بوډا چې کوټې ته ننوت د ګوړې له چکۍ مچان والوتل. بوډا سر پر بستره کیښود. له کړکۍ رالویدلي مازدیګرني لمر یې سترګې وبریښولې، سترګې یې پټې ونیولې. ورو د دروازې د پرانیستو غینګی شو.
بوډا پښې وغځولې. د مچانو بڼا شوه. بوډا غږ کړ:
« چای څه شو؟»
څنګ ته ایښې لکڼه یې راپورته کړه. د دروازې لور ته یې واچوله. مچان والوتل. بوډا له لمره مخ د دیوال لور ته وګرځاوه. خولۍ یې له سره وښویده. هغه یې پر سر سمه کړه او ور یې پرانیست:
« هغه چای څه شو؟»
میرمنې یې ورته وویل:
-زاتي د ماښام لمونځ قضا کیږي
-خو مخکې به مو راړوی و
-نجلۍ ته مې چای ورکړی و ته ویده وې
بوډا مخ ته اوبه واچولې:
« اشهد ان لا اله …»
میرمن یې تودې اوبه ورته ونیولې. بوډا یې لاس پورې واهه:
-اوس مې اودس خلاص شو، ته دې هاغه ګوړه ایسته کړه ټوله مچانو وخوړه
دوی یوځای کوټې ته ننوتل. بوډا څراغ ولګاوه. مچان د ګوړې له سره الوتي وو. ښځې یې ده ته وکتل. ده کړکۍ ته مړاوې سترګې پورته کړې، څادر یې ترځان راتاو کړ:
- اخر تیاره شوه.
پای