تاند- مېرمن هیلري کلنټن له خپلو پلویانو وغوښتل چې باید منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته موقع ورکړي چې د هیواد مشري وکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ ناکامې کاندیدې هیلري کلنټن همداراز له خپلو پلویانو په دې بخښنه وغوښته جې انتخابات یې ونه ګټلی شوای.

دې له خپلو پلویانو په کلکه وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې په خلاص زړه ومني او ټرمپ ته موقع ورکړي چې د هیواد او ملت خدمت وکړي.

مېرمن کلنټن، چې له ماتې وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې ښکاره شوه، وویل چې هیله لري ښاغلی ټرمپ به د ټولو امریکایانو لپاره بریالی ولسمشر وي.

دې همداراز وویل «موږ ته داسي ښکاره شوې چې ملت مو تر هغه څه چې فکر مو کاوه، زیات وېشل شوی دی.»

ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه د پنجشنبې په ورځ /نوومبر۱۰/ له تلونکي ولسمشر بارک اوباما سره وویني.

ولسمشر اوباما د انتخاباتو د پایلو د اعلان په لومړیو شېبو کې د ټېلفون له لارې ټرمپ ته د بري مبارکي وویله، او ویې ویل چې په دې کې هیڅ شی د پټولو نه دي چې د ده او ښاغلي ټرمپ ترمنځ خورا زیات اختلاف او توپیر شته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په عین حال کې وویل، د ټرمپ هغو څرګندونو ډاډه کړی چې له بري وروسته یې وکړې.

اوباما همداراز وویل«اوس ټول هیله کوو چې ټرمپ بریالی شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *