Coconut

تاند- ساینس پوهان په دې فکر کې دي چې د راتلونکي وخت ودانۍ له کوپرۍ یا ناریال څخه په الهام جوړې کړي.

دوی هیله لري چې په دې توګه به د زلزلې په وړاندې لا ټینګې او مقاومت لرونکې ودانۍ جوړې کړای شي.

د کوپرۍ پوستکی ډېر کلک دی او په اسانه نه ماتېږي.

د جرمني د فرابورګ پوهنتون ساینسپوهانو د کوپرۍ پر پوستکي له څېړنو وروسته ویلي، د ناریال د پوستکي له کلکو موادو څخه په استفادې کېدای شي د ودانیو په جوړولو کې کار واخیستل شي.

د کوپرۍ پوستکی له درو جلا برخو جوړ شوی. بهرنۍ برخه، منځنۍ برخه او داخلي برخه.

تر دې مخکې په یوه بل خبر کې ویل شوي و چې د بریتانیا د کمبریج پوهنتون څېړونکي د ودانیو د عمر او مقاومت د زیاتېدو لپاره د مصالحې په توګه د مصنوعي هډوکو په جوړولو کار کوي.

ساینسپوهان وايي چې د مځکې د هوا د تودېدو له کبله په ودانیو کې کارول کېدونکی کانکرېټ، سمینټ او پولاد مقاومت له لاسه ورکوي نو پکار ده چې داسي مواد جوړ شي چې که مځکه نوره هم توده شوه، د ودانیو پایښت ډېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *