نن د کابل ښار واټونه د کرکټ ملي اتلانو هیواد ته راګرځیدو په ویاړ د ملي ترانو خوږو انګازو په بدرګه رنګین شول

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لویو وچو جام بهیر څلور ورځینۍ سیالۍ او د نړۍ اتلولۍ لیګ سیالیو بهیر دوه یو ورځینیو سیالیو کې د نمیبیا لوبډلې ته له ماتې ورکولو ورسته سینګاپور ته په ایمرجنګ کپ سیالیو کې د ګډون په موخه لاړل او هلته یې هم د نیپال سربیره د کرکټ نړۍ راجا هندوستان ته له ماتې ورکولو وروسته بیرته هیواد ته راستنه شوه.

د هیواد کرکټ ملي لوبډلې نمیبیا ته د کرکټ په دوه مهمو بیلګو (څلور ورځینۍ او یو روځینیو سیالیو) کې زوروه ماتې ورکړه چې درې واړو سیالیو یوه طرفه بڼه درلوده او افغانستان وکولای شول د هرې لوبې په پیل کې د حریف حواس ماتې منلو ته قانع کړل او په ډیره اسانۍ او خورا زیات توپیر یې له دوی څخه درې مهمې سیالۍ وګټلې او د نړیوال ۵۰ اوریز جام په لور یې بل کره ګام واخیست.

له بله پلوه په سینګاپور کې د ایمرجنګ کپ سیالیو په لړ کې د هیواد ملي لوبدلې نه یوازې نیپال بلکه د کرکټ نړۍ راجا، هندوستان ته هم ماتې ورکړه چې د هندوستان پرمخ وړاندې د لوبډلې دغه بریا نه یوازې د لوبغاړو روحیه لوړه کړه بلکه د نړۍ کرکټ په تاریخ کې یې یو نه هیریدونکی یادګار پریښود.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د ملي لوبډلې اوسنی بریاوې د سیمې او نړۍ په کچه یوه ستره لاسته راوړنه وبللې او د ملي لوبډلې له روحیې څخه یې ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه، موږ د روان کال په ترڅ کې ډیر بوخت مهالویش درلود او یاده دې وي چې سږنی کال د بریالیتوبونو څخه ډک کال وو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کرکټ ملي اتلانو هیواد ته په ډک لاس بیرته راتګ په هکله داسې وایي، “د کرکټ پرمختلونکی بهیر د ستایلو دی، اوس افغانستان د نړۍ په کرکټ کې په یوولسم مقام کې قرار لري چې دا نړۍ په کچه د یوه داسې هیواد لپاره چې ډیر کم امکانات لري، وړوکی ویاړ نه دی. زه د ملي اتلانو زیار او هڅو ستاینه کوم او ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې زموږ هلې ځلې همداسې تاندې واوسي او انشاءالله راتلونکی به مو د ډیرو بریالیتوبونو شاهد وي”.

د هیواد کرکټ ملي لوبډلې کپتان نبي عیسی خیل رسنیو ته په خپله مرکه کې داسې ووییل، “زموږ زیار د خدای ج په مرسته مثبتې پایلې راوړې. که له یوه پلوه مو د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته مزل نږدې کړل نو له بله پلوه مو د نړۍ کرکټ پیاوړې لوبډلې هندوستان ته هم ماتې ورکړه”.

د کرکټ ملي لوبډله د سلګونو مینه والو له لوري د کابل له هوایي ډګر څخه د کرکټ تر نړیوال لوبغالي بدرګه او د اتڼ او ملي ترانو په سرود یې هر کلی وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *