تاند- د ولسي جرګې له لوري د شنبې په ورځ له درو وزیرانو د اعتماد رایې پر اخیستلو د ولسمشر له اعتراض سره سره دې جرګې نن /یکشنبه/ دوه نور وزیران رد کړل.

خو یو یې تایید کړ.

ولسي جرګې د ترانسپورت او پوهنې وزیران په چارو کې د کمزورتیا او د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد کړل.

د ترانسپورت او وهوايي چلن وزیر محمد الله بتاش ۵۱ تایید او ۱۴۲ رد رایې ترلاسه کړې. د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ته ۱۳۱ وکیلانو د رد او ۶۵ نورو د تایید رایې ورکړې.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي یوازینی وزیر و چې نن د جرګې اکثریت د اعتماد رایه ورکړه.

د مالیې وزیر د ۸۵ رد رایو په وړاندې ۱۱۲ د تایید رایې وګټلې.

له دې سره په دوو ورځو کې د ولسي جرګې له لوري د سلب اعتماد شویو وزیرانو شمېر ۵ ته ورسېد. دا په داسي حال کې ده چې پرون شپه ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمیسیونونو له مشرانو سره په ارګ کې وکتل او له هغوی څخه وغوښتل چې له وزیرانو څخه د اعتماد اخیستلو بهیر ودروي او کابینه پرېږدي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې غړیو له حکومته وغوښتل چې د پنځو واړو وزارتونو لپاره نوې څېرې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره وروپېژني.

ولسي جرګې ویلي چې ټولټال ۱۷ وزیرانو ته، چې په سلو کې ۷۰ انکشافي بودجه یې نه ده لګولې، د اعتماد یا نه اعتما رایې د ورکولو لپاره رایبکسونه ږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *