د ناستې میلمانه ریحان الله رومان، صفت الله احمدزی او د کوربه پر څوکۍ ورسره جمال (ثاقب) ناست و. د دریځ چارې احمد جمال (جمال ) سره وې او محمود خزان د قران کریم د مبارکو ایاتونو پرتلاوت د ناستې پرانیسته وکړه.
د تېرې ناستې ګزارش عرفان الله بیدار ولوستلو. د خبرو پیل پرې محمود خزان وکړ. وې ویل: د تېرې ناستې په اعلان شوي بورډ کې د هغه نوم هم و، خو په ګزارش کې د نورو ملګرو نومونه لیکلی شوي دي ، خو د ده نوم نه دی لیکل شوی.
بازمحمد عابد د بیدار د ګزارش لوستلو انداز خوښ نه کړ. زیاته يې کړه بیدار ګزارش تېز ولوستلو، باید په راتلونکې کې ورته پام وکړي.
بصیر احمد تلاش بیا ویل، چې په تېره ناسته کې ملګرو د جوړ شوي بورډ په اړه ګڼ نظرونه ورکړي وو، خو په ګزارش کې نه دي راخیستل شوي .
پر ګزارش تر خبرو ورسته ضیاالدین همت مل خپله لیکنه چې د باز عابد پر کتاب يې کړې وه ولوستله.
دهمت مل خپله لیکنه د عابد د کلتوري راپورونو پر چاپ شوي کتاب ( لونګین ) کړې وه او سرلیک و (( په سینه یو لالی ځایږي زه لونګین او جانان دواړه ځایومه )) د لیکنې په یوه برخه کې راغلي وو: (( عابد خپل کتاب کې هغه کلتوري ارزښتونو ته ځايی ورکړی، چې یا د ورکیدو په حال کې دي او یاله منځه تلللې دي.))
او په یو بل ځای کې راغي وو: (( زموږ ښوونځیو ته د فرهنګ په نامه کتابونه چاپ شوي که چېرته په یادو کتابونو کي د لونګین له محتوا نه ګټه اخستل شوې وای اوس به له دومره ستونزو سره نه مخ کیدلو. ما د دولسم ټو لګي د فرهنګ په کتاب کي یو عنوان د ( پال ) په نامه ولوستد چي داسی شروع شوي و: پال څه شي دی ؟ پال زموږ په فرهنګ کي د یوي ښي او بدې په مانا کارول کیږي، چې هیڅ دیني اساس نه لري، خو په لو نګین کي هم یو عنوان تر ستر ګو کیږي ، چي لیکوال د پال په شالید نظریات را ټول کړي او بیایې دا معلومه کړي ، چي دا زموږ کلتور نه دي بلکې د هندوانو او نورو خلکو سوغات دي . د نظریا تو په برخه کې . لیکوال استاد لعل پاچا ازمون پو ښتلی، نوموړي ورته په پوره وضا حت سره معلومات ورکړي دي ، چي پال زموږ د کلتور برخه نه ده ،او د اسلام مبارک دین هم دا کار ناروا بللی دی.))
همت د عابد د کلتوري راپورونو کتاب (( لونګین )) چې د مشال راډيو لپاره لیکلي وو ډېر مهم یاد کړ او د باز نه يې غوښتنه وکړه، چې دې لړۍ ته دوام ورکړي.
پر لیکنې او کتاب د خبرو پیل ځواب وکړ، وې ویل : ((لونګین ما هم لوستی، خو همت مل بیا په خپله لیکنې کې ښه راسپړلې او تشریح کړی دی.))
د ځواب وویل: ((موږ دوه ډوله ارزښتونه لرو، عقیدوي او ملی چي وروسته به پرې استاد ازمون خبرې وکړي.))
استاد لال پاچا ازمون د همت مل لیکنه وستایله او د ځواب په ځواب کې يې داسې وویل: (( فرهنګ ډیر پراخه مفهوم لري. مذهب هم د کلتور یوه برخه ده نه د دین . دین او مذهب فرق لري. دیني اساسات خوندي دي خو په مذهبونو کې خلک نظریات ورکولای شي، اختلافات د امامانو منل شوي حقیقت دي.))
استاد ازمون د باز لیکلی لونګین یوه کلتوري با ارزښته ډالۍ یاده کړه او وې ویل: عابد کمال کړی چې په کلتوري مسایلو کې يې د فکلور نه هم ګته اخیستې ده او راخیستنه يې ترېنه کړې ده.
عرفان الله بیدار، فرید الله اکاخېل او یو شمېر نورو ملګرو هم د همت مل لیکنه خوښه او ستایله.
د ملګرو تر خبرو ورسته بازمحمد عابد دریځ ته پورته شواو د همت مل نه د مننې تر څنګ يې وویل، چې دا کتاب يې د دې لپاره چاپ کړی دی که چېرته په راتلونکې کې کوم څوک غواړې په دې برخه کې کار وکړي نو یوه ښه سوژه به ورسره په لاس کې وي.
هغه ویل د لیکنې لیکوال، غوښتنه کړې وه، چې د ښونځيو په نصاف کې دې د دې کتاب نه ګټه واخیستل شي. (( زما په باور که په ښونځیو کې یوازې د دې کتاب د محتوا نه ګټه پورته شي نو لوی کار به شوی وي.))
د همت مل پر لیکنې تر خبرو ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې دغو شاغلو په کې خپل شعرونه وویل:
انجینر ستانه میر زهیر، محمود خزان، احمد بختیار ساحل، عزت الله ځواب، خالد خالقیار، سلیمان ځاځي، بازمحمد عابد ، احمد جمال جمال ، جماالدین ثاقب، الفت پاڅون، عبدالطیف خالص، ریحان الله رومان، بصیراحمد تلاش، صفت الله احمدزي ، ضمیر احمد احمدي، واحدالله ساحل، ضیاالدین همت مل ، عرفان الله بیدار ، فریدالله اکاخیل، فریدالله ملاتړ، نهضت شهزاد، استاد لعل پاچا ازمون ، امید حیران ، فضل رحمن ، فضل ربي میاخیل ، فرید، اعظم صدیقي ، نقیب احمد اتل ، خاوري منت بار، او بهرام زي .
په پای کې د دې اونۍ ناستې د اروزنې لپاره ریحان الله رومان پورته شو. نوموړي وویل ډېره ښه غونډه وشوله او ده ترینه ډېر خوند واخیستو.
د راتلونکې اونۍ لپاره پریکړه شوله، چې بهیروال به د خپلې کلیزې د لمانځلو په اړه سره خبرې کوي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله.
راپور؛ایمیل مړوند