نازیه اقبال ورو – ورو ګیلې کولې او ویل یې: ((چا په فریب وخوړه، چا په دوکو وخوړه – چې حیاء نه پیژني، دنیا هغو وخوړه…)) او ما ورته په ذهن کې تازه ویډیو ګانې جوړولې.
شاته سیټ کې ناست سړي ،چې په برګ چار خانه څادر کې یې ځان پیچلی و، د دریدو غږ وکړ.
ما ویل : کاکا، خیریت دی؟ ته خو اوس راپورته شوې؟
- کوزیږم، دلته ساز او سرود دی!
- ښه، نو دا خو سخته خبره نه ده، ژر مې ټایپ ګل کړ.
له څو دقیقې مزل وروسته یې ویل: ته خو به دفترونو کې بلد یې، څوک نه پیژنې چې کوم اطراف کې مې مقرر کړي؟ ښه شیرني به ورکړم؟
- اوس خو نا امني ده، دولتي معاشونه کم دي، هره ورځ وظیفې ته تللی شې؟
- هره ورځ څوک ځي، میاشت کې به دوه درې ځلې ځم، معاش دې را سره نیم کړي!
یوه شیبه مې د عقب ښیښه کې ورته وکتل او بیا مې ورته ویل: کاکا، موټر مې خپل دی، کنه دا ځل زه درڅخه ښکته کیدم.
محمد نعمان دوست/ لړم ۲۷ /۹۵