تاند- د جرمني د دویچې ویلې د راپور له مخې، په وروستیو څو اوونیو کې د ایران له فضا څخه د الوتکو تګ راتګ کم شوی دی.
د دویچې ویلې په وینا د ایران او د دغه هیواد د ګاونډیانو په تېره بیا عراق او عربي خلیج د هیوادونو ترمنځ د سیالي زیاتېدا سبب شوې چې نور هیوادونه میدان وګټي او هوايي شرکتونه د ایران پر ځای د نورو هیوادونو فضا د خط السیر یا الوت کرښې په توګه انتخاب کړي.
ویل شوي چې د لارې یا هوايي مسیر د لنډوالې ترڅنګ امنیت د یوه هیواد لپاره خورا مهم دی څو د نورو هیوادونو الوتکې یې د پاسه الوتنې وکړي. افغانستان، سره له دې چې پ=خورا ډېر مهم موقعیت لري، د ناامنۍ له کبله له دې درکه هم خورا زیات زیان کړی دی.
په عراق کې په نسبي ډول د امنیتي وضعیت ښه کېدا په دې برخه کې د ایران په تاوان تمام شوې ده. تر دې وړاندې د عراق ګټه د ایران جېب ته لوېده.