د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دونالد ترمپ بریالی شو.

مېرمن کلنټن خپل سیال ترمپ ته مبارکي وویله.

ډونالډ ترمپ د امریکا او نړۍ د اکثرو شناندو د اټکلونو خلاف په حیرانوونکي ډول د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.

دونالد ټرمپ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه د خپلو پلیوانو ته په یوه غونډه کې وویل:

«زه د خپل هیواد د هر وګړي په وړاندې ژمنه کوم چې د ټولو امریکایانو ولسمشر به یم او دا مسله زما لپاره ډېره مهمه ده.»

د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یووخت د کانګریس د استازو جرګې او مشرانو جرګې د یو شمېر چوکیو لپاره انتخابات وشول چې په دواړو کې د ترمپ جمهوریپال ګوند وړاندې دی.

ترمپ له بري وروسته وویل چې مېرمن کلنټن ورته ټېلفون وکړ او د بري مبارکي یې ورکړه.

ده همداراز وویل چې ده هم مېرمن کلنټن او د هغې کورنۍ ته مبارکي وویله او ورته ویې ویل چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ډېر زحمت وایست.

ده زیاته کړه د ملیونونو امریکایانو لپاره به روزګار پیدا کړي:«موږ د خپلو ښارونو مرکزونه بیا جوړوو. موږ لویې لارې، پُلونه، تونلونه، هوايي ډګرونه، ښوونځي، روغتونونه او نور بنیادي تاسیسات بیا جوړوو او د بیارغونې په لړ کې به ملیونونو کسانو ته کار پیدا کړو.»

ترمپ ته د ولسمشر غني مبارکي

ترمپ وویل چې د ټولې امریکا ولسمشر غوره شوی او د ټولو امریکایانو یو شان خدمت کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د جمهوریپال ګوند کاندید دونالد ترمپ ته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په بري مبارکي وویله.

ولسمشرغني هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او متحد ایالتونو ترمنځ اړیکې به نورې هم ټینګې شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، د امریکا متحد ایالتونه د تروریزم پر ضد په جګړه او د افغانستان په پرمختګ کې د افغانانو یو ستراتیژیک متحد دی.

ښاغلي غني همداراز ترمپ ته په نویو مسوولیتونو کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

One thought on “دونالد ترمب د امریکا ولسمشر غوره شو”
  1. نور یې څه کوو خو خدای دې یې د پاکستان لپاره د تور سپي په څېر لېونی کړي چې په بل مخ یې راواړوي او دا اتوم متوم نه یې لکه چې لاپه یې کړې ده خلاص کړي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *