په دې اړه نن د پوهنې په ریاست کې غونډه نیول شوې وه چې د پوهنې ریاست سرپرست رئیس محمدنسیم واجد د پوهنې ریاست کارکوونکو او د نور بېلابېلو لسیو مدیرانو پکي ګډون کړی وو.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست رئیس محمدنسیم واجد د سویډن مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې مرسته وکړه او ترڅنګ یې له نورو موسسو څخه هم غوښتنه وکړه چې د پوهنې له ریاست سره په بېلابېلو برخو کې د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره مرستې وکړي.
واجد وویل(( په دغه مرسته شويو موادو کې د دفترونو لپاره فرنيچر، المارۍ، چوکۍ او نور اړين توکې شامل وو، چې د مرکز ښرنې ساينس دارالمعلمين په شمول يوسف خيلو، اومنه، ګومل اوسروضې لسوالیو مدیریتونو باندې وویشل شول)).
یاده دې وي چې څو اونۍ وړاندې هم د قطر سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت د پوهنې ریاست سره د یو شمېر توکو مرسته وشوې وه.
په درناوي
پکتیکا ولایت رسنیز دفتر