په کندهار ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو د چاودېدونکو موادو، مخابرو، وسلو او مهماتو تر څنګ د دوى ځينې نور وسايل نيولي دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي دغه مهمات او نور وسايل د پنجوايي ولسوالۍ په تلقان سيمه کې  د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول شوي دي.

 ويل شوي چې په نيول شويو مهماتو کې څلوېښت پايې بېلابېلې مخابرې، د کلاشينکوف په سلګونو شاجورونه او نور مهمات شامل دي.

د کندهار چارواکو نه دي ويلي چې د دغو مهماتو او وسايلو په تور يې څوک نيولي هم دي که نه.

 په وروستيو کې د کندهار له پنجوايي ولسوالۍ څخه د ناامنيو راپورونه زيات ورکول کېږي. په دې ولسوالۍ کې څو- څو ځلې په بېلابېلو نومونو پوځي عمليات هم وشول، خو داسې ښکاري چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو تحرکات ختم شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *