سرخط ورځپاڼه
چې ماښام لږ تیاره شي، پولیس خپلې پیرې له سړکونو پورته کړي، دا ځکه چې بیا پر دوی نظارتي ګرمه نه ورځي او د امنیتي حوزو مسوولیت د مشرانو د سترګو تر لیدو دی، خو پوهېږي دا وضعیت څومره ترینګلی دی؟ شدیداً خلک په وېره کې دي او دا وېره د اختطافچي بانډونو او د غلو له ډلو څخه محسوسېږي.
د کابل اکثره خلک چې لږ یې ژوند او روزګار برابر دی، پر خپلو ځانونو او تر دې تېره پر خپلو بچو وېرېږي، هغوی نانوایي ته، دوکان ته او یا چکر ته یوازې نهشي پرېښوولای، حتا ښوونځي ته د تګ پر لاره یې وېره وي.
اکثره خلک هڅه کوي یوې خوا ته ووځي او شتمن چې له ښاره وځي، حتمي ګڼ کاروبارونه هم ورسره په ټپه درېږي یا بل ملک ته انتقالېږي.
پولیس خلک نه ساتي، ځانونه ساتي او لا خو پر ځینو پولیسو او امنیتي حوزو دا تور پورې کېږي چې له بانډونو سره لاره لري او ځینې بانډونه د دوی له خوا حمایه کېږي.
د کابل په زیاتو مهمو سیمو کې پولیس ولاړ وي، سرسري تلاشي کوي، یوازې موټرسایکلونو والا او د باردارو لاریو ډرېواران ځوروي، هغه په دې چې پیسې ځنې واخلي. ځکه چې نه موټرسایکلونه اسناد لري او نه باردارې لارۍ د ورځې ګرځېدو اجازه لري.
پولیستوب اوس کاروبار ګرځېدلی، هره پوسته خپل عواید لري او هره پوسته خپل قیمت لري چې له پاسه خرڅېږي.
چې ماښام لږ تیاره شي، پولیس خپلې پیرې له سړکونو پورته کړي، دا ځکه چې بیا پر دوی نظارتي ګرمه نه ورځي او د امنیتي حوزو مسوولیت د مشرانو د سترګو تر لیدو دی، خو پوهېږي دا وضعیت څومره ترینګلی دی؟ شدیداً خلک په وېره کې دي او دا وېره د اختطافچي بانډونو او د غلو له ډلو څخه محسوسېږي.
د کابل اکثره خلک چې لږ یې ژوند او روزګار برابر دی، پر خپلو ځانونو او تر دې تېره پر خپلو بچو وېرېږي، هغوی نانوایي ته، دوکان ته او یا چکر ته یوازې نهشي پرېښوولای، حتا ښوونځي ته د تګ پر لاره یې وېره وي.
اکثره خلک هڅه کوي یوې خوا ته ووځي او شتمن چې له ښاره وځي، حتمي ګڼ کاروبارونه هم ورسره په ټپه درېږي یا بل ملک ته انتقالېږي.
همدا اوس په پاکستان، هند، ایران او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې زیاترو افغان شتمنو موقته زندګي پیل کړې ده. دوی د دغو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي، کورونه یې هلته دي او تر یوې اندازې یې کاروبارونه او شتمنۍ هم انتقال کړې دي.
د دوی لهپاره په کابل کې لوی سرخوږی د غلو له بانډونو وېره ده. کومې پېښې چې تر دې مهاله په ښار کې شوې، د پولیسو او امنیتي ځواکونو شدیده بېغوري پهکې محسوسېږي.
د غلو بانډونه په لویه لاره کې، د کور مخ ته او یا د کار ځای له چاپېریاله خلک اختطاف کوي، حتا د هوايي ډګر له مسیره ګڼ خلک تښتول شوي دي.
کله پولیس حاضر وي، خو نه په اول کې د غلو پر ضد کوټلی اقدام کولای شي او نه یې کله دا بانډونه تعقیب کړي دي. پولیس خلک نه ساتي، ځانونه ساتي او لا خو پر ځینو پولیسو او امنیتي حوزو دا تور پورې کېږي چې له بانډونو سره لاره لري او ځینې بانډونه د دوی له خوا حمایه کېږي.
په ترکیه کې د یوه کور قیمت له اویا زره ډالرو نیولې، دوه لکه یا زیاتو پیسو پورې دی، خو دغه کورونه اکثره یې افغانان اخلي. دا پیسې ټولې له کابله انتقالېږي، دا پیسې د چارواکيو دي، دفساد پیسې هم پهکې شته، د سوداګرو حلاله شتمني هم پهکې ده. په لسګونو سیاحتي شرکتونه اوس په کابل کې لابي کوي چې خلک وهڅوي په ترکیه کې کور واخلي. هغه خلک چې هلته دورمي، یوازېنی ډار یې د خپلو ماشومانو د امنیت دی، که دوی ته په کابل کې د امن ډاډ ورکړل شي، دوی به په کابل کې کورونه او جایدادونه واخلي، نوي ښارګوټي به جوړ شي، له دې لارې به ښاروالۍ ته ډېر عواید ورشي، خو دولت په دې برخه کې هیڅ پام نه کوي.
کله چې ولسي سرمایه وتښتي افغانستان غوندې یو فقیر هېواد ته چې حتا درې فعالې دولتي غټې کارخانې نه لري، نو عواید به له کومه کوي، خپله کلنۍ بودجه به څنګه تویلوي.
د خلکو د وتلو بل لوی ضرر دا دی چې اکثره خلک په افغانستان کې د مالکیت احساس نه کوي، د امن او قوانینو خیال نه ساتي، ځکه د دوی لهپاره اصلي ملک اوس هغه دی چې د ده کورنۍ پهکې خوندي ده.
اکثره چارواکي چې کورونه یې له افغانستان څخه ایستلي، د فساد تورونه هم ورباندې شته. دوی یې ګټي دلته، څټي یې په بل ملک کې.
دوی افغانستان ته د نجات په سترګه نه ګوري، بلکې دلته د مزدورۍ د وطن خیالات لري او شوړې پهکې وهي.
اکثره چارواکي چې بهر اوسي، له دولتي رسمي پاسپورټونو استفاده کوي، د ولسمشر ټول ټینګار پر دې دی چې له ولایت نه والي یا قوماندان باید ژر کابل ته رانهشي، خو هغه چارواکي چې هر ماښام په الوتکو کې د شپې لهپاره دوبۍ، هند، ترکیې، یا ایران ته روان وي، هیڅ یې جدينه ګڼي او سخت اصول نه ورته وضع کوي.
د سرمایې د فرار په برخه کې د دولت د بېغورۍ بل تاوان دا دی چې په دې وطن کې پاتې خلک د وېرې احساس کوي، که څوک لږ غیرمنقوله سرمایه لري، هغه په منقوله هغه بدلوي او د وتلو لار لټوي.
دا وضعیت پر هغه متل ولاړ دی چې یوه کډه د بلې زړه وکاږي. چې له یوه بلاک څخه پنځه ګډې ووځي، نو نورې به څه پاتې شي.
اساسيستونزه همدا ناامني ده، خلکو د ځانمرګو بریدونو په مقابل کې مقاومت وکړ، هلمندیان له طالب څخه را و نه تښتېدل، خو د هغو اختطافچي ډلو له وېرې تښتي چې دوی پېژني، د دوی اقتصاد ورته مالوم دی، د دوی منابع ورمالومې دي، د دوی او د بچیانو د تګ راتګ لارې ورته مالومې دي او دا اختطافچي ډلې په لویو او مهمو خلکو پسې تړلې چې مجازات یې هم کله سخت شي، کله له زندانه ازاد شي.
خلک وېره لري چې که پولیس جدي نهشي، د شپې ګزمې رامنځ ته نهشي، هرې سیمې ته ځانګړي پولیس و نه ګمارل شي، د ځینو پولیسو او بانډونو تر منځ د اړیکو تار پرې نهشي، ښايي په کابل کې تر بل ولایت عامه وېره زیاته خپره شي او د نورو وګړو او سرمایو د فرار زمینه مساعده شي.