تاند- مولي روبوټیکس کمپنۍ داسي ځیرک روبوټ جوړ کړی چې د انسان له مرستې پرته تر ۱۰۰ ډوله زیات خواړه په خپله پخولی او تیارولی شي.

دا روبوټ د عام کېدو په صورت کې هر چا ته په خپل کور کې د نړۍ تر ټولو مجهز پخلنځی په لاس ورکوي.

دې کمپنۍ ویلي چې له دغه روبوټ څخه کار اخیستونکي باید د خوړو ډول او خوراکي مواد په خپله مخکې تر مخکې وټاکي او بیا د روبوټ سویچ ټینګ کړي.

2دې کمپنۍ همداراز ویلي د دغه روبوټ بله ځانګړتیا دا ده چې د کار په پای کې پخلنځی هم پاکوي.

د مولي روبوټیک کمپنۍ موسس او مشر مارک اولینیک  فرچون (Furtune) مجلې ته ویلي، په لومړي ګام کې انسان د خوړو لارښوونه، د خوړو ډول، پرهېزونه، د کالوري اندازه او د پختن شېوه ټاکي څو روبوټ هماغسي خواړه تیار کړي.

دا روبوټ د موبایل ټېلفون یا ټابلېټ په وسیله له لېري کار کوي او د انسان په شان دوه لاسونه او ګوتې لري. ګوتې یې هم د انسان د ګوتو په شان حرکت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *