیل مواد شته مثلآ د ټاکنو په قانون کې دکوچیانو رایې ورکولو او نوماندۍ په اړه راغلي داحوالو دثبت قانون کې د پيژندپانې ترلاسه کولوپه اړه موارد راغلي ،چې په عادي قوانینو کې د کوچیانو په اړه راغلیومواردو باندې ملاحظې او تبصرې شته . د جلالتمآب ولسمشر ډاکتر اشرف غني په مشری د افغانستان نظام دکوچیانو لوري ته پاملرنه ډیره شوې دهېواد ګران ولسمشر په لاندې دلایلو سره کوچیانو ته لا ډیره پاملرنه وکړي .
1) داساسي قانون (۸۴،۴۴،۱۴) موادو کې دکوچیانو په اړه راغلي موارد څرنګه ،چې اساسي قانون دیوهېواد ملي وثیقه اوهویت دی ټول داساسي قانون تابع یوو اساسي قانون رعایت او درناوی .
2) اقتصادي اړخ دکوچیانو محصولاتو په یوه پخواني اقتصادي سروې کې د عوایدو (۲۵٪) سلنه دملي اقتصاد جوړوله نو پدې برخه کې اقتصادي ارزښت یې خورا دپام وړ دي .
3) دټولنې ترټولو مظلوم بې وزلي فقیر قشر په توګه ،چې د روغتیا ، ښوونې اوروزنې ،دښاري خدماتو او نوورو دژوند اولیه اسانتیاو څخه محروم دي ،غرونودښتونو او بیابانونو لرې پرتوسیموکې ژوندلري .
4) ددوي مالونو اوڅارویو شتون په چاپيریال باندې مستقیمې اغیزې.. څیړنو او تجربو ثابته کړې ،چې دمالونو اوڅارویو ګرځیدل اودمالونو اوڅارویو په وسیله د واښو اوبوټو خوړل طبعیت ته څومره مثمر اوموثر دي .
5) فرهنګي ارزښت د هېواد دلرغوني اصلی فرهنګ سرچینه دکوچیانو په منځ کې ده دهېواد اصیل فرهنګ دلرغوني اوغني سرچینې په توګه .
نو ګران ولسمشر دیوبرجسته ټولن پو اوقوي نړیوال اقتصاد دان په حیث ترټولوډیر دې ټکو ته پاملرنه لري
په دې وروستیو کې کابل ښار بادام باغ کې د کرنې نړیوال نندارتون ، چې ۱۳۹۵/۷/۲۸ باندې ددریوورځو له پاره پرانیستل شودکوچیانو چارو دسمون لوی اوخپلواک ریاست پدې نندارتون کې برنامې لرلې ،چې یوه پکې د کوچیاني ژوند تمثیل کیږدۍ وه ، دافغانستان ګران ولسمشر دکیږدۍ څخه لیدنه وکړه هغه ارزښت او مین