ليكوال: جك كانفېلد

يوه ورځ اسمېت وروسته تر غرمې له كاره د كور پر لور روان و، په لاره يې يوه زړه ښځه وليده چې موټر يې خراب شوى او ډارېدلې په واورو كې ولاړه ده.

ښځې لاس وښوروو څو موټر ورته ودروي. اسمېت را ښكته شو، ځان يې معرفي كړ او ويې ويل: زه راغلم چې مرسته درسره وكړم.

ښځې وويل: په سلهاوو موټرونه مې له مخې تېر شول، خو چا راته ونه دروو، دا ستا مهرباني ده چې مرستې ته مې راغلې.

كله چې اسمېت موټر جوړ كړ، نو تللو ته تيار شو، ښځې ترې وپوښتل: زه څومره بايد دركړم؟ اسمېت وويل: تاسو پر ما هېڅ پور نه لرئ، زه هم له داسې حال سره مخ شوى يم، څنگه چې ما له تاسو سره مرسته وكړه، له ما سره هم يوه كس مرسته كړې وه؛ كه ته په رښتيا غواړې زما پور ادا كړې، نو بايد همدا مرسته له بل چا سره وكړې. مه پرېږده چې د مينې دا ځنځير پر تا ختم شي.

څو مايله وړاندې ښځې يو وړوكى هوټل وليد، ورغله چې يو څه وخوري او بېرته روانه شي، خو د هوټل د كاركوونكې خوږې موسكا يې پام ځانته واړوو، هغه له ډېرې ستړيا پر پښو نه شوى درېدى، د میندوارۍ اتمه مياشت يې وه.

زړه ښځه د كاركوونكې له ژونده نه وه خبره، شايد هېڅكله به خبره شوې هم نه وه. كله چې كاركوونكې لاړه څو پاتې سل ډالر راوړي، ښځه له هوټله وتلې وه، خو د مېز پر دسمال يې ياداشت پرې اېښى و. كاركوونكې چې ولوستو، نو سترگو كې يې اوښكې راټولې شوې؛ په ياداشت كې ليكل شوي وو: (تاسو پر ما هېڅ پور نه لرئ، زه هم له دې حال سره مخ شوې يم، څنگه چې ما له تاسو سره مرسته وكړه، له ما سره هم يوه كس مرسته كړې ده؛ كه ته په رښتيا غواړې زما پور ادا كړې، نو بايد همدا مرسته له بل چا سره وكړې. مه پرېږده چې د مينې دا ځنځير پر تا ختم شي).

په هماغه شپه چې كاركوونكې له كاره كورته لاړه، په داسې حال كې د زړې ښځې پر خبرو او پيسو يې فكر كوو، خپل خاوند ته يې وويل: اسمېته! د دواوو پيسې مې پيدا كړې، هر څه به سم شي، ته اندېښنه مه كوه.

One thought on “د مينې ځنځير/ ژباړه: وږمه وردک”
  1. له فارسی څخه ترجمه له ورایه معلومېوي ګني هیڅ پښتون انګلیسي نوم سمیت ته الف مه ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *